د بنګله دیش د کورني کرکټ په غوره لیګ ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د افغان لوبغاړي حضرت الله ځآځي په چټکې برید کونکې توپ وهنې ډهاکه لوبډله دویمې بریا ته ورسوله.
افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د ارج شاهي کینګز خلاف ۷۸ او په دویمه سیالۍ کې یې د کولنا لوبډلې خلاف ۵۷ چټکې منډې جوړې کړې.
د (بي پي ایل) په نوم پیل شویو روانو لوبو کې تر دې مهاله ۶ لوبې ترسره شوې دي، چې پکې حضرت الله ځاځی په دوه اننګزونو کې د ۱۲ شپږیزو په وهلو او ۱۳۵ منډو مخکښ توپ وهونکی دی.
دغه سوداګریزه سیالۍ د ۷ لوبډلو په ګډون درې ورځې وړاندې د روانې جنورۍ میاشتې په ۵ مه نېټه بنګله دیش کې پیل شوې دي، چې د فیبرورۍ میاشتې تر ۸ مې پورې به دوام وکړي.
په دغه لیګ سیالیو کې د نورو بهرنیو لوبغاړو ترڅنګ افغان لوبغاړي هم شتون لري، چې پکې حضرت الله ځاځی د ډهاکه ډینامیټس، شهزاد محمدي او نجیب الله ځدران د چیټاګانګ ویکنګز، ګلبدین ناییب د سیلهیټ سیکسرز، ظاهر خان د کولنا ټیټانز، وقار سلام خیل له کمیلا ویکټورینز او قیس احمد د راج شاهي کینګز لوبډلې سره د لوبیدو په موخه بنګله دیش ته تللي دي.
د بنګله دیش سربېره په دې لوبو کې د اسټرالیا، انګلستان، افغانستان، پاکستان، سریلنکا، ویسټ انډیز، جنوبي افریقا، نیوزیلینډ، زیمبابوې، ایرلینډ او نیپال هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلو لوبغاړي شامل دي.
ګډون کوونکې ۷ لوبډلې کمیلا ویکټورینز، چیټا ګانګ وایکنګز، راج شاهي کینګز، رانګپور رایډرز، کولنا ټیټانز، ډهاکه ډینامیټس او سیلهیټ سیکسرز به په لمړۍ مرحله کې دوه ځلې یو بل سره مخامخ شي، چې ورڅخه به مخکښې لوبډلې د پلای آپ مرحلې ته ورسیږي.
د بنګله دیش غوره لیګ لیګ ۲۰ اوریزه سیالۍ د لمړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ م کال پیل شوې دي، چې له هغې راهیسې یې دا شپږم پړاو دی او پکې درې ځلې ډهاکه ډینامیټز، یو ځل کمیلا ویکټورینز او په تیر وروستي پړاو کې یې رانګپور رایډرز لوبډلې د اتلولۍ جام ګټلی، چې سږ کال له خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.