ژباړه: مریم محمدي
دا یوه مهمه خبره ده چې روغتيا او سلامتيا ته پام کول په هر ځای او هر حالت کې ضروري کار دی، ځکه موږ هغه وخت کولی شو د خپل ژوند چارې په سمه توګه پرمخ یوسو، چې کله روغ صورت ولرو.
ډوډۍ او اوبه دواړه د سفر له اړتيا وو څخه دي، کله چې تاسو له يو ځايه نه بل ځای ته سفر کوئ، نو تر ډېره حده بايد کوښښ وکړئ چې صحي خواړه له ځان سره ولرئ، ځکه د سفر پر مهال روغتیا ته پام کول ډیره اړینه خبره ده.
هغه خواړه له ځان سره واخلئ چې زر نه خرابیږي
د سفر په وخت کې د لویانو تر څنګ ماشومان هم د ډيرې ولږې حساس کوي، کله چې سفر کوئ، او ماشومان درسره وي نو د خوراک لپاره بايد داسې خواړه له ځانه سره ولرئ، چې ژر خراب نه شي او په لاره کې يې بيا تودولو ته اړتيا هم پیدا نه شي.
پاکې اوبه له ځان سره ولرئ
د سفر په مهال پاکې اوبه له هرڅه نه ضروري دي، ځکه د ناپاکو اوبو څښل انسان ډير ژر ناروغه کوي.
که چيرې د سفر په وخت کې ناپاکې اوبه وڅښل شي دا کار د ماشومانو لپاره ډېر خطرناکه دی، ځکه د نس ناستې سبب یې کیږي.
او، ار، اس مه هیروئ
کېدای شي سفر ډېرې ستونزې ولري او داسې ډېر عوامل شته چې د سفر په وخت کې د ناروغه کيدو سبب ګرځي، چې يو له دغو عواملو څخه د ناپاکو او ځنډنيو خوړو، او ناپاکو اوبو څښاک دی.
ناروغي ښايي په هر حالت کې سخته وي خو په داسې وخت کې ناروغه کيدل چې د لارې مينځ وي هلته نه ډاکټر وي نه روغتون او نه درمل، او که وي هم وخت او لګښت کم وي، دا نو بيا ډيره سخته ده.
د سفر په وخت کې ماشومانو ته پر خپل سر دوا ورکول ډېر خطر لري خو ميندې کولی شي يوازې او، ار، اس يا مالګين پاکټونه له ځانه سره ولري او د نس ناستې په صورت کې يې خپلو ماشومانو ته ورکړئ.
له بازاره صحي خوړو ګټه واخلئ
ښايې ځينې وخت ونه شئ کولای د سفر لپاره ځان سره له کوره خواړه او اوبه واخلئ، او يا دا چې سفر اوږد وي، نو کله چې درسره شته خواړه خلاص شي په داسې وختونو کې هڅه وکړئ چې، له بازاره پاک او صحي خواړه واخلي، مثلاً هغه خواړه چې پوښلي وي او د خرابېدو امکان يې لږ وي.
همدا راز کولی شئ معدني يا هغه اوبه وڅښئ، چې په بوتلونو کې پلورل کيږي، د دې تر څنګ هغه ميوې وخورئ چې پوستکی ولري.