د سلام ضعیف او عباس ستانکزي ټکر؛ طالبان فتحه که سوله غواړي؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د طالبانو د سیاسي دفتر مخکیني مشر او د دفتر برحاله غړي مولوي شېرمحمد عباس ستانکزي تېره اونۍ په یوه مرکه کې د افغانستان د راتلونکي په اړه پارونکې خبرې لرلې.
مهم ټکي:
– طالبان په افغانستان کې د یوه امریکایي سرتېري تر موجودیته هم جنګ ته دوام ورکوي.
– طالبان به واکمنیږي، امارت به جوړوي، قدرت نه انحصاروي، ټول ملت به پکې شریکوي.
– د بهرنیو ځواکونو له وتو سره افغان ځواکونه خپله له منځه ځي، یا یې له منځه وړو، موږ دا ځواکونه د ملي ځواکونو په حیث نه پېژنو.
– طالبان به اسلامي شریعت حاکموي، اوسني قوانین نه مني.
– د کابل حکومت په رسمیت نه پېژنو، دا به ړنګیږي، موږ به یې ځای نیسو.
– طالبانو خپله مبارزه بریالۍ او امریکا مجبوره کړه، چې ورته شکست ومني او میدان پریږدی.
د ملا ضعیف خبرې
ملا عبدالسلام ضعیف، چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په اسلام اباد کې د پاکستان سفیر و، اوس په کابل کې اوسي.
ضعیف د طالب واکمنۍ له ړنګیدو سره پاکستاني حکومت امریکایانو ته وسپاره.
امریکایانو ضعیف څه موده په ګوانټانامو کې بندي او بیا خوشې کړ.
نوموړي د عباس ستانکزي د مرکې تر خپریدو وروسته په یوه تلویزوني مرکه کې د هغه برعکس ځینې خبرې لرلې.
مهم ټکي
– اوسني طالبان، هغه پخواني طالبان نه دي، بدل شوي، نوي اصول او فکرونه لري.
– طالبان نور د جنګ د دوام فکر نه لري.
– طالبانو نه وروسته نظام لاسته راوړنې لري، که سوله کیږي، لاسته راوړنې باید خوندي وساتل شي.
– د سولې رنایي را ختلې ده.
– طالبان امریکا ته ډاډ ورکوي، چې افغانستان به د امریکا خلاف نه کاریږي، خو تضمین ورکول سخت ځکه دي، چې ټول افغانستان د دې ډلې په کنټرول کې نه دی.
– طالبان امارت او حکومت جمهوریت غواړي، سوله په قیدو شرایطو نه کیږي، دواړه لوري به ورته نرمیږي.
– د افغانستان د راتلونکي په اړه طالبان او ټول سیاستوال باید ډیالوګ وکړي او اجماع ته ورسیږي.
– طالبان سولې نه مخکې اوربند کوي، خو باید قوي تضمین ورکړل شي.
– امریکا عاجله سوله او هر څه یو دم غواړي، طالبانو ته پر ټولو متنازع ټکو له هوکړې مخکې د خپلو سرتېرو د وتو تضمین نه ورکوي.
– طالبان د فتحې په ډول نه غواړي راشي، د سولې له لارې راتګ غواړي.
– طالبان نظام ړنګول نه؛ بلکې نظام کې اصلاح غواړي.
– طالبان موجوده سیستم خوندي ساتي، قوانینو سره هم زیات مشکل نه لري، مشکل یي اشخاصو او د قوانینو نه تطبیق سره دی.
– موږ نه غواړو، چې اردو، استخبارات او پولیس منحل شي، د مجاهدینو ترخه تجربه نه تکراروو.
– امریکا افغانستان نه حتما وځي، وتو نه مخکې یې باید سوله راشي.
– سوله قرباني غواړي، حکومت او طالبان یې دواړه باید ورکړي.
– سوله کې باید څوک ظالم او څوک مظلوم واقع نه شي.
– طالبان ټېکنالوژۍ سره بدل شوي، د مطبوعاتو ازادي مني، خو غیر دیني او غیر کولتوري برخه یې غواړي اصلاح شي.