تر سرپناه ډیره جدي ستونزه په ښوونځیو کې د کتابونو نشتون

رنګین تجريدي ډیزاین

د افغانستان په تودو سیمو کې که څه هم کلنۍ ازموینو ته شاوخوا درې میاشتې وخت پاتې خو؛ لاهم د ښوونځیوو زده کوونکې د کتابونو له نشتوالي شکایت کوي.
که له یوې خوا د ځینو ښوونځیوو زده کوونکې د سرپناه له نشتونه سرټکوي خو؛ له بلې خوا ډیری زده کوونکو ته بیا د سرپناه ډیره مهمه مسله د کتابونو پوره کول دي.
سیلۍ د بې بې حوا عالې لیسې د اتم ټولګې زده کوونکې ده نوموړې وايي:
د خپل صنف پوره نیم کتابونه نه لرم او د همدې امله په څلور نیم میاشتنۍ ازموینه کې په څلورو مضامینو کې ناکام شوې یم حال داچې، تیر کال په ښه درجه بریالۍ وم خو؛ سږکال د کتابونو د نشتون له وجې نه سمه په درسونو پوه شوم او نه مې هم ازموینې سمې تیرې شوې، راتلونکې ازموینو ته هم اندیښمنه یم که چیرته بیا هم همداسې په څلورو مضامینو کې پاتې شم نو؛ اتم ټولګی به له سره وایم.
هو!
د سیلۍ نومې زده کوونکې په څیر ډیرې نورې انجونې هم د درسي کتابونو د نشتوالي له کبله په ښوونځیو کې له ناکامیدو ویره لري.
اوس پوښتنه داده چې، ولې د ښوونځیو د کتابونو ستونزه نه ده حل شوې او د حل لارې لپاره يې څه کول پکار دي؟
په ځواب کې يې د ننګرهار د پوهنې ریاست علمې او مسلکې مشاور نقیب احمد اتل وايي:
”په ښوونځیو کې د کتابونو نشتون یوه افغان شموله ستونزه ده او ددې ستونزې د حل په موخه د پوهنې وزارت د څو میلیونه کتابونو د چاپ لپاره د یو شرکت سره تړون لاسلیک کړی چې ترڅو يې ددې درسې کال ترپایه چاپ او راتلونکې نوي تعلیمې کال کې د کتابونو اړوند ستونزه حل کړي.“
اتل ددې ترڅنګ د ټولو زده کوونکو غوښتنه کوي چې، د ورکړو کتابونو سمه ساتنه وکړي ترڅو؛ يې د خرابیدو له وجې راتلونکې زده کوونکې بې برخې نشي، نوموړی زیاتوي چې،د کورنۍ مشران دې تر ډیره د پوهنې ریاست په تمه نه پاتې کیږي او ددې ستونزې د حل لپاره دې خپلو اولادونو ته په خپلو شخصې امکاناتو چې تر دوه سوه پنځوس افغانیو پورې مصرف راځي په بازار کې کتابونه وپیري ترڅو يې اولادونه د زده کړو وروسته پاتې نه شي.
دا هم باید له یاده ونه باسو چې موږ ډیری داسې بیوزله او یتیمان زده کوونکې لرو چې، د یو قلم اخیستو توان هم نلري، راځۍ د هیواد د آبادۍ په خاطر يې لاسنیوی وکړو او ددوۍ د تعلیمې سطحې د لوړولو پخاطر ورسره د کتابونو په اخیستلو کې مرسته وکړو.