په دې لارو چارو مو د ماشومانو ذکاوت او د پلټنې حس پیاوړی کړئ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش
افغاني ټولنه په عامه توګه ماشومانو ته د ذهني ودې پرځای د دوی د ذهن او روان ځپلو ته زیات پام اړوي؛ دا غلط کار دی او د ماشومانو د روان، شخصیت او راتلونکي د خرابولو سبب کیږي.
د ماشوم روان پوهنه ټینګار کوي، چې ماشومان پلټونکي، غږیدونکي او داسې عادت کړئ، چې د شخصیت او اهمیت احساس ولري.
ولې یې پلټونکي عادت کړو؟
په دې اړه دلیل دا دی، چې ماشومان که له همدې ماشومتوبه پلټونکي او ذهین نه کړو؛ په راتلونکي کې سخته ده چې ذهن یې وروزل شي او پیاوړی شي.
د ماشوم روان پوهنه ټینګار کوي، چې ماشومان مو په لوی لاس داسې وروزئ، چې ذهني پراختیا ته یې زیاته زمینه سازي وشي.
ذهني ذکاوت هم طبیعي دی او هم کسبي، د ماشومانو د ذکاوت زیاتولو په اړه هغه وخت د دوی د مور و پلار او کورنۍ مسولیت بیخي زیاتیږي، چې دوی د خپل ماشوم له ذکاوت څخه نارضایتي محسوسه کړي.
یانې وویني، چې ماشوم یې ذهین نه دی او کمزوری ذهن لري.
غیرعادي فضا ورته رامنځته کړئ
د ماشوم د ذهني ذکاوت د تقویې لپاره یو مهم کار دا دی، چې غیرعادي وضعیت یا فضا ورته رامنځته کړئ.
مثلا: بل سټایل لباس، بل ډول خواړه، بل ډول ګیلاس، قاب، د لوبو وسایل او نور شیان ورته مساعد کړئ.
دا کار ماشوم فکر کولو ته مجبوروي او ذهني ودې ته یې فضا مساعدوي.
حیران یې کړئ
داسې څه وکړئ، چې ماشوم مو حیران کړي. لکه: یو داسې دوست مو مېلمه او ماشوم ورسره ناڅاپه کینوئ، چې ماشومان یې زیات خوښیږي.
یا همداسې نورو حیرانوونکو حالاتو سره یې مخ کړئ. دا ډول حالات یې هم فکر کولو او پوښتنو ته مجبوروي.
یوه ورځ یې مکتب نه وباسئ
یوه ورځ ناڅاپه کار ته مه ځئ، ماشوم پسې مکتب ته ورشئ، را ویې باسئ، تفریح او چکر ورکړئ، نویو شیانو سره یې اشنا کړئ او په دې ډول ورته نوې خاطرې، نوې دنیا او نوې فضا رامنځته کړئ.
هغه به تل د نویو شیانو په اړه فکر او پوښتنې کوي، چې دا یې ذهني ودې ته په ګټه دي.
په ګډه خواړه پاخه کړئ
ماشومان د خوړو زیات شوقیان دي؛ هڅه وکړئ کیک یا ورته نور شیان ورسره په ګډه پاخه کړئ.
دا یوه عملي تجربه ده، چې په ذهني وده کې خورا مرسته ورسره کوي.
پریږدئ چې خپل ماشومتوب وکړي
ماشوم د لوبو، شوخیو او ورانیو حق لري؛ دا هرڅه یې کنټرول کړئ، خو مخه یې مه نیسئ.
که یې د مخنیوي کوشش وکړئ، له هغه نه د هغه ماشومتوب اخلئ او دا یې په حق کې زیاتی دی.
پر ماشوم بې ځایه قیودات وضع کول د هغه پر ذهن او روان بد تاثیر کوي.
کیسې ورته وکړئ
د شپې تر ویدیدو مخکې یا د ماشومانو د کیسو له کتابه او یا له خپل ذهن نه روزونکې فولکلوریکې کیسې ماشومانو ته وکړئ.
دا کیسې او کرکټرونه یې ماشوم په ښه او بد پوهوي؛ ښه کیدو ته یې هڅوي او له بدوالي یې کرکه راولي.
سوال و ځواب ته یې وهڅوئ
ماشومانو نه ساده پوښتنې وکړئ او د ځواب ویلو جایزې ورکړئ. همدا شان یې تشویق کړئ، چې تاسو نه پوښتنې وکړي.
دا یې هم ذهني ودې ته ډېره ګټه لري.