ژباړه: محمد عزيز پردېس
جاپان ارام اقیانوس او د اسيا په ختيځ کې پروت هغه هېواد دی چې د نړۍ درېيم ستر اقتصاد ګڼل کېږي.
جاپان وچې ته لار نه لري او تقريبا ټول اوبو ته محاط دی او د چين، جنوبي کوريا او روسيې ته د نورو هېوادونو په پرتله نږدې پروت دی.
د جاپان پراخوالی ۳۸۷۰۰۰ کيلومتر مربع دی چې تقريبا د امريکا د کاليفورنيا ايالت څخه هم کم ګڼل کېږي.
جاپان د ۱۲۸ ميليونه نفوس په درلودو سره د نړۍ لسم ډېر نفوس لرونکی هېواد دی.
د جاپان پلازمېنه توکيو د ۳۵ ميليونه نفوس په درلودو سره د نړۍ د ډېر نفوس لرونکو ښارونو په ډله کې راځي.
جاپانيان خپل هېواد ته ( نيبون کوکو ) خطاب کوي، چې د لمرخاته ځای مانا لري. جاپان تقريبا يو غرنی هېواد دی او ډېری ټاپو ګان يې آتشفشاني او زلزله لرونکي دي.
د جاپانيانو د برياليتوب او پرمختګ لامل په څه کې دی؟
دا چې جاپان اوس د نړۍ له سترو اقتصادي طاقتونو څخه دی، دا تصادفي هم نه ده؛ د دې ليکنې په دوام سره به تاسو ته د جاپان د پرمختګ او برياليتوب په زړه پورې دلايل دروښودل شي.
ـ جاپانيان اصلا سپما يا پس انداز نکوي.
ـ په کار کې مړه کېدل په جاپان کې يو وياړ دی.
ـ د يوه جاپاني ښوونکي مياشتني حقوق ۷۵۰۰ ډالره کېږي.
– په کار کې له ماتې سره مخامېدل يوه مدير ته د مرګ په مانا ده.
ـ د لومړنيو زده کړو ښوونکي د ميندو په پرتله هم زده کوونکو ته مهربانه دي.
ـ د رخصتيو پر مهال د ښوونيزو مرکزونو زده کوونکي ژاړي.
– په جاپان کې مېرمنې وروسته له واده څخه معمولا کار نه کوي.
ـ جاپاني نارينه خپلې پيسې له مېرمنو سره ږدي او له هغوی څخه خپل ورځيني لګښتونه پوره اخلي.
ـ په جاپان کې د لومړنيو زده کړو لپاره له لومړي ټولګي څخه نيولي تر درېيمه پوره ازموينې نشته.
ـ زده کوونکي هره ورځ د ۱۵ دقيقو لپاره د خپلو ښوونکو سره يوځای د ښوونځيو په پاکوالي کې برخه اخلي.
ـ هر جاپانی چې سپی ولري، نو د هغه د فضولاتو لپاره تل له ځان سره کڅوړه ساتي.
ـ هيروشيما وروسته له دې چې د اتم بم پرې استعمال شو، ويې شو کولی چې د لسو کلونو په موده کې بېرته همغه پخوانۍ هيروشيما شي.
ـ د جاپان په د اورګاډو په پټليو، رستورانتونو او نورو ورته ځايونو کې د ګرځنده موبايل څخه ګټه اخېستل ممنوع دي او د بې غږ (Silent ) پرځای په موبايلونو کې د (اخلاق) کليمې څخه کار اخېستل شوی.
– د لومړنيو زده کړو لپاره په ټولو جاپاني ښوونځيو کې له لومړي ټولګي څخه نيولې تر شپږمه پورې د ( د اخلاقو په لور يو ګام ) مضمون، زده کوونکو ته تدريس کېږي.
ـ سربېره پر دې چې چاپان يو بډای هېواد دی، خو بيا هم کورنۍ خدمه يا مزدوکار نه نيسي او دا مور او پلار دي چې د اولادونو لپاره هرڅه کوي.
– په جاپاني رستورانتونو کې هرڅوک د خپلې اړتيا مطابق خواړه په لوښي کې اخلي، د ډوډۍ څخه وروسته په ظرفونو کې اضافي خواړه نه پاتې کېږي. يانې اسراف نشته.
– په جاپان کې د هرکال په پای کې د ټرانسپورت مسولين د ۷ ثانيو ناوخته تګ او راتګ لپاره هم له خلکو بښنه غواړي.
ـ جاپاني ماشومان په ښوونځيو کې تل له ځانونو سره د غاښونو برس لري او وروسته له ډوډۍ څخه هرو مرو خپل غاښونه پاکوي او دا کار په يو عرف او عادت اوښتی دی.
– د جاپان د ښوونيزو مرکزونو مديران له ډوډۍ څخه نيم ساعت مخکې د زده کوونکو خواړه خپله څکي او له دې اړخه ځانونه مطمينوي چې خواړه سم او غير مسموم دي. که ترې وپوښتل شي چې ولې دا کار کوئ؟ نو په ځواب کې به ووايي: همدا زده کوونکي دي چې د جاپان راتلونکی جوړوي.
دې ته وايي مدنيت، شعور او غوره فرهنګ!!!