څنګه خپل ماشومان قدردانه او منندویه وروزو!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: کریستا کټلر
ژباړه: غازي عابد
دا شکر ګذاره، منندویه او قدردانه اوسیدل، هم تاسې او هم نور خوښولی شي، ځکه په دې سره مو اړیکې ښه لوري ته ځي او د نیکمرغۍ احساس خپریږي.
خو دا شکرګذاره او قدردانه اوسیدل، باید له ماشومتوبه زده ولرو، که چیرته موږ له خپلو ماشومانو سره ښه کوو، غوره به وي چې له ماشومتوبه یې قدردانه او منندویه وروزو.
دلته یې درې لارې در په ګوته کوو چې باید په نظر کې یې ونیسئ:
۱- ماشوم ته مثال اوسئ.
که چیرته ته هیڅکله ونه وايې چې (مننه) ماشوم به دې هم هیڅکله ونه وايي. ځکه ستاسې ماشومان تاسې څاري، تاسې چې څه کوئ، هغوی هم هماغه څاري او کوي یې. یعنې تاسې خپله ماشوم ته یوه بیلګه یاست.
ضرور ده چې د خپل ماشوم سره ډیر مهربانه چلند وکړئ. هر کله یې چې یو کوچنی ښه کار هم وکړ یا تاسې ورته د کوم کار وویل او ترسره یې کړ، مننه ترې وکړئ او ځان خوشحاله او شګر ګذاره ونیسئ. ځکه که تاسې له خپل ماشوم سره نن داسې وکړل، پوه شئ چې سبا به دا ماشوم له نورو سره هم همداسې چلند وکړي.

۲- هیلې یې ورزیاتې کړئ.
د منندویه او شګر ګذاره اوسیدو یوه لار هیله ورکول دي. هڅه وکړئ چې خپل ماشومان د هغه څه له امله چې هغوی یې لري او ورسره شته، منندویه یې کړئ او داسې یې وروزئ چې په خپلو شتو باندې شکر وباسي او راتلونکي ته هیله من شي. همداراز کوښښ وکړئ، هغه شیان چې له امله یې تاسې او ستاسې کورنۍ منندویه یاست او غوسه او خفګان یې له منځه وړی، هغه هم خپل ماشوم ته ور زده کړئ. کیدای شي په دې کې د نورو د خبرو تیرول، له نورو سره ښه چلند، پابند اوسیدل، نورو ته احترام او داسې نور شیان شامل وي.

ددې ترڅنګ ممکن تاسې خپل ماشوم ته دا ډاډ ورکړئ چې روښانه راتلونکی به لرئ…، کله چې هغه له ځانه سره داسې یو اطمنان لري، نو ژوند کې به په ډیرې مننې او قدردانۍ سره مخته ځي.
۳- لانجه ورسره مه کوئ.
که چیرته ستاسې ماشوم منندویه اخلاق نه لري، بیا هم لانجه او شخړه ورسره مه کوئ، بلکې نرم چلند ورسره وکړئ. ورسره کیښنئ او په دې یې په ارامه پوه کړئ چې له چا مننه کول یا شکر ایستل، څومره ګټه لرلی شي، نور خلک څومره زیات خوشحالولی، ستاسې نوم څومره ښه کولی او په نورو مو څومره ګرانولی شي.

باید موږ پوه اوسو چې کله ماشوم پوه کوو یا ورته ښه لاره ښيوو دا اسانه نه کیږي، بلکې حوصله او زغم غواړي. ته به کوښښ کوې چې ژر باید زما په شان شکر ګذاره، قدردانه او منندویه رویه او کړنلاره خپله کړي، خو هغه به مقاومت کوي او کوښښ به کوي چې په خپله لار روان اوسي، نو دغسې مهال که له شخړې او زوره کار واخلئ، زیات تاوان کوئ، ځکه نو غوره ده چې په ارامه او لږ څه وخت وروسته ورته په منظم ډول، د منندویه، شکر ګذاره او قدرادانه اوسیدلو او له خلکو او مشرانو سره د ښو اړیکو او احترام لرلو درس ورکړئ.