د باميانو هزاره ځوانانو په پاکستان غږ وکړ چې د پښتنو او بلوڅو وژل دې بس کړي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

راپور: محمد عزيز پردېس
د باميان ولايت په سلهاو اوسېدونکو او مدني فعالينو د يو اعتراضيه حرکت په ترڅ کې په پاکستان کې د پښتنو او بلوڅو د مدني او سوله ييزو حرکتونو څخه ملاتړ اعلان کړ.
204854c1 7f65 430d ac49 489e59e1d489 د باميانو هزاره ځوانانو په پاکستان غږ وکړ چې د پښتنو او بلوڅو وژل دې بس کړي
ياد کسان نن د سلواغې په پنځمه ويشتمه د باميانو د ويجاړشويو بتانو مخکې چې مختلف شعارونو يې له ځانونو سره لېږدول، په يوه غږ يې ويل چې پاکستان دې د پښتنو او بلوڅو له ځورونې څخه لاس واخلي.
د اعتراضيه غونډې ګډونوالو ټولنيزو رسنيو ته په خبرو کې ويلي دي: که څه هم موږ د هزاره ټبر څخه يوو، خو دا چې د يو شمېر کسانو انساني او اسلامي حقونه تر پښو لاندې کېږي؛ نو د پاکستان د حکومت پر وړاندې درېږو او د پښتنو او بلوڅانو څخه ملاتړ کوو.
2f82e8b6 3376 4514 b14e 537dc6dc40aa د باميانو هزاره ځوانانو په پاکستان غږ وکړ چې د پښتنو او بلوڅو وژل دې بس کړي
دا اعتراضيه غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې څو ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پښتنو حقونو مدافع ارمان لوڼی د پاکستان پوځ لخوا لومړی ونيول شو او بيا ووژل شو.
وروسته د ارمان لوڼي د وژنې څخه د پاکستان او افغانستان په شمول د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اعتراضيه غونډې وشوې او د دې غونډو لړۍ لا هم روانه ده.
df4e3859 a9d7 41b1 9bd2 7cd8cae058af د باميانو هزاره ځوانانو په پاکستان غږ وکړ چې د پښتنو او بلوڅو وژل دې بس کړي
د ټولنيزو رسنيو د فعالينو د راپورونو له مخې له يوې اونۍ راهيسې شاوخوا ۱۰۰ تنه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د پاکستان د پوځ له لوري په مختلفو بهانو نيول شوي دي چې د پاکستان په زندانو کې د تورو تمبو شاته شپې او ورځې سبا کوي.