په دې ۶ لارو مو ذهن آرام کړئ

رنګین تجريدي ډیزاین

لیکنه: ډاکټر دانیال جي امین
ژباړه: نوراحمد فضلي
د ذهن آرامتیا ستاسي د عصابو او وجود د روغتیا له پاره مهمه ده. خو د هغه ترلاسه کول پر خوله د هغه تر ویلو ډېر ستونزمن دي. د بېلګي په ډول: کله چي تاسي د شپې له لوري خوب ته ځئ، آیا تاسي ځانونه آرام او هوسا احساسوئ، یا دا چي سوچونه او فکرونه لکه پر یوه اربه باندي چي یوه غټه موش خورما په خورا چابکۍ سره راڅرخي، پر تاسي حمله در وړي؟ آیا تاسي احساسوئ لکه ستاسي دماغ چي ټوله ورځ د مسابقې په حالت کي وي؟ که همداسي وي، تاسي ته هغه څه در پېښه ده چي” د بیزو دماغ “ یا Monkey Mind ئې بولي، چي دا د دماغ آرامتیا ستونزمنوي.
مونکي ماینډ ( د بیزو دماغ) چه شی دی؟
د بیزو دماغ یا مونکي ماینډ یوه اصطلاح ده چي د ټولو هغو فکرونو، وسوسو، شکونو او اندېښنو ترمنځ د بې پایانه ګډوډۍ له پاره کارېږي چي موږ ورسره سروکار لرو. دا کولای سي چي موږ له ذهني آرامتیا، سکون او خوشحالۍ څخه لېري کړي، او دا مهمه نه ده چي دا ګډوډي او بې نظمي په موږ یا په نورو پوري مربوطېږي- ځکه چي د مونکي ماینډ منفي اغېزې یوشان دي.
کله چي تاسي نه سئ کولای چي څنګه خپل ذهن آرام کړئ یا مو ذهني سکون بیرته ترلاسه کړئ، قوي احتمال سته چي تاسي به بې خوبي، کمزورې تصمیم نیونه، سټریس، او حتا ژور خپګان تجربه کړئ. د مونکي ماینډ سره په ارتباط کي تکراري او واضح تفکر هم د ستونزي د حلولو موثریت محدودوي، او د انسان په وجود کي ځنډېدل، لاس اخیستنه او له ستونزو سره نه مبارزه تشویق او پرمخ بیايي چي دا ټول په خپل وار سره نوري ستونزي او ربړي زېږوي.
شاید تاسي به ددې اصطلاح سره بلد یاست چي وايي:” تاسي چي پر چشي تاکید کوئ هغه هغومره ټینګېږي “. دا پر مونکي ماینډ باندي هم صدق کوي. د مونکي ماینډ سره په جنګ کېدل به هغه ته انرژي ورکړي او نور بې ( به ئې) هم پسي قوي کړي. په بله اصطلاح، تر کومه چي موږ غواړو خپل افکار ختم کړو، موږ هغوی غټوو.
متاسفانه، مونکي ماینډ د انسان یوه برخه ده، په دې معنا چي هغه هیڅکله نه لېري کېږي. سره له دې، تاسي ددې توان لرئ چي هغه داسي ایل کړئ چي ډېر کم رامنځ ته سي.
په دې لیکنه کي موږ ۶ هغه لاري چاري درته وړاندي کوو چي تاسي کولای سئ خپل ذهن پرې آرام کړئ:
۱. میډیټيشن یا د دماغ سره روغه جوړه کول
کله چي غواړئ خپل دماغ آرام کړئ نو یوازینۍ لاره یې د هغه سره جوړه کول یا میډیټیشن دی. که تاسي لا هم د میډیټیشن سره بلد نه یاست، نو میډیټیشن ستاسي د پاملرني متمرکزه کول دي چي دا په خپل وار سره ستاسي سره مرسته کوي چي ځان آرام او هوسا احساس کړئ او تاسي ته ستاسي د ژوند په باره کي لازم پوهاوی درکوي. د میډیټيشن ډېر ډولونه سته، او همدارنګه د دماغ آرامولو ډېر تکنیکونه دي چي د میډیټيشن ترکیبات لري- چي ټول همدا ګډ هدف لري او هغه هدف د داخلي سکون او آرامتیا ترلاسه کول دي.
۲. ژوره ساه اخیستل
ژوه ساه اخیستل د دماغ آرامولو یو خورا موثر او ساده مېتود دئ. دا پر فشار او سټریس باندي د اغېز کولو له پاره هم همدومره ګټور دئ. په داسي حال کي، چي لنډه ساه اخیستل د هغه اکسېجن مقدار کموي چي ستاسي دماغي حجراتو ته ځان رسوي او وروسته ستاسي د دماغ پر هر اړخیز ماموریت (کار) باندي منفي اغېز پرېږدي، ژوره ساه اخیستل ستاسي غړي (اعضا) آراموي، ټېنشن او فشار مو کراروي، او په ښه ډول ستاسي د دماغ د کار کولو سره مرسته کوي. ژوره ساه اخیستل تاسي په هر ډول ممکنه چاپېریال او هر وخت کي اخیستلای سئ.
۳. شکر کښل او قناعت کول
د شکر کښلو تمرینول ستاسي په دماغ کي واقعي بدلونونه راولي چي ستاسي د دماغ کارکرده ګي زیاتوي او تاسي ته ښه احساس درکوي. نو ددې له پاره چي د خپل دماغ فعالیت او وظیفې ته پرمختګ ورکړئ او مونکي ماینډ اېل کړئ، په خپل ژوند کي د خپلو هستیو چي لرئ ئې قدرداني وکړئ او د لرلو په خاطر ئې همېشه شکر کښونکي اوسئ. ځکه نو را ولاړ سئ او ټول هغه څه نوملړ کړئ چي تاسې په ژوند کي لرئ، همدا روش او مهارت ستاسي ذهن آراموي.
۴. لیکل او یاداښتول
د دماغ آرامولو یوه بله موثره او ګټوره لار، د خپلو افکارو لیکل او یاداښتول دي. دا جریان ستاسي اندېښمنوونکو او منفي افکارو ته یو بل ځای ورکوي – یو بل ځای چي هغوی وکولای سي ستاسي د دماغ په څنګ کي واوسېږي. کله چي یو وار ستاسي دا افکار څرګند سي، نو بیا به ډېر وخت ددې اړتیا نه احساسوي چي ستاسي له دماغه خپل غچ واخلي، بیا ستاسي دماغ پرېږدي چي آرام وکړي.
۵. ورزش کول
تاسي به فکر کوئ چي د فزیکي ورزش ئې نو د دماغ آرامولو سره څه او یو ډول به حیران یاست، خو تاسي ته باید ووایم چي فزیکي ورزش او تمرین کولو شاید یوازینۍ تر ټولو غوره او مهمه لاره وي چي کولای سي ستاسي ذهن او دماغ آرام او روغ وساتي. ورزش مو یوازي د ویني د جریان د چټک کېدو سره مرسته نه کوي، بلخوا مرسته کوي چي ډېر نور مثبت مغذیات مو دماغ ته انتقال کړي، فزیکي ورزش په حقیقت کي عصبي حجرات (نیوروجینونه) تحریکوي. نیوروجینونه د دماغ هغه وړتیا ده چي نوي عصبي حجرات تولیدوي، په ځانګړي ډول هغسي حجرات چي مرسته کوي دماغ په خپله ځان آرام او هوسا کړي.
۶. د GABA کارول
GABA چي د ګاما امینو بیوتیریک آسید مخفف دی، د هغو نیورونونو فعالیت په کومو پوري چي مربوطیږي کموي او د یوه تر حد زیات فعال انسان د ذهن آرامېدو سبب کېږي. په ځانګړي ډول، کله چي یاده ماده په بشپړه توګه وخوړله سي. GABA د آراموونکو، متمرکزو دماغي امواجو په زیاتولو سره د دماغ د آرامېدو سبب کېږي، په داسي حال کي چي د دماغ نور اندېښمنوونکي امواج هم آراموي.
د دماغ آرامول ستاسي پر ټول وجود او سرتاسري روغتیا باندي ډېري مثبتي اغېزي درلودلای سي. ددې ساده لارو چارو په تمرینولو سره به تاسي ډېر ژر خوشحالي، او د هوسایني احساس تجربه کړئ.