ژباړه: بشر دروېش
موسکا د زړه پرانیستلو لومړۍ دروازه ګڼل کیږي، بیا چې د ښکلو نجونو او ښځو په خوله وي، خو په عامه اصطلاح بیخي کانې کوي.
د نړۍ ښکلې ښځې د نورو خواصو ترڅنګ تر ډېره ښه زړه وړنکو موسکاوو خلک جذبوي.
د پښتو ادب ترڅنګ د ګڼو ژبو ادبیات د ښکلو موسکاوو ستاینې کوي او د دلبرۍ خاص دلیل یې ګڼي.
دلته د هغو نړیوالو ښځینه فلمي ستورو په اړه غږیږو، چې موسکا یې ډېر نوم لري او میلیونونه کسان یې جذب کړي:
مگان فاکس
مگان فاکس امریکایي موډله او سینماګره ده.
هغې په ۲۰۰۱ کې له یو شمېر فلمونو او سریالونو سره عادي نقشونه په غاړه واخیستل. په ۲۰۰۴ کې یې د یوه طنزیه فلم اساسي رول پرغاړه واخیست.
هغه دې نه مخکې په موډلینګ کې خاص نوم درلود. له دې کبله یې په ۱۹۹۹ کې یوه معتبره جایزه هم واخیسته.
هغه نوره هم ښکلې ده، خو موسکا یې خندا څو چنده کوي.
د موسکا ترڅنګ روښانه سترګو هم د مګان درجه لوړه کړې.
دا مشهوره او ښایسته اداکاره اوس د نړۍ په کچه د ښایست یو نوم او سمبول ده.
سلنا گومز
سلنا گومز مشهوره امریکایي سندرغاړې او موډله ده، چې نوم یې د مشهورو او ښکلو ښځو په لیستونو کې ډېر لربر کیږي.
سلنا معصومه او مهربانه څېره لري. خوږې موسکا یې ښایسته څېره لا نوره ښکلې کړې او د ډېرو زړونو کې یې ځای ورکړی.
کاترین زیتا جونز
د کاترین نوم هم تل د نړیوالو ښکلو د یادونې پر وخت یادیږي. هغه هم جذابه ده، هم ښکلې او هم یې موسکا ځانته څه وایي.
د هغې ښایسته ویښتان هم د هېرولو نه دي، خو موسکا یې تر ټولو ښایستونو زیات د پام وړ ده.
سوفیا ورگارا
دا مشهوره کولمبیایي سینماګره او کومیډنه هم په موسکا کې خاص نوم لري.
هغه په ۲۰۱۲ کې د پیپل مجلې د کال د ښکلو ښځو په نوملړ کې د نړۍ دویمه ښکلې ښځه اعلان شوه.
دا ښکلې کلونه کیږي، چې د سرطان په ناروغۍ اخته ده، خو بیا هم ښایسته پاتې او موسکا یې زړه وړونکې ده.
کریستی برنکلي
کریستي امریکایي هنرمنده ده، چې له ۱۹۷۳ څخه یې سندرې پیل کړي.
د هغې سپین او ښکلي غاښونه د دې موسکا نوره هم ښکلې کوي.
دا هم له زړه وړونکو نړیوالو ښکلو ښځو څخه ده.
آیشواریا رای
آیشواریا رای د هندي سینما مخکښه څېره او د ۱۹۹۴ کال د نړیوال ښایست د اول مقام ګټونکې ده.
سره له دې، چې آیشواریا ټوله ښایست- ښایست ده، خو موسکا یې هم د ښایست یوه مهمه برخه ګڼل کیږي.
کیت بکینسیل
کیت بکینسیل د انگلستان د سېنما مشهوره لوبغاړې ده.
هغې په ۱۹۹۰ لسیزه کې سریالونو او فلمونو ته مخه کړه او په ۲۰۰۸ کې یې یوه فلم مهمه جایزه واخیسته.
هغه هم په موسکا کې نړیوال شهرت لري او ګڼ زړونه یې خپل کړي.
دیپیکا پادوکونه
دیپیکا پادوکونه هم د بالیووډ وتلې ستورې ده. هغې د ګڼو فلمونو ترڅنګ پخپل ښایست او خاصتا په موسکا ډېر زړونه خپل کړي.
مدوری دیکشیت
مدوری دیکشیت د هندي سینما مشهوره لوبغاړې ده. هغه له ۱۹۸۰څخه تر ۲۰۰۰ پورې ډېره ځلیدلې وه.
مدوری ګڼې جایزې ګټلي، په خپل وخت کې یې زیات زړونه هم ګټلي وو.
جولیا رابرتس
جولیا رابرتس د امریکا مشهوره سینماګره او موډله ده. هغې په ۱۹۹۰ کې د هالیووډ د ښکلې ښځې لقب خپل کړ.
جولیا چې وخاندي یا موسکۍ شي، ټول غاښونه یې ښکاري.
د دې د موسکا او خندا په اړه ویل کیږي، چې داسې څوک نشته، چې د جولیا موسکا یې نه خوښیږي!