بله ژبه په کوم عمر کې ښه زده کیږي؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکنه: مریم محمدي
د بلې ژبې زده کړه او پرې خبرې د خلکو ترمنځ د پولو او پوهاوي کې د خنډونو له منځه وړلو کې مرسته کوي.
څېړنو ښودلې چې د نورو ژبو زده کړه، او پرې پوهېدا ان د ذهن او مغز غوړېدو کې هم رول لري.
ماشومتوب د بلې ژبې زده کړې لپاره ښه عمر دی
د ماشومانو لپاره د ډېرو ژبو د زدکړې د ګټو په هکله ډېرې څېړنې شوي، چې دلته د دې څیړونو په اړه معلومات درسره شریکوو:
۱- څېړنې ښيي چې د بلې ژبې زدکړه د ښوونځیو په ازموینو کې د ماشومانو د بریالي کېدلو چانس ډېروي.
۲- پخوا به تل دا خبر کېده چې د بلې ژبې زده کړه د ماشومانو ذهن پاشي، خو اوس ډېرې څېړنې ښيي هغه ماشومان چې دوه ژبې زده کوي، د مورنۍ ژبې په ازموینو کې لا ښه وړتیا ښودلی شي.
۳- هغه ماشومان چې په ډېرو ژبو خبرې کولی شي موضوعاتو ته له بېلابېلو اړخونو ګوري او د حل لارې ورته لټوي.
۴- په ۲۰۰۹ کال کې د اروپايي کمېسیون د خپاره کړي رپوټ له مخې، په هغو ماشومانو کې چې څو ژبې زده کوي د نوښت، ذهني نرمښت، د مسلو حل او د اړیکو جوړولو مهارتونو ډېر وي.
۵- په ۲۰۱۵ کال کې د شیکاګو پوهنتون څېړونکو په یو څېړنه کې ښکاره کړه، هغه ماشومان چې دویمه ژبه زدکوي، کولی شي موضوعاتو ته له بېل اړخه وګوري او ښه درک ولري.
۶- د بلې ژبې زدکړه له ماشومان سره مرسته کوي چې خپل ځان ته بېل دریځ جوړ کړي، نور درک او اړیکه ورسره ټینګه کړي.
۷- هغه ماشومان چې مور او پلار په ډېرو ژبو پوه کړي وي، ښايي اوس یې په قدر پوه نه شي چې مور او پلار څومره لویه ډالۍ ورکړې خو په راتلونکې کې به ډېر ترې خوشاله وي.
د بلې ژبې زده کړه څه ګټه لري؟
ستونزې حلوي
د ماغزو په اړه څېړنو ښودلې چې د نورو ژبو زده کول ستاسو د ماغزو کړه وړه زیاتوي، د پاملرنې تر څنګ مو یادښت او حافظه هم ښه کېږي. په سکاټلنډ کې څېړنو ښودلې چې دوه ژبي ماشومان له هغوی چې یوازې یوه ژبه یې ویله د ستونزو په حل کې تکړه ول.
د ژبو پوهېدا کلتوري او ټولنیز فرصتونه زیاتوي
له بېلابېلو خلکو سره خبرې د دې لامل کېږي چې خلک په نویو کلتوري بدلونونو پوه شي، په ژبه، کلتور، فلم او تاریخ پوهېدا یې اسانه کېږي، چې دا پخپله د ټولنو تر منځ راکړه ورکړه زیاتوي.
د ندې په موندلو کې اسانتیا رامنځ ته کوي
که تاسو په یوه بله ژبه پوه شئ نو د کار موندل درته اسانه کېږي، ځکه ډېری کار ورکوونکي داسې کسان غوره بولي چې وکولی شي له مروجې ژبې پرته په نورو هم وغږېږي.
نظر کې بدلون راولي
که تاسې له هېواده بهر سفر نه وي کړی هم، خو چې بله ژبه زده کړئ، تاسې نړۍ ته په بل ډول ګورئ، ستاسو پوهه زیاتېږي، له دې سره زغم، د بدل نظر اورېدل او توکمیز توپیر باندې پوهېږئ.