د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ سپین بالینګ راج کوي !

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د کرکټ لوبې نړیوالې شورا لخوا چې د سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې د لوبډلو او لوبغاړو ترمنځ وخت نا وخت تغیرات لیدل کیږي؛ په اوسني وخت کې د مختلفو هېوادونو سپین یا سوکه د بال چرخیدونکي توپ اچونکي د تیزو بالرانو په نسبت په دغه درجه بندۍ کې راج کوي.

 د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په وروستۍ اعلان شوې درجه بندۍ کې ښکاري، چې په درې واړو فارمټونو کې سپین بالران ځای لري، خو د ۲۰ اوریزه سیالیو په درجه بندۍ کې بیا له لمړۍ مقام څخه تر دولسم مقام پورې ۱۱ سپین توپ اچونکي یو بل پسې دي.

 د اعلان شوې درجه بندۍ له مخې په لمړي مقام کې افغان راشد خان پاچاهي کوي، خو ورپسې په دویم ځای کې پاکستانی شاداب خان، دریم ځای کې هندی کولدیف یاداو، څلورم ځای کې نیوزیلینډی ایس سودي، پنځم ځای کې انګلستانی عادل رشید، شپږم مقام کې اسټرالوي آدم زیمپا، اووم مقام کې بنګله دیشی شاکیب الحسن، اتم مقام کې پاکستانی تیز بالر فهیم اشرف، نهم مقام کې هم پاکستانی سپینر عماد وسیم، لسم مقام کې سویلي افریقايي بالر عمران طاهر، یولسم مقام کې هندي ایزویندر چیهل او دولسم مقام کې افغان الراونډر محمد نبي عیسی خیل ځای لري.

همدا راز په دغه تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې بل افغان ځوان سپینر مجیب ځدران په ۴۰ م او سمیع الله شینواری په ۶۵ مقام کې ځای خپل کړی دی.

 د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ټیسټ، ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه سیالیو درجې بندي د لوبډلو او لوبغاړو د بهترینې کار کردګۍ په بنیاد سره ترسره کیږي، چې اوس مهال پکې تر ډیره سپین بالران د چټکو په نسبت وړاندې دي.

له بلخوا د توپ وهونکو درجه بندۍ په لیست کې د ټیسټ او ۵۰ اوریزه سیالیو مخکښ توپ وهونکی هندی لوبډلمشر ویرات کوهلي او د ۲۰ اوریزه سیالیو درجه بندۍ په توپ وهونکو کې پاکستانی بابر اعظم لا هم په لمړي مقام کې ځای لري.

 د توپ وهونکو ترڅنګ د الراونډرانو په لیست کې بنګله دیش شاکیب الحسن په ټیسټ، افغان راشد خان په۵۰ اوریزه او په ۲۰ اوریزه سیالیو کې اسټرالوي الراونډر ګلین مکسویل د لمړي الراونډر مقام خپل کړی دی.