ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي
هیڅ اړینه نه ده چي د ژوند له هرڅه دي په تفصیل سره د نورو سره بحث کړل سي؛ ډېر کله مو یو څوک اوري او سملاسي یې پر ژبه راوړي. خپل رازونه مو له ځان سره وساتئ. له هر چا سره خپل شخصي مالومات شریکول، په ځانګړي ډول بیا ډېر حساس هغوی مو د خپه کېدو سبب کېږي. دلته ځیني هغه مهم رازونه درسره شریکوو چي هیڅکله یې باید چاته ونه وایاست:
ستاسي شخصي افکار
د مشخصو موضوعاتو په اړه ستاسي افکار او نظریات باید ستاسي د باورونو سیسټم پاته سي، داسي څه نه چي تاسې نور پرې تحریکوئ. د بېلګي په ډول، د ژوند یا مرګ په اړه ستاسي افکار کېدلای سي چي بېلابېل غبرګونونه په ځان پسي ولري کله چي تاسې هغوی د بحث موضوعات ټاکئ. باید پوه سئ چي ستاسي افکار ستاسي تعبیر دي افاقي حقیقت نه. دا دريځ به تاسي له شخړو او استدلال څخه وساتي.
ستاسي بشردوستي
د یو چا لاس نیول یا کوم بل د سخاوت کار کول د افرادو او زموږ د ټولني د ودي سره مرسته کوي، خو دا به هاله ډېره غوره وي چي له داسي یوه کاره ستاسي هدف شهرت ځان ښودنه نه وي. که تاسو نورو ته ښیاست چي تاسي څومره بشردوسته یاست، دا ډېر وخت داسي ایسي لکه تاسي چي ځان ښکاره کوئ او یو ډول لاپي وهئ. کېدلای سي خلګ داسي فکر وکړي چي تاسي دا کار د ځان ښودني او مشهوره کېدو له پاره کوئ. د خلګو سره مرسته وکړئ خو ځان مه ښکاره کوئ همدا د قرآن مفهوم هم دی.
ستاسي موخي
ستاسي موخي باید تر هغو پټي پاته سي ترڅو چي مو هغوی تر لاسه کړي او یا ځانونه هلته ور رسولي نه وي. که له وړاندي د خپلو موخو او اهدافو په اړه وږغېږئ دا ممکن ددې سبب سي چي نور خلګ ستاسي افکار غلا کړي او خپله کار ورباندي وکړي، له خنډونو او موانعو سره په مخامخ کېدا کي تاسي ممکن دا نه وي یاداښت کړي. ددې په شان یوه فاسده تجربه به مو هاله پر دې کار پښېمانه کړي چي تاسي خپل پلانونه نورو ته د وخت څخه مخکي روښانه کړئ، نو ځکه خو وایم چي دا دي درسره راز پاته وي. هغوی محفوظ وساتئ.
ستاسي ژوند بڼه
ستاسي د شخصیت په اړه مشخص تفصیلات، لکه ستاسي د جنسي ژوند، مذهبي ژوند، بدو خاصیتونو، او… په اړه مشخص تفصیلات بهتر دي چي تر هغو راز پاته سي ترڅو چي مو داسي څوک موندلی نه وي چي تاسي ورباندي باور ولرئ کله چي د هغه/هغې سره خبري کوئ. دا مهمه نه ده چي تاسي خپل دروني احساسات د هر چا سره شریک کړئ. حتا ممکنه ده چي دا کار ډېر کله په بحث او استدلال بدل سي کله چي نور خلګ ستاسي د ژوند بڼي له انتخابونو سره موافق نه وي.
د کور دروني موضوعات
دا نه معقوله ده او نه هم اړینه ده چي د کور قیصې او شخړي دي دباندي راوایستلي سي. دا ستاسي د یوه شخصیت په حیث بې شخصیته کوي او کولای سي چي ستاسي کورنۍ مسخره او ریشخند کړي. ډېر کله دا کیسې بیا تر هغه وخته هم شروع وي، چي حتا هغه موضوع به حل سوې هم وي. د کور ستونزي او مشکلات په کور دننه کي ښه حلېږي؛ د کور موضوعات مو د خپل کور په چارچوب او چوکاټ کي د خپلو خوږو په منځ کي وساتئ.