ژباړه: محمد عزيز پردېس
ايلين کډي وايي:
مننه او شګذاری له تاسو سره مرسته کوي چې پرمختګ وکړئ او وغوړېږئ. مننه او شکرګزاری تاسو ته خوښي او مُسکا راولي.
آيا په تېرو ۴ ساعتونو کې ښې او په زړه پورې پېښې درته مخ شوي دي؟
ښايي کومه پوښتنه مې چې دلته کړې، درته جالبه وي.
آيا تېره شپه چې چېرته وئ، ځای مو مناسب، ګرم او برابر و؟
فکر وکړئ که تاسو تېره شپه د خوب پر مهال پر سر چت نه لرلی، نو څه به شوي و؟
آيا تاسو چې په کوم ځای کې ژوند کوئ، حمام، د اوبو سيستم او نور اړينې آسانتياوې لري؟ آيا ژوند مو په عادي توګه روان دی؟
چې نن له خوبه پاڅېدئ، د دې وړتيا مو لرله چې ليدل وکړئ، کولی مو شو چې لمر او آسمان ته وګورئ؟
آيا کولی مو شول چې د خوب له ځايه پاڅېږئ، قدم ووهئ؟ ځيني کسان شته چې له دې نعمتونو څخه بې برخې دي.
د اورېدو حس په اړه څه؟ آيا ومو شو کولی چې د الوتونکو چڼهار واورئ؟ د سهارنۍ ډوډۍ پر مهال مو د چای ګرموالی او سوړوالی احساس کړ؟ تصور وکړئ که ژوند مو داسې وی چې اورېدل، ليدل، بويول …. مو نشوی کولی او يا هم د ډوډۍ ذايقه مو نشوی څکلی؛ نو د څه ډول ستونزو سره به مخ وئ؟ هو، شته داسې کسان چې له دې ټولو نعمتونو څخه بې برخې دي.
اوس پوښتنه دا ده چې زه ولې دې مسئلې ته دومره ارزښت ورکوم؟ څرګنده ده. کله چې تاسې شکر ګزاري کوئ او په نورو مثبتو احساساتو متمرکز کېږئ، ښه او په زړه پورې احساس سره مخ کېږئ. کله چې له دې احساس سره مخ شوئ، ارام، نوښت لرونکي او جوړوونکي به شئ او همدارنګه په خپلې کورنۍ او کاري چاپېريال به مو اغېز ولرئ.
په دې ليکنه کې به تاسو ته ځيني داسې تکتيکونه دروښيو چې په مرسته يې وشئ کولی تل منونکي او شکرګزذاره واوسئ.
۱- هره ورځ مو د نعمتونو په اړه فکر وکړئ
د حل لاره دا ده چې دا عادت ته مو پراختيا ورکړئ او په هغو څيزونو تمرکز وکړئ چې له امله يې مننونکي ياست. تاسو ته وړانديز کوو چې د يو کاغذ پر مخ خپل نعمتونه وشمېرئ او ويې وليکئ او دغه کاغذ په داسې ځای کې کېږدئ چې لاسرسی مو ورته اسانه وي. هره ورځ يې په اړه فکر وکړئ او د نېکمرغۍ احساس وکړئ.
۲- د مننې او شکرانې الفاظو مو په ژبه راولئ
په کور، دفتر او يا هم نورو ځايونو کې د نورو سره د خبرو پر مهال د مننې او شکرګزارۍ الفاظ هرو مرو وکاروئ. هغه کسان چې ستاسو په ژوند کې مهم اغېز لري او تاسو ته ارزښت لري، ترې مخامخ مننه وکړئ. مور او پلار ته مو زنګ ووهئ او ترې مننه وکړئ چې تاسو يې د ژوند دې پړاو ته رارسولي ياست. له رښتينو ملګرو، د ژوند له شريک / شريکې څخه مو مننه او شکرګزاري وکړئ.
۳- په ستونزو تمرکز مه کوئ
په ژوند کې له هرډول ستونزو سره مخ کېږئ. هڅه وکړئ چې ستونزې مو هوارې شي، خو دومره پکې ځان مه ډوبوئ چې خپل نعمتونه هېر کړئ. هڅه وکړئ چې ټوله پاملرنه مو نعمتونو ته واړوئ. دا کار تاسو سره مرسته کوي، هغه څه چې ستاسو په ژوندانه کې ډېر مهم دي؛ ورته توجه وکړئ.
۴- هغه کسان چې اړ دي، ورسره مرسته وکړئ
ښايي له ځانه مو وپوښتئ چې ولې نورو سره مرسته او همکاري وکړم؟ د الله تعالی نعمتونو څخه د شکر ګزارۍ په موخه يو مهم کار چې تاسو يې بايد وکړئ، د نورو سره مرسته ده. هغه کسان چې روزګار يې ښه نه دی او اړمن دي، ورسره مرسته وکړئ. د نورو سره مرسته کول مو اراموي او د رضايت احساس درکوي.
له خپلو نعمتونو څخه خوند واخلئ، ترې ګټه پورته کړئ. که شتمن ياست، شتمني مو له نورو سره ووېشئ. که د پوهې، تجربو او تکتکينو خاوندان ياست، نورو ته يې ولېږدوئ. په دې کار سره تاسو هېڅ تاوان نه کوئ، بلکې لا پرمختګ کوئ.