ددغه 7 کلن افغان ماشوم توپ اچوونه د څو نړیوالو بالرانو په څیر ده

رنګین تجريدي ډیزاین

په ننګرهار کې یو کمکی ماشوم، چې نوی د کرکټ ډګر ته راغلی، د نړیوالو بالران په څیر حیرانونکې توپ اچوونه ترسره کوي.

 دغه ماشوم میرویس نومیږي او ۷ کاله عمر لري، خو د کرکټ نړۍ مشهوره لیګ بریک، اف بریک او تیز بالرانو په انداز توپ اچوونه ترسره کوي.

د میرویس د کورنۍ غړي وايي، اوس مهال په لمړۍ ټولګي کې زده کړې کوي، چې په خپل ښوونځي کې عمومي اول نمره دی، خو له زدکړو سره سره د کرکټ لوبې سره زیاته مینه لري او په حیرانونکې توګه د کرکټ مشهوره بالرانو د توپ اچوونې په څیر بالینګ کوي.

 میرویس یاران ویب پاڼې سره په خبرو کې وویل، د کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچونکو راشد خان، مجیب الرحمن، محمد نبي عیسی خیل، ګلبدین نایب او نوین الحق د توپ اچونې په څیر بالینګ کولی شي.

 همدا راز دغه کمکی ماشو وايي، د کرکټ بهرنیو مشهوره توپ اچونکو هندي راوي چندران اشوین، ایزویندر چیهل، جسپریټ بومرا، پاکستاني شاداب خان، بنګله دیشي رب الحسن او نورو په څیر توپ اچونه هم ترسره کوي.

 په دې وروستیو کې ډیری د کرکټ نوي لوبغاړي د افغان سپین بالرانو راشد خان، مجیب الرحمن او نورو نړیوالو توپ اچونکو د بالینګ څخه متاثره شوي دي او هڅه کوي، چې ورته توپ اچوونه ترسره کړي، خو په کمکی میرویس د ۷ کلنۍ په عمر کې له هر څه برخمن ښکاري.

 د دغه ماشوم د کورني غړي اوس په دې تمه دي، چې په نوموړي ته پاملرنه وشي، تر څو د کرکټ په ډګر کې ترې یو پیاوړی لوبغاړی جوړ او د هېواد لپاره ویاړونه وګټي.

 دا چې کمکي میرویس ته به د کرکټ د مسولینو او روزونکو لخوا څومره پاملرنه وشي، تر څو د راتلونکي وخت لپاره ښه وروزل شي، لا هیڅ نه ویل کیږي، ځکه چې په دې وروسیتو کې په افغان کرکټ بورډ کې د داخلي خپلمنځي کشمکشونو له کبله د کرکټ ډیر پیاوړي لوبغاړي د کرکټ لوبې پریښودو ته اړ شوي دي.