د افغان سولې موضوع په دې ورځو کې د تر ټولو تودو ورځینیو مسئلو په سر کې ده.
طالب استازو په دې تړاو ۶ ورځې پرله پسې په لومړي ځل له افغاني الاصله امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره د بندو دروازو ترشا خبرې وکړې.
له دې خبرو سره طالب پلوي پرموقت حکومت د سلا کیدو مدعي شول او ولسمشرغني دا خبرې د افغان حکومت د سولې د پروګرام یوه برخه وګڼله.
په منځ کې زلمی خلیلزاد غلی و، اوس یې د یک په نوم یوه خصوصي افغاني تلویزون سره تازه مرکه خپره شوې، چې یاران یې مهم ټکي درسره شریکوي.
د سولې پېچلي اړخونه
خلیلزاد وایي افغان سوله ګڼ پېچلې اړخونه لري، لکه:
– نړیوال قدرتونه باید پرې تفاهم ته ورسیږي.
– د سیمې هېوادونه باید يکې همکار او سره یوه خوله شي.
– طالبان باید له نړیوال تروریزم سره د خپلو اړیکو پریکون تضمین کړي.
– په افغانستان کې دننه طالب ضد قوتونه او حکومت ټول د سولې په اړه اجماع ته ورسیږي.
– د سولې لپاره طالبان او افغان حکومت دواړه قربانۍ ته حاضر شي.
د ۶ ورځینیو خبرو جزیات
خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره د خپلو ۶ ورځنیو مذاکراتو مهم ټکي داسې یادوي:
– طالبانو ومنله، چې د دوی پخوانۍ سخت دریځه واکمني له تېروتنو ډکه وه؛ دوی ویل چې نه غواړي بیا هغه ماضي تکرار شي. طالبان د نوي عصر په غوښتنو پوه شوي.
– طالبان وایي افغان حکومت سره نه غږیږي. دلیل دا راوړي، چې دا حکومت مشروعیت نه لري او که ورسره وغږيږي، د حکومت خلاف اوږده جګړه یې نامشروع او تر سوال لاندې راځي.
– د ولسمشریزو ټاکنو په نیږدې کیدو سره طالبان ځکه ولسمشرغني سره خبرو ته نه دي حاضر، چې غني د دغو ټاکنو کاندید دی او سوله په ټاکنو کې لوړ کریډیټ ورکوي. طالبان نه غواړي غني ته دا کریډیټ ورکړي.
– طالبان حاضرشول، چې امریکا ته له نړیوال تروریزم سره خپله نه همکاري تضمین کړي.
– له وسله والو طالبانو سره مې د موقت حکومت پر جوړیدو خبرې نه دي کړي، خو افغان حکومت او طالبان باید د ګډ حکومت لپاره فکر سره وکړي.
د ولسمشرغني پر ارادې شک
خلیلزاد په دې مرکه کې د سولې په اړه د ولسمشرغني پر ارادې په څنګزن ډول شک وښود. ده ووویل:
– په طالب ضدو قوتونو کې ځینې وایي د سولې لپاره خپل سر قربانوي( دا خبره بیا- بیا ولسمشرغني کړې ده) خو په عمل کې د سولې لپاره اجماع نه لري.
– په کابل کې د مختلفو حکومتي او غیرحکومتي طالب ضدو قوتونو نظر لا د سولې په اړه متفق او منسجم نه دی.
له سولې وېره او ډاډګیرنې
په یاده مرکه کې له خلیلزاد سره د سولې د ګونګوسو هڅو پر خطرناکو پایلو د افغانانو اندیښنې شریکې او وویل شول، چې خلک د تنظیمي جنګونو د تکرار وېره لري.
د خلیلزاد ژمنې او ډاډګیرنې دا وې:
– امریکا که احیانا کله له افغانستانه سرتېري وهم باسي، په افغانستان کې کوم بد حالت هیڅکله په میراث نه پریږدي.
– امریکا له افغانستان سره پر سیاسي او امنیتي اړیکو وراخوا د افغانستان له ملت سره ژورې اړیکې لري او نه پریږدي، چې دغه ملت شاته لاړشي. امریکا د افغانستان د اوسنیو پرمختګونو لا مخته تګ ته ژمنه ده او د شاتګ مخالفه ده.
د سولې اتل به څوک وي؟
په وروستیو کې ټولنیزې رسنۍ پردې هم تاوده بحثونه لري، چې که سوله وشي اتل به یې غني که خلیلزاد وي؟
په مرکه کې خلیلزاد وپوښتل شو، چې آیا ځینې کړۍ( اشاره ولسمشرغني ته وه) د دې لپاره خو سوله نه ننګوي، چې د خلیلزاد د اتلولۍ مخه ونیسي؟
د خلیلزاد ځواب دا و:
– زه په افغانستان کې زیږیدلی یم، له زړه نه ورسره مینه لرم.
– زه یوازې دا غواړم، چې د ژوند په دې آخرو کلونو کې بیا د افغانستان سوله ییز حالت ووینم.
– زه د امریکا د حکومت د یوه مامور په توګه د سولې په هڅو کې دخیل یم، که زما هڅې کوم اغېز ولري نو کریډیت یې زما حکومت ته ځي.
– زه د سولې اتلولي له اوسه نورو ته ورکوم، خو یوازې دا غواړم چې سولې سره ټول بشپړه همکاري وکړي.