ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس
اضطراب او بې قراري د وروستۍ پېړۍ له ناوړو ناروغيو څخه ګڼا کېږي، چې ډېری کسان ورسره لاس او ګرېوان دي.
د بې قرارۍ او نا ارامي احساس يو مغزي اختلال دی چې په ترڅ کې يې د انسان ټول بدن د روحي او رواني فشارونو او تجربو په پايله کې زيانمن کېږي او د بې قرارۍ لامل کېږي.
مولانا په دې باور و چې:
ای همه بی قراری ات از طلبِ قرار توست
طالب بی قرار شو تا که قرار آیدت
الماني – امريکايي ارواه پوه اريک فروم په دې اړه داسې ويلي دي:
د دې پرځای چې د هغې شېبو څخه خوند واخلو چې پکې اوسو، هڅه کوو چې په انځور اخېستلو سره د هغو شېبو خاطره ثبت کړو.
که د دې جرات ولرو چې دا قانون ومنو چې نړۍ بې ثباته ده او هېڅ څه هم پايداره نه دي، نو تلپاتې ارامښت ته به ورسېږو.
ټول څه تېرېدونکي او بدلېدونکي دي، پرته له يو ( الله تعالی ) څخه.
موږ د دې لپاره چې اوسنی حالت حفظ او وساتو، بې قراره کېږو.
له همدې شېبو څخه مو خوند واخلئ، تر څو ثانيو پورې هېڅ څه مشخص نه دي.