ژباړه راټولونه: مریم محمدي
الله تعالی په خپل کتاب قرانکریم کې نارینو ته امر کړی، چې له خپلو ښځو سره په ښه چلند ژوند تېر کړئ. همدانګه رسول الله ص په یو حدیث شریف کې فرمایلي، ژباړه: په تاسې کې هغه څوک ډېر ښه دی، چې هغه له خپلې ښځې سره ښه وي او زه په تاسې ټولو کې له خپلو ښځو سره ښه یم.
ښځه او مېړه د کورنۍ د خوشاله ساتلو او پاللو ګډ مسؤولیت لري. که غواړئ چې میرمنه مو درنه په ژوند کې خوشاله وي دا لارښونې عملي کړئ:
۱- تل دا دعا کوه چې، اللهﷻ ستاسې دواړو په زړونو کې محبت او مینه واچوي.
۲- خپلې میرمنې ته د خپل توان سره سم، د راحت اسباب برابر کړه، کله د کالیو مينځلو، اشپزۍ او داسې نور.
۳-د نظر ښکاره کولو اجازه ورکړئ، که علمي بحث یا د آشپزۍ او یا هم د خیاطۍ په هکله خبرې کیږي، نو په دې هکله خپله میرمن نظر څرګندلو ته وهڅوه، داسې مه وایه چې زه ښه پوهیږم.
۴- پر خپلې میرمنې باندې خپل ځانګړی خوی او عادت مه تحملوئ ځکه هر انسان ځانګړی خوی او عادت لري.
۵- ډالۍ ورکول او قبلول یې دواړه خوند لري، کله ناکله خپلې میرمنې ته یو څېز په تحفه (ډالۍ) کې ورکړئ.
۶- کور د ښځې او خاوند د ګډ اوسیدو ځای دی، چارې یې هم باید په ګډه مخته یوسئ، د مېرمنې سره د کور په چارو کې مرسته کول کومه بده خبره نه ده، د کور په کارونو کې له میرمنې سره مرسته کول د مینې د زیاتیدو سبب کيږي.
۷- یو انسان هم پوره نه دی، د میرمنې له ځینو نیمګړتیاوو تیری شئ او بخښنه ورته وکړئ، ځکه په ګډ او خوشاله ژوند مو ښه اغیزه لري.
۸- د خپلې مېرمنې انتقاد او نیوکې ته په پراخه سینه غوږ ونیسئ، د خلکو په مخ کې پرې انتقاد او نیوکه مه کوئ.
۹- له خپلې میرمنې سره ښه کوئ، په نفقه او خرڅ کولو کې بخیلي او سختي مکوئ.
۱۰- کور ته د داخلېدو په وخت کې سلام ورکړئ همدارنګه په یو مینه ناک او ځانګړي نوم ورته غږ کړئ.
۱۱- د میرمنې پر وړاندې تبسم او خوشحاله څیره ښکاره کړئ، کله چې د ستاینې وړ کار وکړي، نو ستاینه او صفت يې وکړئ.
۱۲- خپلې میرمنې ته په سنت طریقه ځان ښائسته کړئ، کور ته د داخلیدلو په وخت کې خوله خوشبویه کړئ.
۱۳- له مېرمنې سره خپل محبت څرګند کړئ، همارنګه د دوستانو عزت یې وکړئ.
۱۴- په کارونو کې له خپلې میرمنې سره مشوره کوئ.
۱۵- د اللهﷻ پر عبادت باندې له خپلې میرمنې سره مرسته کوئ.
۱۶- له مېرمنې سره په یو لوښه یو ګیلاس کې خوراک او څښاک وکړئ، په خوړو او نور څه کې عیبونه مه ښکاره کوئ.
۱۷- له کور څخه د وتلو پر مهال، کله کله خپله میرمن ښکل کړئ.
۱۸- د ستړیا په حالت کې د خپلې میرمنې مراعات وکړئ.
۱۹ – د میرمنې زړه خوشاله ساتئ، په خپله کورنۍ باور او اعتماد وکړئ.
۲۰- وخت په وخت خپل سلوک او روش ته تغیر ورکړئ.
۲۱- د اختلاف راوستونکو خبرو څخه ځان وساتئ، او په محبت کې تعادل ولرئ.
۲۲- خپله میرمن پدې سره پوه کړه چې، زه ستا په حق کې افراط نه کوم.