ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي
ګرانښت او صمیمیت د یوې اړیکي بنیادي برخه جوړوي. که تاسي یوه نوې اړیکه راپیلوئ، یا له وړاندي مو د اړیکي اساس ایښی وي، په دواړو حالاتو کي، دا خورا مهمه ده چي ستاسي او ستاسي د ژوند د ملګري ترمنځ د داسي دوستانه او صمیمي اړیکي عادت ونیسئ. ډېری داسي فکر کوي چي صمیمیت ذاتاً په یوه اړیکه کي رامنځ ته کېږي، خو موږ وایو چي تاسي باید صمیمیت د یوه تخم په شان وکرئ.
پر صمیمیت ولاړي اړیکي جوړول
د انسانانو په حیث، دا زموږ ذاتي او فطرتي غوښتنه او اړتیا ده چي یو وبل ته نژدې واوسو. په یوه اړیکه کي، دا صمیمیت تر جنسي اړیکو په مراتبو زیات دئ. جوړې باید پخپلو کي د تلپاتي صمیمیت بڼه داسي جوړه کړي چي د یوه وبل په څنګ کي متقابل محبت، مینه، درنښت او درک ومومي. همدا نژدې واله ده چي د دوئ اړیکه قوي کوي او هغې ته پایښت ورکوي. ددې له پاره چي پوه سئ څنګه په یوه اړیکه کي صمیمیت رامنځ کړئ، نو موږ ئې په دې لیکنه کي پر ۱۳ عمومي او ۴ فرعي مادو ږغېږو چي په مرسته ئې تاسي کولای سئ خپلي اړیکي مو پر صمیمیت او ګرانښت بناء کړئ:
۱.له منني ئې راپیل کړئ
په یوه اړیکه کي صمیمیت او ګرانښت له دې ټکي راپیلېږي چي تاسي د ژوند ملګري ته وښیاست چي د هغه/هغې منندوی دئ. دا کولای سئ چي د زړه له کومي د:” ډېره مننه “ ویلو له لاري ښکاره کړئ خو درسره وې (وئې لیکئ) چي دا باید یوازي په خوله تر ویلو پوري محدود نه سي، بلخوا ستاسي د ژوند د ملګري/ملګرې سره ستاسي په چال چلند کي هم باید ښکاره کړل سي؛ دا چي تاسي د هغوی یا هغوی ستاسي سره څنګه چال چلند کوي.
ستاسي دا ډول رویه باید هره ورځ ښکاره کړه سي. دا ددې له پاره وکړئ چي ستاسي د ژوند ملګرې پوه سي چي تاسي ددې څومره منندوئ یاست چي هغوی په ژوند کي لرئ. وخت پر وخت، ځیني پخوانۍ خاطرې ور په یادوئ چي څنګې (څنګه ئې) تاسي د یوه وبل سره نژدې کړلاست. د هغې لومړۍ شېبې یا لحظې په اړه فکر وکړئ چي تاسي یو د بل سره ملاقات وکړ، ستاسي هغه لومړۍ شېبه چي تاسي په فزیکي ډول د یوه وبل سره خورا ګران واست، او نور هر هغه څه چي ستاسي او ستاسي د ژوند د ملګري د میني او شکرکښلو احساسات راویښ کړي.
۲. زده یې کړئ چي تر خپل وسه څرګند واوسئ
که څرګند اوسېده درته ستونزمن وي، حتمن باید ورباندي کار وکړئ هغه ځکه چي تاسي غواړئ د ژوند له شریک/شریکي سره مو ډېر ګران او صمیمي اوسئ. حتا هغه ډېر درونګرا او پټ اشخاص اړ دي چي وکولای سي د ژوند له ملګري سره ئې ژوند، احساسات او ډېر شخصي افکار څرګند او واضح اوسي. سمه ده چي دا به آسانه نه وي، خو دا د هغو جوړو له پاره چي هیله لري د یوه وبل سره ډېر نژدې او صمیمي اوسي- خورا مهم دي.
۳. د صداقت او رښتینولۍ تمرین وکړئ
ددې په څنګ کي چي څرګند اوسئ، په همدومره اندازه دا هم مهمه ده چي د خپل ژوند له شریک سره صادق او رښتیني واوسئ. هو، وي به داسي څیزونه چي تاسې نه سئ کولای هغه شریک کړئ، خو له صداقت او رښتینولۍ بغیر به همېشه ستاسي او ستاسي د ملګري ترمنځ یو خنډ وي.
کله چي غواړئ په رښتیا سره یو د بله ګران اوسئ، ددې له پاره باید تاسي د ژوند له شریک/شریکي سره په بشپړه توګه څرګند او واضح اوسئ. که په ژوند کي مبهم څه ونلرئ، تاسي به په ډېري آسانۍ سره وکولای سئ چي یو دبله سره ډېر نژدې ځانونه احساس کړئ چي تر دې وړاندي به مو هیڅکله نه وي تجربه کړي.
۴. کوښښ وکړئ چي د ژوند ملګری/ملګرې مو هوسا کړئ
موږ ټول د میني و محبت د اظهار بېلابېلي ژبي لرو. کله چي غواړئ ستاسي او ستاسي د ژوند د ملګري ترمنځ د صمیمیت اړیکه جوړه کړئ، تاسي او ستاسي د ژوند ملګری/ملګرې اړ یاست چي د یوه وبل د میني و محبت د اظهار په ژبو پوه سئ. موږ ټول بېلابېل څه د هوسایني په موخه کوو، هرڅوک په څنګ کي یو داسي چا ته اړتیا لري چي د هغوی حمایت وکړي او پر وخت ورته حاضر سي.
په داسي حال کي، چي ډېری جوړې د صمیمي احساساتو په رامنځ ته کولو کي له دې څخه پاته راځي چي د ژوند له ملګرو سره څه ډول چلند وکړي کله چي هرڅه سم مخ ته نه ځي. د مشخصو کړنو په ځواب کي هر څوک ممکن مثبت یا منفی کړنه ترسره کړي، نو ځکه خو دا مهمه ده چي څنګه د خپل ژوند له شریک/شریکي سره چلند وکړئ.
۵. د خپلي اړیکي په اړه عملي اوسئ
هو، ډېرکله داسي وختونه هم راځي، چي هلته اړیکي یو دبله سره رقابت کوي، خو کله چي خبره د اوږدمهاله ګرانښت او صمیمیت اړیکو ته راځي، موږ باید ګټور او عملي اوسو. رښتیا دا دي چي صمیمي احساسات کېدلای سي چي د څیزونو په ساده والي کي وموندل سي. عملي څیزونه لکه په ګډه د بودیجې جوړول یا د راتلونکي له پاره پلانونه جوړول تاسي په بشپړه توګه یو په بل پوري تړي په داسي طریقه چي هیڅ کومه د فلم صحنه یا کیسه تاسي یو په بل پوري نه سي تړلای.
۶. د خپل ماشومتوب په اړه وغږیږئ
تاسي به یې فکر هم نه وي کړی چي د صمیمي اړیکي جوړولو په موخه د خپل ماشومتوب په اړه خپل د ژوند شریک/شریکي ته ږغېدل، د هغه/هغې سره د یوې پُر صمیمیته اړیکي د جوړولو له پاره بهترین موکې ده. کله چي د خپل ژوند له ملګري سره د خپل ماشومتوب دوران د خوندونو او دردونو په اړه ږغېږئ دا ستاسي د ژوند ملګرو ته ستاسي په ذهن کي یو مشخص بصیرت ورکوي؛ په دې سره تاسي دوئ پوهوئ چي تاسي څنګه ماشومتوب تېر کړی او څنګه د ځوانۍ دې اوسني پړاو ته را رسېدلي یاست.
۷. د ځان د ترقۍ په اړه بحث وکړئ
همداسي چي د ځان پرمختګ زموږ سره مرسته کوي چي خپلو ځانو ته نژدې سو، د یوې جوړې په حیث د ځان د ترقۍ په اړه بحث کول د دواړو؛ خاوند او مېرمن سره مرسته کوي چي د خپل صمیمیت حس ته پیاوړتیا ورکړي. بحث داسي راپیل کړئ چي څنګه ستاسي د ژوند ملګري ځان را پورته کړ، هغه/هغې ته وایاست چي تاسي پر هغه/هغې ویاړئ. همدا چي موږ ټول د ځاني پرمختګ تعقیبولو له پاره عملاً اړ یو، د جوړو له پاره دا خورا مهمه ده چي عمداً خپلي اړیکي داسي ټکي ته یوسي چېري چي دوئ له دې هم زیات پرمختګ کولای سي.
کله چي د خپلي اړیکي له پاره له خپل ځاني پرمختګه ږغېږئ، هغه داسي را شروع کړئ چي له مودې څخه تاسي د ځینو مشخصو څیزونو په اړه فکر کوئ خو لا تر اوسه زړه نازړه یاست چي په اړه ئې له خولې حرف را وباسئ. په یادو څیزونو کي کېدلای سي چي: له قضاوته وېره، نه درک کېدل، یا داسي احساس لرل چي تاسي ته هغسي ارزښت نه درکول کيږي کوم چي باید درکړل سي- شامل اوسي.
۸. یو وبل ته غوږ سئ
یو وبل ته نژدې کېدل همېشه په دې معنا نه دي چي تاسي دي له خورا سختي احساساتي تجربې تېر سئ. یوازي له خپل ملګري وغواړئ چي تاسي ته خبري وکړي همدا به تاسي دواړه یو وبل ته تژدې کړي. د داسي خبرو اترو پر مهال، دا خورا مهمه ده چي په بشپړه توګه یو پر بل تمرکز وساتئ. ډېرکله، د ورځنیو بنیادي څیزونو په اړه بحث کول به تاسي ته ددې موکې مساعده کړي چي تاسي د ډېرو پېچلو او خورا عمیقو څیزونو په اړه بحث وکړئ.
۹. حساس اوسئ
د حساسیت تجربه کول آسانه نه دي، خو دا ستاسي د شریک/شریکي سره د صمیمي کېدا له پاره لنډه لاره ده. کله چي تاسي غواړئ یو څوک وپېژنئ، تاسي باید بیا-بیا حساس جوړ سئ. د یوه اوږدمهاله شریک سره، دا ممکنه ده چي په آسانۍ سره هغه حساسیت هېر کړئ چي تاسي د خپلي اړیکي په لومړیو کي تجربه کړی دئ. کله چي تاسي غواړئ چي ډېر حساس جوړ سئ، دا مهمه ده چي ډاډه سئ چي ستاسي د ژوند شریک/شریکه هم ورته عمل کوي. په یوې اړیکي کي چي حساسیت او خوږ/درد وړل یو طرفه وي دا اړیکه د صحت او روغتیا په زیان ده.
۱۰. پوښتني وکړئ
کله چي پوښتني کوئ دا به فطرتاً تاسي سوق کړي چي د خپل ژوند د ملګري په اړه ډېر وپوهېږئ. مهمه نه ده چي تاسي نن دا اړیکه راپیل کړې ده یا کال، لس یا شل کاله مخکي، ستاسي د ژوند ملګری/ملګرې هغه څوک دئ چي تاسې هیڅکله په اړه پوهېدل پرېنږدئ. څنګه چي تاسي همېشه تغيرېږئ، همداسي ستاسي د ژوند ملګری هم کېدلای سي. هرڅومره چي په اړیکه کښي سره نژدې کېږئ پوښتنو او سوالونو کولو ته ادامه ورکړئ. دا پوښتني به ددې سبب سي چي تاسي د خپل ژوند د ملګري له ذاتي او فطرتي افکارو او احساساتو سره همږغي پاته سئ.
۱۱. د صمیمیت هره ممکنه بڼه عملي کړئ
کله چي صمیمیت یوازي تر جنسي اړیکو پوري محدود نه وي، د صمیمي اړیکو بېلابېلي بڼي او مختلف ډولونه دي. د صمیمیت ټول ډولونه عملي کول به تاسي یو وبل ته دومره نژدې کړي چي تاسي له دې وړاندي هیڅکله هومره نژدې نه واست:
• فزیکي؛
• هوښیار؛
• احساساتي؛
د صمیمي توب هر یو اړخ ستاسي له پاره اړین دئ چي د خپل ژوند له ملګري سره نژدې سئ. ډېری ماهرین وړاندیز کوي چي د صمیمي جوړېدو په موخه د پورته درو ډولو په اړه ږغېدل د جوړو له پاره بهترینه لاره ده چي یو وبل درک کړي.
یوار بیا هغه د منني د اظهار خبري ته ځو، خپل ملګري ته ښیاست چي تاسي د هغه/هغې څومره منندوی یاست؛ هغه څنګه تاسي لمسوي، څنګه تاسي ته احساس در پیداکوي، او څنګه تاسي په خورا هوښیارۍ سره درک کوي، په دې سره به دا صمیمي احساسات په دوئ کي لا قوي او پیاوړي سي.
۱۲. د ژوند ملګري ته مو ووایاست چي مینه ورسره لرئ او ولي
دا که ستاسي د ژوند د ملګري پر ځای مئینتوب تحریکوي یا نه، خو دا همېشه ښه وي چي پر ټولو هغو دلایلو پوه سې چي په سبب ئې یو څوک ستاسي سره مینه لري. خپل د ژوند ملګري ته ویل چي مینه ورسره لرئ دا د پر صمیمیت او ګرانښت بنا یوې اړیکي خورا مهمه برخه ده. ځکه دا مهمه ده چي ستاسي د ژوند ملګري پوه سي چي تاسي په رښتیا د هغوی سره مینه لرئ، او برعکس.
۱۳. یو د بل سره لیدل مه پرېږدئ
د وخت په تېرېدو سره د یوې اړیکي هغه لومړنۍ روښانه شمعه فطرتاً ویلي کېږي، ځکه نو دا خورا مهمه ده چي جوړې عمدتاً او قصداً دا شمعه روښانه او ژوندۍ وساتي. داسي چي په منظم ډول دي د لیدلو یا ملاقات شپې ولري، له دې وروسته به جوړې په خورا فعاله توګه د خپلي صمیمي اړیکي د همداسي ساتلو له پاره کار کوي. د لیدو کاتو دا لاندي نظریات په پام کي درسره وساتئ:
۱. ګډ تمرین وکړئ
د یوې شېبې له پاره ګډ تمرین کول ستاسي د وجود او بدن جوړولو سره مرسته کوي، او هم ستاسي او ستاسي د ژوند ملګري د یوځای او نژدې کولو سره. د ګډ تمرین پر مهال چي کوم اندروفینونه خارجېږي دا د جوړو سره مرسته کوي د یوه وبل په اړه مثبت احساس وکړي.
۲. یوځای لوستل وکړئ
ډېری کسان خیال پلو وهي چي د ژوند له ملګري سره په تفرېح وتلي وي، یوازي تفرېح نه ده. وخت ټاکل او بیا هلته په ګډه کتاب ولستل او بیا هغه بحث کول به دواړو؛ خاوند او مېرمني ته اجازه ورکړي چي یو د بل سره ډېر صمیمي احساس وکړي.
۳. د کور کار په ګډه وکړئ
دا شاید لیده کاته نه معلومېږي، خو دا یقیناً د جوړو د نژدې کولو یوه لاره ده. دا که تاسي په بشپړه توګه ټول کور پاکوئ یا د کور ځیني معمولي کړني یوځای او په ګډه کوئ، تاسي به وګورئ چي دا کارونه څومره مرسته کوي چي تاسي د خپل ژوند له ملګري سره ځانونه صمیمي احساس کړئ.
۴. په تفرېح او سیرعلمي یا د سپورټ له پاره ووځئ
په مجردۍ کي جوړې حتمن د ځینو لوبو، ساعتیریو، بازیو او تفرېح له پاره تللي دي او ځي. خو دا هر څه په ګډه کول به جوړې داسي جوړي کړي چي د یو وبل د پام وړ وګرځي او یو دبل سره ځانونه صمیمي احساس کړي.
په اړیکه کي پر صمیمیت باندي وروستنۍ لارښووني:
رښتینې مینه د جوړو ترمنځ پر صمیمیت او ګرانښت باندي رامنځ ته کېږي. وي به داسي کسان چي فکر کوي مینه همېشه نه پاتېږي، مینه همېشه پاتېږي. سره له دې، ددې له پاره چي ډاډه سو جوړې یو دبل سره نژدې او یو وبل ته متعهدي پاتېږي، دا د هر یوه؛ خاوند او مېرمني وظیفه ده چي یو وبل ته د نژدې کېدو او متعهد کېدو له پاره تلاش وکړي. له دې پرته بله هیڅ لاره نسته چي تاسي ځانونه یو وبل ته صمیمي احساس کړئ؛ مګر همدا چي تلاش به کوئ او دا تلاش به همېشه کوئ.