لاهور قلندرز د بینجیمین او ډیویډ ویسي په چټکې توپ وهنې دویمه بریا خپله کړه !

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

 د پاکستان سوپر لیګ ۴ م پړاو ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په لړ کې لاهور قلندرز لوبډلې دویمه بریا خپله کړه.

 د (PSL) په نوم پاکستان سوپر لیګ سیالیو په یولسمه لوبه کې ملطان سلطانز لوبډله د لاهور قلندر خلاف سیالۍ کې مخ شوه، چې پکې ملطان لوبډلې د انګلستاني جیمز وینس د ۸۴ منډو پرمټ پوره ۲۰۰ منډې جوړې کړې.

 په ځوابي سیالۍ کې د قلندرز لوبډلې لپاره اوپنر فخر زمان بهترینه پیل وکړ خو ورسره لمړیو درې لوبغاړو ویکټې وړاندې وبایللې.

د فخر زمان وروسته جنوبي افریقایي لوبغاړو ابراهم بینجیمین ډيویلیرز او ډیویډ ویسي ته سیالي ستونزمن حالت کې پاتې شوه، خو دواړو لوبغاړو په خپلې په برید کونکې توپ وهنې سره قلندرز لوبډلې ته په روان لیګ کې دویمه بریا ورکړه.

 ای بي ډیویلرز د ۳ شپږیزو پرمټ ۵۲ او ډیویډ ویسي په وروستي بال د خپل اننګز څلورمې شپږیزې وهلو سره د ۴۵ ناسوځيدلو منډو پرمټ سیالي د ملطان لوبډلې څخه خپلې خواته راوڅرخوله.

بل پلو؛ پیښور زلمي لوبډلې په دویمې ماتې لمړي مقام څخه وروسته پاتې شوه !

  د پاکستان کورني کرکټ سوپر لیګ ۲۰ اوریزه سوداګریزو سیالیو ۴ م پړاو لوبو کې پیښور زلمي لوبډلې د اسلام آباید یونایټیډ لوبډلې خلاف د روان لیګ سیالیو په ۱۱ مه لوبه کې له ماتې سره مخ شوه، چې ورسره د جدول دویمې کرښې کې پاتې شوه.

 که څه هم دغه سیالۍ تیره اونۍ پیل شوې دي، خو پکې کوېټه او زلمي لوبډلې له نورو څخه وړاندې په درې او دوه بریاوو سره لمړي او دویم مقام کې دي.

 د بیګاه شپې په سیالۍ کې دواړه لوبډلې مخامخ وې، چې پکې اسلام آباد لوبډلې په لمړۍ توپ وهنې د لوبې په ۲۰ اورونو کې د انګلستاني لین بیل د نیمه سلیزې ۵۴ منډو پر مټ سیالې لوبډلې ته د ۱۵۸ منډو هدف ورکړ.

 پیښور زلمي لوبډله د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو د کیرن پولارډ د نیمه سلیزې ۵۱ منډو سره سره بیا هم له ټاکلي هدف څخه ۱۲ منډې وروسته پاتې شوه.

 د نمراتو د جدول له مخې کوېټه ګلیډ ایټرز په درې بریاوو سره لمړي، پیښور زلمي لوبډله په دوه بریاوو سره دویم، اسلام آباد یونایټید په دوه بریاوو دریم، لاهور قلندرز په دوه بریاوو څلورم، ملطان سلطانز لوبډله په یوې بریا پنځم او کراچۍ کینګز لوبډله په یوې بریا سره وروستي شپږم مقام کې ځای لري.

 څلورم پړاو پاکستان سوپر لیګ ۲۰ اوریزه سوداګریزې سیالۍ د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۱۴ مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي، چې د راتلونکې مارچ میاشتې په ۱۷ مه نېټه به وروستۍ لوبې سره پای ته ورسیږي.