ژباړه: محمد عزيز پردېس
که د عجايبو مينه وال ياست، نو حتما يو ځلې ګيتورن ته سفر وکړئ؛ ګيتورن په هالند کې هغه کلی دی چې هېڅ ډول سړک يې جاده پکې نشته. ګيتورن د هالند په ونيز هم شهرت لري.
که مو وغوښتل د څه مودې لپاره د ښاري غالمعال څخه ځان لرې کړئ او د افسانو په ټاټوبي کې ژوند تېر کړئ، نو ښايي دا به بده نه وي چې د ګيثورن کلي ته يو سر ښکاره کړئ. د ګيثورن کلی په کال ۱۲۳۰م کې جوړ شو او له همغه پيله يې د نړۍ د ګرځندويانو پام ځان ته راواړوه.
په دې کلي کې هېڅ ډول سړک او يا هم د لېږد رالېږد پرمختللی سيسټم نشته او کانالونه د ارتباط لپاره يوازينۍ لارې دي.
دا ډېره د تعجب وړ ده چې په دې کوچني کلي کې ۱۷۶ پلونه موجود دي. ګرځندويان اړ دي چې دې کلي ته د راتګ پر مهال خپل موټرونه له کلي څخه لرې پارک کړي او په پلي يا د وړو کشتيو په مرسته له دې ځايه ليدنه وکړي. ګرځندويان اړ دي چې د ويسپر ځانګړو کشتيو څخه ګټه پورته کړي، ترڅو د دې کلي د اوسېدونکو لپاره مزاهمت ونشي. ويسپر هغه ځانګړې کشتۍ ګانې دي چې هېڅ ډول غږ نلري.
د ګيتورن په وېبپانه کې ليکل شوي دي چې، که تاسو کله دې سيمې ته راشئ، نو د الوتونکو د غږونو څخه به پرته بل هېڅ ډول غږ وانورئ! واه!!! څومره سکون بښونکی ځای!