ژباړه: عمران لمر
په نيمه شپه کې راوېښېدل او بېرته نه ويده کېدل يوه جدي نا آرامي ده او د وخت په تېرېدو سره د اوږد وخت لپاره تکرارېږي؛ نو د دې لپاره لازمه ده چې په يوه مناسبه لاره يې درملنه وشي.
که څه هم د دې ستونزې په اړه ډېر دلايل وړاندې کېږي؛ مګر بايد پاملرنه وشي چې په نيمه شپه کې راويښېدل د شديد اضطراب په وړاندې د اعصابو غبرګون دی چې په يو معلوم وخت کې احساسېږي.
دا شديد اضطراب کولای شي د خوب په همېشني تغير بدل شي چې په دې ځای کې د بحث وړ دی.
البته هغه نښو نښانو ته هم چې د خوب له ګډوډېدو سره يو ځای وي؛ پام وشي:
کله چې شخص له خوبه پاڅېږي؛ د سختې اندېښنې احساس کوي.
شخص د زړه د ضربان د زياتېدو يا د وېرې احساس کوي.
بېرته خوب ته ستنېدل ناشوني کېږي، دا کار عصبي حالت او منفي فکرونه زياتوي.
خوب ډېر سپک وي او د وېښېدو پر وخت د ستړيا احساسېږي.
دا حالت په اونۍ کې يو او يا دوه ځل تکرارېږي.
د خوب او اضطراب تر منځ اړيکه:
که د يوې اونۍ په لړ کې متوجه شوئ چې چې د سهار د ۳ او ۴ بجو تر منځ ويښېږئ؛ نو فکر وکړئ چې کوم څه ته اندېښنه کوئ، له کوم کاره ډارېږئ، کوم دروند مسئوليت پر غاړه لرئ يا له يوې هيجاني ګډوډۍ ځورېږئ.
دا ټول عوامل د اضطراب يا زړه نازړه توب سبب ګرځي چې مونږ ورته تر ډېره پاملرنه نه کوو؛ مګر اعصاب د شپې په رواويښېدو سره د دې په وړاندې غبرګون ښيي.
په داسې شرايطو کې مونږ بېرته د ويده کېدو سره په ستونزه اخته کېږو او کله چې بريالي شو؛ نو د خوب د الوتو له وجې د زيات فشار احساس کوو.
اضطراب نېغ په نېغه د اعصابو مرکزي سيستم ګډوډوي چې په دې صورت کې د وجود په بيوشيمي کې او همدارنګه د ويده کېدو او ويښېدو په سيستم کې تغيرات رامنځته کېږي.
د دې تغيراتو مجموعه په مستقيم ډول د ويده کېدو مرحلې د خپلې اغېزې لاندې راولي.
اضطراب د خوبه د ټوټه ټوټه کېدو سبب کېږي او د خوب ژورې او قوت ورکوونکې برخې ته داخلېدل ستونزمنوي.
له دې پرته اعصاب دا اندېښنې ګواښ ګڼي چې مونږ هڅه کوو ترې وتښتو.
د خبردارۍ احساس له څو ساعته ويده کېدو وروسته په ناڅاپي ډول د ويښېدو سبب ګرځي.
په نيمه شپه کې راويښېدل د اضطراب په وړاندې د بدن يو طبيعي غبرګون دی چې په عصبي نقلوونکو او د خوب په بهير کې بدلونونه رامنځته کوي.
حل لارې يې:
هماغه ډول چې ورته اشاره وشوه؛ په خوب کې د تغيراتو راتلو سرچينه اضطراب دی. د آرام او قوت ورکوونکي خوب لپاره دا ډېره اړينه ده چې د ورځني اضطراب لامل وپېژندل شي.
د ډار يا ګواښ سره په نيمه شپه کې راويښېدل د دې نښه ده چې د خوب مسئله سمه پر مخ نه ځي.
له ځانه وپوښتئ چې په ژوند کې کوم څه د ناآرامۍ، بدمرغۍ او يا د ګواښ احساس رامنځته کوي؟
په ژوند کې مو بدلون راوړئ، لومړيتوبونه معلوم کړئ او په خپلو عادتونو کې هم داسې تغيرات راولئ چې د اعصابو تحريکوونکي وي او عصبي فشارونه را کم کړي.
ښه ده چې له ماښام وروسته نيم ساعت پلی آرام مزل وکړئ، ژوره ساه واخلئ او ټولې ستونزې يوې غاړې ته کړئ.
کور ته له راستنېدو وروسته منډه ووهئ او په ښه آرام سره خپلې بسترې ته لاړ شئ.
دا فکر تل ځانته ورکړئ چې: (( زه بايد ټوله شپه خوب وکړم؛ تر څو سبا آرامه واوسم.))
اعصاب داسې فکر کول د يو الزامي کار په حيث مني.
همدارنګه د ويده کېدو پر وخت هيڅ څه ته فکر مه کوئ؛ کولای شئ يو کتاب ولولئ او يا يوې کيسې ته فکر وکړئ؛ بل څه نه.
دا ډېره مهمه ده چې د خوب خونه مو سړه وي، هوا په ښه ډول په کې وچلېږي او په تمامه مانا آرامه واوسئ.
د خونې د تودوخې ښه درجه ۲۰ سانتي ګراد ده؛ که له دې پنځه درجې زياته شي؛ نو وجود د نا آرامۍ احساس کوي.