عطا قانون ماتوي او غني ژمنې ؛ د بلخ جنجال د نظام حیثیت څومره خراب کړ؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

بشر دروېش
څومره چې د بلخ پخوانی والي او د جمیعت د ګوند اجرایه ریس عطامحمد نور په زورواکۍ او قانون ماتولو مشهور دی، ولسمشر غني هومره د خپلو ژمنو په ماتولو کې نوم لري.
غني به ډېرې ښیګڼې لري، هغه به کم جوړې عالم وي، په ښو ارمانونو او طرحو کې به یې هیڅ شک نه وي او نه به هم په شته سیاسي میدان کې څوک تر ده ولس ته زیات ګران وي، خو له خپلو متحدینو او مخالفینو سره یې په وعده خلافۍ کې هم جوړه نشته.
د امپراتورۍ ختمولو ارمان
غني د ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو پروخت ژمنه وکړه، چې د شمال امپراتوري به ختموي.
له دې خبرې یې هدف عطامحمد نور و؛ عطا هغه مهال د غني د سرسخت سیال ډاکټرعبدالله سرسخت پلوی و.
وروسته د یوه سیاسي توافق په پایله کې، چې منځګړی یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري و، د اشرف غني په مشرۍ د ملي یوووالي په نوم ایتلافي حکومت جوړ شو.
غني سره په دغه حکومت کې د عطامحمد نور د خوښې ولسمشریز نوماند ډاکټرعبدالله ۵۰ سلنه شریک او د حکومت اجرایه ریس و.
د حکومت له پيله عبدالله د عطا په ګډون د خپلو متحدینو لخوا تر فشار لاندې و، چې غني سره د واک د وېش سم حساب کتاب نه کوي.
په دې کې شک نه و، چې د عبدالله غوښتنې او فرمایشات ډېر وخت د نه منلو وو، خو واقعیت دا و چې دا حکومت د غني په پخوانۍ اصطلاح یو (سهامي شرکت) و او عبدالله د شرکت د شریکوال په توګه ځان د هر ډول فرمایشونو مستحق باله.
د غني او عطا کیسه
غني د واکمنۍ له پیله د مخکیني حکومت ټوال والیان، چې عطامحمد نور هم د هغې په ډله کې د بلخ والي و، سرپرستان او کم واکه کړل.
وروسته یې ډېروالیان تغیر و تبدیل کړل، خو په عطا یې وس نه کیده او نه یې هغه ته د رسمي والي په توګه د مقررۍ احکام ورکړل.
د وخت په تېریدو سره غني د عبدالله پر وړاندې د عطامحمد نور د میدان ته کولو او په دې ډول د دواړو د ماتولو لوبه شروع کړه.
په دې لوبه کې یې له عبدالله څخه د جمیعت ګوند دغه ناراضه اجرایه ریس(عطامحمد نور) مذاکرې ته وباله.
هغه وخت د عبدالله ویاند څو ځله وویل، چې د ملي یووالي حکومت هوکړه لیک عبدالله لاسلیک کړی او له مخې یې هغه د غني شریکوال دی.
خو عطا، چې د غني په غوړو ژمنو تېروتی و، ټینګار کاوه چې د یوه فرد په حیث نه؛ د حکومت د شریکوال ګوند(جمیعت اسلامي) د استازي په توګه له غني سره نوې سیاسي معامله کوي.
د حکومت ګڼ وزارتونه، ۲۵ معینیتونه، ګڼ سفارتونه او نورې لوړپوړې څوکۍ هغه څه ول، چې عطا له غني سره د خپلې هوکړې له مخې ده ته په واک کې رسیدونکې برخه اعلان کړه.
غني له عطا غوښتي وو، چې د دې معاملې په بدل کې دې د بلخ له ولایت څخه پخپله خوښه استعفا وکړي او په کابل کې دې سیاسي فعالیتونه کوي.
غالباً د دغې معاملې یوه برخه دا هم وه، چې عطا به د ۲۰۱۹ په ولسمشریزو ټاکنو کې د غني د ټکټ لومړی مرستیال کیږي او لا مطرح به شي.
خو غني د عبدالله په شان له عطا محمد نور سره هم چل وکړ، له هغه څخه یې د باور فضا د پياوړتیا لپاره استعفا پاڼه واخیسته او مخکې له دې چې دغه معامله ترسره او کومې پایلې ته ورسیږي، د عطا استعفا یې منظوره او بلخ ته یې د انجینر داود په نوم یو کس والي وټاکه.
عطا محمد نور، چې هغه بیا په زورواکۍ او ګڼو قانون ماتونو مشهور دی، دوه پښې په یوه موزه کړې او د غني پر وړاندې ودریده.
هغه څو میاشتې د غني نوي ټاکلي والي ته اجازه ورنه کړه، چې بلخ ته د دندې د پيل لپاره لاړشي.
هره ورځ یې په توندو او توهینونکو ټکیو غني ته اخطارونه ورکول او ویل، چې په هیڅ بیه به دی له خپلو غوښتنو شاته نه شي.
عطا ویل، ولایت پریږدي، خو د ده په خوښه به بل والي راځي او هم به په بلخ کې نورې مهمې ګومارنې د ده په خوښه کیږي.
غني د دې لوبې پر وخت مجبور شو، چې د انجینر داود په نوم بلخ ته د خپل ټاکلي والي د استولو پرځای د عطامحمد نور یو ملګری د بلخ والي وټاکي.
هغه لوبه په دې پای ته ورسیده، چې غني په کې بې وعدې او په پریکړه نه ولاړ او عطا پکې هدفمند زورواکی معرفي شو.
بله لوبه
غني له عطا سره منلې وه، چې په بلخ کې به مهمې ګومارنې د هغه په خوښه کیږي.
ګوښه شوی امنیه قومندان د عطا نیږدې کس و، چې غني د عطا له مشورې پرته بل کس د هغه پرځای وټاکه.
عطا یې په غبرګون کې د ګډوډۍ خبرداری ورکړ او ملامتي یې وار له مخه په دې خاطر پر حکومت واچوله، چې له هغه سره یې وعده خلافي کړې ده او شوی تړون یې نقض کړی.
دغه وضعیت نن په بلخ کې ژوند او کاروبار غیرعادي کړی، دوکانونه تړل شوي او په ښار کې د ګډوډۍ وېره ده.
ویل شوي، چې د نوي امنیه قومندانۍ د معرفۍ پروخت د عطامحمد نور د پلوي نامسوله وسله والو او پولیسو ترمنځ ډزې هم شوي دي.
نه جبرانیدونکي زیانونه
غني او عطا ښه که بد خو د دغې دورې دوه مطرح سیاستوال دي، دوی به یا زر یا په ځنډ له واک و سیاست سره واټن نیسي او پخپله مخه به ځي.
د دوی دا ډول ناندرۍ او شرمونکي جنجالونه تر هرڅه ډېر د افغانستان د نېمګړي خو تر رغیدو لاندې نظام حیثیت ته نه جبرانیدونکي زیانونه لري.
دوی په سیاست کې د دروغ ویلو، قول ماتولو، یو بل غولولو، زور غږولو، قانون ننګولو او حتا د عامه نظم د ګډوډۍ فضا جوړه کړه، چې په دې دواړه څوک زیات او څوک کم ملامت دي.