ژباړه: محمد عزيز پردېس
د امريکايي ارواه پوه او د ښوونې او روزنې استاد، ډيل کارنګي لنډې او په زړه پورې ويناوې
ـ داسې يو څه ووايه چې ارزښت يې له خاموشۍ څخه ډېر وي.
ـ خلک په درې ډوله دي: د پيسو نوکران، د پيسو ملګري او د پيسو اربابان.
ـ د انسان بدمرغي په جهل کې نه، بلکې په ټنبلۍ کې ده.
ـ د وخت تېرېدل په خپله ډېری تشويشونه له منځه وړي.
ـ نور چې څنګه او څه ډول دي، ويې منئ.
ـ د علاقې د جلبولو لپاره بايد د علاقې او مينې اظهار وکړو.
ـ پرېږدئ چې هرڅوک د خپل باور، فکر، هيلې، مطالعې او پوهې پر بنسټ قضاوت وکړي؛ نه دا چې د طوطي په څېر د نورو په صفتونو خوله پرانيزي.
ـ که پوهېږئ چې ګناهکار ياست، نو پرته له ځنډه او د زړه له تله؛ خپله ګناه په غاړه واخلئ.
ـ د غرور او خودبينۍ حس په ټولو کې یوشان دی: تفاوت يې يوازې د څرګندولو په بڼه کې دی.
ـ ځينې خنداګانې له ژړا څخه هم لوړې وي.
ـ خپل نعمتونه وشمېره، نه محروميتونه.
ـ د ژوند لپاره فکر وکړئ، خو له غوسې څخه ډډ کول هم اړين وبولئ.
ـ دوو کسانو د زندان له دريڅې څخه بهر ته کتل، يو يې ګل او خټو ته کتل او بل يې ځلېدونکو ستورو ته.
ـ که غواړئ چې یو څوک له ځان سره همغږي کړئ، نو پرې يې ږدئ چې په ازاده توګه خپلې خبرې وکړي.
ـ که غواړئ د يو چا زړه لاس ته راوړئ، بايد د هغه څه په اړه خبرې وکړئ چې د هغه يا هغې خوښېږي او مينه ورسره لري.
ـ د دې لپاره چې په مباحثې او مشاجرې کې برلاسي شئ، بايد له مباحثې او مشاجرې څخه ډډه وکړئ.
ـ د يوې ستونزې د حل لپاره بايد لومړی حقيقت ومومو.
ـ کار د سټرس او تشويش د رفع کولو ترټولو ارزانبيه درمل دی، خپل وخت مو په کار سره تېر کړئ.