د پاکستان او افریقا ترمنځ د سیریز برخلیک نن ټاکل کیږي !
د پاکستان او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵۰ اوریزه سیالیو په پیل شوي سیریز کې دواړو لوبډلو دوه دوه بریاوې خپلې کړې دي، چې ورسره دغه لړۍ مساوي شوې.
که څه هم په لمړۍ لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې بریا خپله کړې وه، خو ورپسې دوه مسلسل لوبو کې بیرته جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړې او په څلورمه سیالۍ کې پاکستان د بریا په خپلولو سره سیریز دوه پر دوه مساوي کړ.
د ۵ یو ورځینیو لوبو د سیرز ګټونکې لوبه نن ترسره کیږي، چې د افریقا په نسبت ورته د پاکستان اندیښنه ځکه ډیره ده، چې د درې ټیسټ لوبو په لړۍ کې هم پاکستان مسلسل ماتې خوړلې دي.
له دې وړاندې دواړه لوبډلې په درې ټیسټ لوبو کې مخامخ وې، چې پکې پاکستانۍ لوبډله په هیڅ کومې بریا خپلولو ونه توانیده.
پاکستان ته په روان سفر کې د لوبډلمشر سرفراز احمد د لوبو څخه د بندیز خبر هم اورل شوی، چې اوس مهال یې پرځای لوبډلمشري شعیب ملک ترسره کوي.
پاکستاني لوبډلمشر سرفراز احمد افریقايي لوبغاړي فیلوک وایو ته په توهین امیزو خبرو د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۴ سیالیو له بندیز سره مخ شوی، چې په دغه پریکړه پاکستاني کرکټ بورډ هم غبرګون ښودلی دی.
د یادونې ده، چې له دې وروسته به د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د فیبرورۍ له لمړۍ څخه تر شپږمې نېټې پورې د درې ۲۰ اوریزه لوبو سیریز هم ترسره شي او ورسره به جنوبي افریقا ته د پاکستانۍ لوبډلې سفر هم پای ته ورسيږي.