ماشوم او ددویمې ژبې زده کړه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: محمد عزيز پردېس
ماشومان تقريبا په ۶ مياشتينۍ کې د مورنۍ ژبې په زده کړې پيل کوي. د دويمې ژبې د زده کړې لپاره د کورنيو عقايد او باورونه فرق کوي. ځيني فکر کوي چې د مورنۍ ژبې د زده کړې سره جوښت بايد ماشومانو ته دويمه ژبه زده کړای شي، يانې مخکې له دې چې ښوونځي کې شامل شي ( له ۶ څخه تر ۷ کلنۍ پورې ).
په اوسني عصر کې کورنۍ د ماشوم د پيدايښت سره هغه/هغې ته د دويمې ژبې د زده کړې په فکر کې کېږي، خو له بده مرغه کورنۍ اوس هم په دې اړه فکر نه کوي چې د طب او ديني لارښوونو په اساس کوم سن ماشوم ته د نوې ژبې د زده کړې لپاره مناسب او غوره دی؟
البته ټولې کورنۍ بيا په دې فکر کې نه دي، ډېرې کورنۍ شته چې د هرڅه نه مخکې ورته د ماشوم صحت مهم دی، ترڅو ماشوم د کومې ستونزې سره مخ نشي. دا چې ماشومانو ته د دويمې او يا نوې ژبې د زده کړې لپاره کوم وخت مناسب دی؟ په دې ليکنه کې يې ځواب ترلاسه کړئ.
ماشومانو ته د انګليسي يا بلې هرې بهرنۍ ژبې د زده کړې لپاره مناسب عمر:
د دې بحث په هکله متفاوت او مختلف نظريات وړاندې شوي دي، موږ هڅه کوو چې د دې بحثونو غورچاڼ له تاسو سره شريک کړو، ترڅو تاسو يې په لوستلو سره دا تشخيص کړئ چې کوم عمر ماشومانو ته د نوې ژبې د زده کړې لپاره مناسب دی.
لومړی نظر: څېړونکي په دې باور دي، که ماشوم څومره ژر د دويمې يا نوې ژبې سره اشنا شي، نو کولی شي چې د هغې ژبې مهارتونه په غوره توګه زده کړي. مطلب دا چې، که ماشوم ته مخکې له ۷ يا ۸ کلنۍ څخه د دويمې ژبې د زده کړې زمينه برابره شي، نو په اسانۍ سره کولی شي چې د هغې ژبې مهارتونه زده کړي او حتی کولی شي چې د هغې ژبې په لهجې هم ښه پوه شي. خو دا نظر ټولو ماشومانو ته صدق نه کوي. هغه ماشومان چې د مورنۍ ژبې په ويلو کې ستونزه نلري، کولی شي چې ډېر ژر دويمې ژبې زده کړي، خو هغه ماشومان چې په مورنۍ ژبه کې ستونزې لري، نو اړينه نه ده چې سمدستي ورته د دويمې زده کړې پروګرام برابر شي.
دويم نظر: ځیني محققان په دې باور دي چې اړينه نه ده ډېر ژر ماشوم ته دويمه ژبه زده کړی شي او د څو دليلونو پر اساس ماشوم نشي کولی چې په دې زده کړه کې بريالی شي.
له دې دلايلو څخه يو هم ښايي دا وي چې ماشوم په لومړيو وختونو کې نشي کولی چې کلمات په ښه توګه تلفظ کړي او همدا ناسم تلفظ د نورو لخوا د تمسخر سبب شي، چې دا په خپله د ماشوم شخصيت ته يوه صدمه ده. د څېړنو په پايله کې دا ثابته شوې چې ماشومانو ته د نوې ژبې د زده کړې ترټولو غوره وخت له ۱۱ څخه تر ۱۳ کلنۍ پورې دی.
مهمه يادونه:
په اوسني عصر کې داسې روزنتونونه د ماشومانو لپاره جوړ شوي دي چې ماشوم پکې کولی شي په يو وخت کې دوه ژبې زده کړي. د دې روزنتونونو ستونزه دا ده چې دوی پرته له څېړنو او ازمايښت څخه ماشومانو ته دوه ژبې زده کوي، حال دا چې ماشوم د ۱۳ کلنۍ څخه کښته نشي کولی چې دويمه يا نوې ژبه په اسانۍ زده کړي او ممکنه ده چې ماشوم د يو لړ ستونزو سره مخ کړي.