ژباړه: محمد عزيز پردېس
د هند د پخوانۍ لومړۍ وزيرې او د جواهر لعل نهرو د لور ( اينديرا ګاندي ) لنډې او په زړه پورې ويناوې
ـ ستونزې د ژوند يوه برخه ده، ټول ستونزې لري؛ هېوادونه هم. يوازې څه چې په دې برخه کې يې کولی شو، د هغو منل او قبلول دي.
ـ موږ بايد خپلو اولادونه ته زړه ورتوب او پر نفس اعتماد وښيو او ورسره مرسته وکړو چې ځانونه د تکامل پړاو ته ورسوي.
ـ يوازې هغه کمزوری ملت چې په خپل ځان اعتماد او اطمينان ونلري، له نورو څخه د توهين احساس کوي.
ـ بايد پرېکړې په څرګند ډول ونيول شي او خلک بايد د ټاکلو حق ولري او وشي کولی چې په حکومت کې په سوله ييز ډول بدلونونه راولي.
ـ هغه چا چې درته لاسونه د سوک وهلو لپاره نيولي وي، نشئ کولی چې د دوستۍ لاس ورکړئ.
ـ پکار ده چې د ستونزو سره په نرمۍ برخورد وکړو.
ـ ډموکراسي يا ولسواکي د ژوند يوه کړنلاره او روش دی.
– نارينه او ښځې کولی شي چې يو او بل ته په کومک کولو سره غوره ټولنه رامنځ ته کړي.
یادونه: په هندي ژبه د ایندیرا ګاندي پيژندنه؛