ژباړه: مریم محمدي
اضافه وزن کولی شي، د حمل یا امیندوارۍ سالمه پروسه له ستونزو سره مخ کړي، چې له ځینو یې دلته یادونه کوو:
د وینې فشار لوړیږي
د هغو میرمنو چې د حمل په وخت کې وزن یې ډېر شي، د ډاکترانو په وینا د وینې لوړ فشار ( پرې اکلامپسیا او اکلامپسیا) په ناروغۍ اخته کیږي، دا خطرناکه ناروغۍ د حمل په وخت کې میرمنو ته پیدا کیږي، چې د ډيروالي له امله یې مور د کوما حالت سره مخ کیدای شي.
شکر( ډیابټ) ورته پیدا کیږي
هورموني تغيرات او د وزن کنټرول د يوې سالمې امېندوارۍ زیمواري کوي.
په مېندوارو یا حمل لرونکو میرمنو کې په ناڅاپي ډول د شکر( ډیابټ) ناروغۍ یو لامل د وزن ډيریدل دي، کومې میرمنې چې په دې ناروغۍ اخته وي، نو ماشوم یې سالم نه وي یا هم مړ پیدا کیږي.
له وخت مخکې زیږون کوي
هغه میرمنې چې وزن یې ډير وي نو د حمل په وخت کې له ستونزو سره مخ وي چې دا حالات په خپل له وخت نه مخکې ولادت ته زمینه برابره وي، چې ممکن ماشوم یې هم نړۍ خوار ځواکه ته راشي.
سزارین یا عملیات یې ستونزمن وي
د ماشوم وزن ډيریدل د نورمال حمل نښه ده، که چیرې د ماشوم وزن ډير وي، نو مور مجبوره ده چې د زیږون لپاره سزارین یا عملیات وکړي.
خو که چیرې مور چاغه وي، دغه جراحي عمل ډير په مشکله ترسره کیږي، همدارنګه زخمونه یې هم زر هم نه جوړیږي.
هغه میرمنې چې وزن یې ډير وي، مخکې له حمل اخیستو نه دې دا کارونه وکړي:
وزن دې کم کړي
هغه میرمنې چې ډير وزن لري، مخکې د حمل اخیستو نه دې خپل وزن د سپورت او د کم خوراک په مرسته نورمال حالت ته راوړي.
خو په یاد ولرئ د وزن له کمیدو سره سم حمل مه اخلئ، ځکه۷۰ فیصده امکان لري چې ماشوم سقط شي.
ښه لاره دا ده چې تاسې کولای شئ چې له وزن کمیدو نه وروسته ۳ میاشتې صبر وکړئ، بیا حمل واخلئ.
فولیک اسید وخورئ
له حمل اخیستو نه یوه یا درې میاشتې مخکې 500mcg فولیک اسید تابلیت وخورئ، همدارنګه د حمل په وخت کې هم درې میاشتې دا تابلیت مه هیروئ، تر څو یو نورمال ماشوم نړۍ ته روړئ.
ویټامین D واخلئ
هغه میرمنې چې چاغې دي، هغوی د ویټامین D له کمښت سره مخ دي.
نو په دې اساس دوی هر ورځ باید IU1000 ویتامین D د حمل په وخت کې پوره کړي. د دې ویټامین کمښت د پراکلمسیا ناروغۍ، کم وزنه ماشوم او له وخت نه مخکې د زیږون لامل کیږي.
سره له دې چې یوه مور به د لمر له وړنګو دا ویټامین اخلي خو دا ورته بسنه نه کوي، دوی ته پکار ده چې له داسې خوړو استفاده وکړي چې کلسیم ولري ترڅو له وخت نه محکې د زیږون خطر کم شي.
روغتون ته مرجعه وکړئ
سربیره پر دې چې پورته یاد شوي موارد به مو د امیندواۍ په وخت کې په نظر کې نیولي وي، خو د یو سالم زیږون لپاره یو صحي مرکز ته لاړې شئ، ممکن په تنفسي مشکلاتو یا هم له زیږون وروسته درته خونریزي پیدا شي، نو ښه ده چې په روغتون کې په وخت درملنه وشي.
سرچینه: Afsog Afg