ژباړه: محمد عزيز پردېس
فيلسوف، شاعر، فرهنګي منتقد او فيلولژست فردرېش ويلهم نېچه په کلاسيکه دوره کې ژوند کاوه او د المان اوسېدونکی و چې اثارو يې د لويديځ په تاريخ او فلسفې ژور اغېز پرېښی و. په دې ليکنه کې مو د دې ستر شخصيت غوره او په زړه پورې لنډې ويناوې تاسو ته راټولې کړې دي:
ـ خپلو دښمنانو سره مو مينه ولرئ، ځکه ستاسو ترټولو غوره اړخونه تاسو ته درښيي.
ـ راتلونکې د هغه چا ده چې هرکلي ته يې ورځي.
ـ انسانان د دې لپاره له نورو سره اړيکې ټينګوي چې په راتلونکې کې ورته په درد وخوري او کومک ورسره وکړي.
ـ هغه څه چې ما ونه وژني، غښتلی کوي مې.
ـ سياستمداران اشخاص په دوو برخو وېشي: ابزار او دښمنان، يانې يوازې يوه طبقه پېژني، چې هغه هم دښمنان دي.
ـ د نفس پاکوالی؛ بېلوالی او جدايي رامنځ ته کوي.
ـ د نېکمرغۍ خطر په دې کې دی چې انسان په د نېکمرغۍ په مهال هر ډول برخليک او هرڅوک مني.
ـ ته کولی شې، ځکه غواړې يې.
ـ بايد د خپلو حواسونو پر چل او ول بريمن شو.