د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي پوځ له ځانمرګي برید وروسته د هند صدراعظم نریندرا مودي پاکستان په پوځي برید وګواښه.
ګواښ له دې کبله و، چې د ۴۰ هندي پوځیانو په مرګ د تمام شوي دغه برید مسولیت د جیش محمد په نوم سخت دریځې مذهبي او په ترهګرۍ تورنې پاکستاني ډلې پر غاړه واخیست.
پوځي ګواښ؛ انټرنیټي برید
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د هند له دغه پوځي ګواښ وروسته وویل، چې هندي هیکرانو د دغه وزارت پر وېب پاڼې برید کړی.
د وزارت ویاند ویلي: له برید سره په څو هېوادونو ( انګلستان، اسټرالیا او سعودي عربستان) کې د وزارت وېب پاڼې ته لاسرسی نا ممکن شو.
د عمران خان اړوند مطالبو لیرې کول
پاکستاني ویاند دا هم ویلي، چې د وېب پاڼې هیکرانو له پاڼې څخه د صدراعظم عمران خان په اړه خپاره شوي معلومات لیرې کړي.
ویل شوي، چې هیکرانو له نورو مطالبو سره غرض نه دی کړی.
دا چې دغه لاسوهنې ته یې موقع نه ده موندلې، یا یې پخپله خوښه نور څه نه دي کړي، معلومه نه ده.
عادي حالت ته ستنیدل
پاکستاني ویاند دا هم ویلي، چې د دوی تخنیکي ټیمونو د بهرنیو چارو وزارت وېب پاڼه بیرته زر کنټرول کړې او عادي حالت ته ستنه کړې ده.
د محمد فیصل په وینا وزارت یې اوس پر خپلې وېب پاڼې بیرته واکمن شوی او په یو شمېر هېوادونو کې یې د نه لاسرسي ستونزه هم کابو کړې ده.
نا ځوابه ادعا
هندوستان نه په حکومتي او نه په نا حکومتي کچه په دې اړه کوم نظر ورکړی.
د هند په ګډون ګڼو هېوادونو کې ورته بریدونه د هیکرانو نا حکومتي ډلې هم د خپلو ملي – سیاسي انګېزو له مخې ترسره کوي.
خو د داسې ډلو کومې یوې د پاکستان د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د موضوع بدلولو هڅه
د پاکستان یادې ادعا ته د شک په سترګه هم کتل کیږي؛ دغه هېواد ډېرځله هغه مهال لکه اوس چې په سختو حالاتو کې را ګیریږي، د دروغجنو ادعاوو یا نورو حاشیوي بحثونو له مطرح کولو سره غواړي د نړۍ پام نورو خواوو ته واړوي.
پخواني بریدونه
په 2017 کې هندي هیکرانو د پاکستان د پیپلز پارټۍ او د کراچۍ ښار د پولیسو وېب پاڼې هم هیک کړې او د هغو له واکه ویستې وې.
دې ته ورته د افغان سایبر په نوم د افغاني هیکرانو یوې ډلې هم څو ځله پر یو شمېر پاکستاني وېب پاڼو ورته بریدونه کړي وو.
باید وویل شي چې هند، پاکستان ته د پوځي بریدونو ګواښونه هم کړي ول، خو تر اوسه مستقماً پرپاکستان برید نه دی شوی. همداراز نن هندي رسنیو ویلي چې په هندي پولیسو د برید طرحه کوونکی او د جیش محمد ډلې غړی یې وژلی.