د وطن او وطنپرستۍ په اړه څو خبرې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه او زیاتوونه: محمد عزيز پردېس
ـ دې ته به حاضر شئ چې کور مو له لاسه ورکړئ، خو د وطن لپاره هېڅکله هم نه.
ـ وطن د نوابغو په شتون سره ژوند کوي او د شهيدانو په وينې سره ژوندی پاتې کېږي.
ـ په اوږدمهالي ډول هېڅ قدرت نشي کولی چې د يوه هېواد کلتور او هنر پر وړاندې مقاومت وکړي.
ـ وطن هغه يوازينی ميراث دی چې نشو کولی ويې پلورو، ډالۍ يې کړو او يا يې مصرف کړو.
ـ د وطن مبارزين وايي: که څوک ونشي کولی چې په هر دليل سره هېواد ته خدمت وکړي، نو غوره ده چې مړ واوسي.
ـ نړۍ د ټولو د ژوند ځای دی او موږ يوازې د نړۍ د يوې برخې پورې تړاو لرو.
ـ د يوه هېواد لویوالی د هغې د ځمکې د ډېروالي پورې تړاو نلري، بلکې د هغې ځمکې د خلکو د اخلاق او روحيې پورې ارتباط لري.
ـ د وطن مبارزين ترټولو سخترينه، زړور او زحمتکشه مبارزين وي چې د هېواد د آبادۍ، پرمختګ، خپلواکي او د ملي نواميسو د ساتلو لپاره د مرګ تر وروستۍ شېبو هم مبارزه کوي.
محبت مې د وطن جز د ايمان دی
تېر به کله زه له جزه د ايمان شم
د وطن په مينه ژوند کوم پردېسه
که مې پرېښوده هلاک به هغه آن شم
(شاعر: شهيد زين العابدين پردېس)