د حزب اسلامي مشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید ګلبدین حکمتیار د پاکستان او هند د وروستیو ناندریو په اړه اعلامیه ورکړه.
په دې مطلب کې د اعلامیې مهم ټکي او شننه وړاندې کیږي:
د حکمتیار اندیښه
ګلبدین حکمتیار په اعلامیه کې د پړې ګوته هند ته نیولې او په مقدمه کې یې پر ازاد کشمیر د هند د هوایي ځواک د بریدونو پیل د وروستیو ناندریو سبب ګڼلی.
هغه د دغه برید په مقابل کې د پاکستان غبرګون او د دوو هندي جنګي الوتکو د نسکورولو ادعا عاجل غبرګون او د اندیښنې وړ ګڼلی.
د نړیوالو زبرځواکونو تورنول
حکمتیار د هند او پاکستان د جنګونو اوږدې سابقې ته په اشارې سره وایي چې پخوا دې جنګ ته شوروي اتحاد لمنه وهله او اوس ناټو دا کار کوي.
د حزب اسلامي مشر زیاتوي، چې پخواني شوروي اتحاد نه یوازې دا چې دې جنګ ته په لمن وهلو خپلې موخې ترلاسه نه کړې؛ بلکې دا هڅې یې د زوال سبب شوې.
حکمتیار ناټو ته هم خبرداری ورکړی، چې د ده په وینا د هند او پاکستان جنګ ته له لمن وهلو به څه ترلاسه نه کړي.
د حکمتیار خبرې د شوروي اتحاد د سقوط په اړه د پوښتنې وړ ښکاري؛ تراوسه ده او نورو افغان جهادي مشرانو دغه سقوط خپله کارنامه ګڼله.
پخوانی شوروي اتحاد د پاکستان مخالف او د هند ملګری و. د حکمتیار خبره ممکن د پاکستاني چارواکو له هغې خبرې سره تړاو ولري، چې د افغانستان جهاد یې د پاکستان د دفاع وسیله ګڼله.
دې ته په پام سره، چې افغان جهادي مشران د پاکستان لخوا ګومارل شوي او مجهز شوي وو، دا شک پیاوړی کیږي چې پاکستان دوی د ځان د دفاع لپاره شوروي پر وړاندې جنګول.
د هند او افغانستان ملامتول
حکمتیار د خپلې اعلامیې په دوام هند او افغانستان د پاکستان د مخالفو وسله والو په ملاتړ تورنوي، خو د پاکستان په اړه یوازې دومره وایي چې د هند خلاف د ازادي غوښتونکو کشمیریانو ملاتړ کوي.
د حکمتیار د اعلامیې دا برخه کټ مټ نقلو((په دې كي هيڅ شك نشته چي هند د پاكستان مخالف ځواكونه؛ كه دا بلوچ او سندي بېلتون خوښي دي او كه تحريك طالبان پاكستان (PTT)؛ له سياسي، مالي او نظامي پلوه پالي، چي ځيني ئې نه يوازي د پاكستان خلاف وسله واله مبارزه كوي بلكي د هند د ستر سيمه ايز حريف چين خلاف وسله وال فعاليتونه لري، په كراچۍ كي د چين پر كنسولگرۍ بريد ئې وروستى مثال دئ چي ويل كېږي مسئوليت ئې كندهار مېشت بلوچ مومنټ پر غاړه واخيست، بل لوري ته پاكستان د آزادي غوښتونكو كشميريانو ملا تړ كوي، د كشمير يوه برخه اشغال شوې گڼي او غوښتنه ئې دا ده چي د دې سيمي ولس ته بايد د خپل برخليك ټاكلو حق وركړى شي او د كشمير تجزيه پاى ته ورسېږي))
پر افغان هند پلوو تورونه
ګلبدین حکمتیار، چې د پاکستان په افراطي ملاتړ او خدمت تورن دی، په دغه اعلامیه کې پر هغو افغانانو توندې نیوکې کړي، چې د پاکستان خلاف د هند ملاتړ کوي.
حکمتیار دغه افغانان په بې شعورۍ او سیکولرۍ( مذهب ته په بې پروایۍ) تورنوي.
دی لیکي:((متأسفانه ځيني بې شعوره او سيكولر افغانان نه يوازي دې جنگ ته خوښ دي بلكي د هند په پلوي او د پاكستان خلاف ستوغي څرگندوني كوي، په داسي حال كي چي افغانان بايد خپلو ملي گټو ته په پام سره له دواړو وغواړي: خپلي ستونزي د بې گټي جنگ پر ځاى د رغنده او سالم رقابت له لاري حل كړئ، افغانستان ته خپل رقابتونه مه راانتقالوئ، د افغانستان له خاوري يو د بل په ضد د گټي اخيستو هڅه مه كوئ.))
ګلبدین حکمتیار افغان حکومت هم د هند په پلوۍ تورنوي او له دې کبله ورته سخت قهریدلی.
دی لیکي:(( د كابل ناكام حكومت چي زموږ هېواد ئې د نړۍ والو استخباراتي شبكو د نيابتي جنگ په ډگر بدل كړى، په خپلو كچه اظهاراتو كي د يوه په پلوي او د بل په ضد اعلاميې وركوي، په داسي حال كي چي دا د ملي مصالحو خلاف دريځ دئ، افغانستان بايد د نړۍ له ټولو هېوادو سره متوازن سياست غوره كړي، په بين المللي پېښو كي بې پرې او پر واقعيتونو ولاړ سياست ولري، په هيڅ ستر او سيمه ايز ځواك پوري تړلى نه وي)).
ناوې ته له بارانه تېښته
حزب اسلامي سره له دې چې په ماهرانه انداز یې په دغه اعلامیه کې د پاکستان خوا نیولې، خو د اعلامیې په پای کې یې هغو اوازو ته توند غبرګون ښودلی، چې وار د مخه له پاکستان څخه د دغه ګوند د ملاتړ په تړاو خپاره شوي وو.
اعلامیه په دې اړه کاږي:((دا هم بايد واضح كړو چي د دې پېښي په ارتباط همدا د حزب اسلامي له لوري لومړۍ اعلاميه ده، تر دې وړاندي نه كومه اعلاميه صادره شوې او نه كوم مسئول شخص څه ويلي. ځينو وطنپلورو دولتي او غير دولتي كړيو د حزب اسلامي مشر ته داسي جعلي وينا منسوب كړې چي گواكي ويلي ئې دي: افغانان چمتو دي له پاكستان د دفاع په موخه هغه هېواد ته جنگيالي ولېږي!! دا د هغو كمونستانو او سيكولرانو افتراء ده چي نه دين او مذهب لري او نه اخلاق، په سياسي رقابت كي د شرافت او اخلاق ټولي پولي نړوي او دروغ، اتهام او افتراء ورته هنر برېښي!! ))
پایله
د حزب اسلامي په دې اعلامیه کې افغان حکومت د هند د ملاتړ ترڅنګ په دې تورن شوی، چې د هند په ملتیا په کندهار کې د پاکستان ضد بلوچ جنګیالي پالي.
همدا شان یې د هند ملاتړي افغانان په یو ډول تکفیر کړي او پاکستان ته یې خپله دا وفاداري ثابته کړې، چې د دغه ګوند له موجودیت سره په افغانستان کې څوک د پاکستان مخالفت او د هند دفاع نه شي کولای.
ټولو نه جالبه دا ده، چې یاد شوي ګوند ټولې څرګندونې په ډېر ډار کړي.
دلیل یې دا دی، چې افغانان له پاکستان څخه ژور نفرت او هند سره ژوره مینه لري.
حزب اسلامي په دغه اعلامیه کې د همدې حساسیت له کبله د پاکستان دفاع په ډېرو کنایو کې کړې ده.