ژباړه: عمران لمر
خندا يواځې خوښي له ځانه سره نه لري؛ بلکې روغتيايي ګټې هم د خندا په ګټو کې شته دي.
خندا په اعصابو کې د خوند د سيستم چاودنه ده؛ خندل يوه پېچلې پېښه ده چې له دريو لارو مغز پوهنې، ژبپوهنې او ټولنپوهنې څخه د څېړلو وړ ده.
د خندلو په وخت کې ۴۴ حرکتي واحدونه فعالېږي او د خندا او موسکا تر منځ فرق دا دی چې د خندا په وخت کې عضلات په فعال ډول پراخېږي او په موسکا کې نه پراخېږي.
د تندي د مخکې برخې مغز په خندلو کې اساسي رول لري؛ لکه څنګه چې دا برخه د انسان په يادولو کې هم د اهميت وړ ده؛ نو دا پايله لاسته راځي چې د خندا توليد هم يادېدلی شي او مونږ ټول د هغه د توليد وړتيا او شرايط لرو.
خندا د ژبې سره موازي ده؛ ځکه په خندا سره هم يو بل ته پيغام لېږدولی شو.
دې ته په پام چې خندا ساري حالت او له يوې غير طبيعي خندا هم پيلېدلی او نورو ته انتقالېدلی شي او دا چې خندا د انسان روغتيا ته ډېرې ګټې لري؛ نو تاسې ته توصيه کوو چې څومره کولای شئ؛ وخاندئ او پوه شئ چې ټول انسانان د خندا زده کولو وړتيا لري.
د خندا د ګټو په هکله څو ټکي
د خندلو پر وخت په مخ کې ۱۷عضلات او د بدن په نورو برخو کې ۸۰ عضلات په حرکت راځي.
د خندلو په وخت کې په زړه او په ټولو غړو کې د وينې ګرځېدل چټکېږي او په همدې خاطر ځينو خلکو ته توصيه کېږي چې سهار د خوب له ځايه تر پاڅېدو مخکې؛ څومره چې کولای شي په زوره زوره وخاندي.
د خندا په وخت کې انسان په خپلسري ډول ژوره ژوره ساه اخلي او په دې ترتيب وينې ته په زياته اندازه اکسيجن رسېږي.
هغه خلک چې خنده رويه وي؛ په ټولنه کې ورسره خلک مينه کوي او په هر چا ګران وي؛ همدارنګه د د روغ صحت خاوند هم وي.
د خندا نورې روغتيايي ګټې
خندا د وجود د زيانمن شويو غړيو د تداوۍ بهير ښه کوي.
د خندا په وخت کې په بدن کې ډېر خوشحالوونکي هورمونونه افرازېږي چې د ژور خفګان په څېر ناروغيو په تداوۍ کې مرسته کوي.
خندا د فشار او اندېښنو دښمنه ده؛ د سختې خندا پر وخت د فشار زېږوونکو هورمونونو افراز لکه آدرينالين او کورتيزول؛ کمېږي.
خندا تداوي کوونکی اغېز لري او د درد ضد ده؛ که انسان وکولای شي د درد په وخت وخاندي؛ نو د درد په کمېدو کې به د خندا معجزه وګوري.
خندا د سکون سبب کېږي؛ کله چې مونږ ډېر وخاندو؛ نو د خوښۍ احساس کوو او خپل ذهن ته دمه ورکوو.
د اضطراب يا غوصې پر وخت يوه لنډه خندا هم پوره تاثير کولای شي؛ ځکه خندا د دې سبب کېږي چې فکرونه په بله خوا حرکت وکړي.
د خندا د هيجان له ښکته تلو وروسته؛ وجود آرامېږي، شريانونه خلاصېږي، د وينې فشار کمېږي او د سکون وضعيت غالبېږي.