اسټرالوي شین واټسن لا هم د کرکټ په مستۍ کې دی !

سپینه تجريدي ډیزاین

 د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې تقاعد شوی الراونډر لوبغاړی شین واټسن لا هم په بهترینه فام کې دی.

نوموړي د اسټرالیا بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د بریسبان هیټ لوبډلې خلاف په ۶۱ توپونو لوبولو سره سلیزه جوړه کړه.

 دغه لوبغاړی، چې د اسټرالیا د کورني کرکټ بیګ باش ۲۰ اوریزه سیالیو کې د سډني تندرز لوبډلې لوبډلمشري هم ترسره کوي، په پرونۍ سیالۍ کې یې د سلیزې جوړلو وروسته د افغان سپینر مجیب الرحمن په بال ویکټ وبایلله.

 اسټرالوي شین واټسن له دې وړاندې هم په دغه لیګ سیالیو کې ۸۵، ۸۷، ۸۹ او ۹۶ پورې ناسوځیدلې منډې جوړې کړې وې، خو لا د کومې سلیزې په جوړلو نه و توانیدلی.

نوموړی که څه هم له نړیوال کرکټ څخه څنګ ته شوی دی، خو لا هم د کرکټ په بېلابیلو تجارتي سیالیو کې بهترینه لوبې ترسره کوي، چې د هندوستان (آي پي ایل) سیالیو په تیر پړاو کې یې په خپلې سلیزې چینايي سوپر کینګز لوبډله د سنرایزرز حیدر اباد خلاف د اتلولۍ جام ګټلو ته ورسوله.

 د اسټرالیا د کورني کرکټ ۲۰ اوریزه سوداګریزه سیالۍ د تیرې ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه د تیر ځل اتلې آدلایډ سټرایکرز لوبډلې پر بریا سره پیل شوې دي، چې لا هم دوام لري.

 د سږ کال اتم پړاو دغه سیالیو کې آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز لوبډلې شاملې دي، چې پکې هوبرت هریکنز لوبډله په ۶ بریاوو سره په لمړي مقام کې ده.

د دغه لیګ په ترسره شویو ۷ پړاونو کې ۳ ځل پرت سکارچرز او یو یو ځل د بریسبان هیټ، سډني سیکسرز، سډني تندرز او آډلایډ سټرایکرز لوبډلو د اتلولۍ جام ګټلی دی.

په بیګ باش ۲۰ اوریزه سیالیو کې له افغانستان څخه هم ۳ لوبغاړو ګډون کړی دی، چې پکې دویم ځل لپاره محمد نبي عیسی خیل د مبلرن رینیګیډز، راشد خان د آډلایډ سټرایکرز او مجیب الرحمن د لمړي ځل لپاره د بریسبان هیټ لوبډلې سره لوبیږي.