د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ویکټ کیپر توپ وهونکی، چې په نړیوال کرکټ کې هم مشهوره څهره او د اوسني تیز ترین کرکټ رنګ شمیرل کیږي؛ لا هم یو ریکارډ په نوم لري، چې تر دې مهاله بل هیڅ توپ وهونکي نه دی ترلاسه کړی.
افغان لوبغاړی شهزاد محمدي، چې په خپلې برید کوونکې لوبې سره ډیر کله مینه وال خوښ ساتلي دي؛ په کرکټ لوبه کې د افغان لوبډلې لخوا مخکښ منډې جوړونکی، د زیاتو ۴ سلیزو جوړولو، د کرکټ په ټین لیګ سیالیو کې د تیزې نیمه سلیزې ریکارډ هم جوړ کړ، خو له دغه ریکارډونو سره سره یو بل نړیوال ریکارډ هم په خپل نوم ثبت لري.
شهزاد محمدي د ۲۰۱۷ م کال د ډیزرټ کپ په نوم ۲۰ اوریزه سیالیو کې په یوه ورځ دوه سیالیو کې مسلسل نیمه سلیزې یا پنځوسیزې جوړې کړې دي، چې لا هم په نړیوال کرکټ کې یوآځينی توپ وهونکی دی، چې دغه چاره یې ترسره کړې ده.
نوموړي د عمان خلاف لمړۍ سیالۍ کې ۸۰ او په دویمه لوبه کې د ایرلینډ خلاف ۵۲ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې وې.
د ډیزرټ کپ په نوم ۲۰ اوریزه سیالیو کې شهزاد محمدي نه یواځې په یوه ورځ دوه نیمه سلیزې جوړې کړې وې؛ بلکې په دغه سیالیو کې د ۲۰۷ منډو په جوړولو سره د مخکښ منډو جوړونکي لوبغاړي لقب هم خپل کړی و.
شهزاد محمدي د کلونو راهیسې په افغان لوبډله کې د ویکټ کیپر توپ وهونکي په حیث دنده ترسره کوي، چې په خپلې چټکې بریدګرې لوبې ترسره کولو سره لا هم په افغان کرکټ ملي لوبډله کې د یو مهم لوبغاړي رول لوبوي.