د کرکټ په نړۍ کې د ۲۰ اوریزه سیالیو غوره لیګونه په بیلابیلو هېوادونو کې ترسره کیږي، چې له ډلې یې د هندوستان «اي پي ایل»، د اسټرالیا «بیګ باش»، د بنګله دیش «بي پي ایل»، د پاکستان «پي ایس ایل» د حنوبي افریقا «ګلوبا کرکټ لیګ» او داسې نور هغه دي، چې د کرکټ نړۍ مشهوره لوبغاړي پکې لوبیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ هم د کرکټ نړیوالې شورا سره د پوره غړیتوب اخیستو او د ۲۰۱۸ م کال په پیل کې د «ای پي ایل» یا افغان پریمیر لیګ د پیل خبر ورکړ.
کرکټ بورډ د افغان پریمیر لیګ تړون د سنیکسر سپورټس په نوم یوې کمپنۍ سره وکړ.
د دې لیګ ګټې او اغیزې:
۱ – لمړۍ ګټه یې دا ده، چې له دې وروسته به افغانستان هم د کرکټ په نړۍ کې د خپل یو تجارتي کرکټ لیګ څښتن وي او د نړیوالو لیګونو په لیست کې شامل شو.
۲ – د دې لیګ څخه د افغانستان کرکټ بورډ ته په میلیونونو ډالرو عاید ترلاسه کیدای شي.
۳ – د کرکټ بورډ تر څنګ د کرکټ ملي لوبډلو او د کورني کرکټ لوبغاړو ته د عاید پیدا کولو زمینه برابريږي او د ددوي توجه هم د کرکټ په طرف کیږي.
۴ – افغان لوبغاړو ته د کرکټ نړۍ پیاوړو لوبغاړو سره د یو ځای لوبیدو موقع برابریږي، تر څو د هغوی د تجربو څخه برخمن شي.
۵ – د دې لیګ کې څخه د کرکټ بورډ د غواراوي کمېتې ته د لوبغاړو د انتخاب کار لا ډیر اسانیږي او بله یې دا چې د کرکټ نړۍ مشهورو لیګونو ته د افغان لوبغاړو ورپیژندل دي، ترڅو په هغه لیګونو کې ولوبیږي.
۶ – افغان لوبغاړو ته د کرکټ نړۍ د پیاوړو روزنکو څخه د روزنې چانس پیدا کیږي.
اندیښنه !
که د دې لیګ د منیجمینټ چارې په سم توګه تنظیم نشي، نو دا لیګ به د یو عادي لیګ په څیر ترسره شي او نړیوال به هم ورته په ښه نظر بیا ور ونه ګوري.
که د کرکټ بورډ اداره د دې لیګ بریالي کیدل غواړي او ځانته یې امتیاز ورکوي، نو په دې لیګ کې دې د اړیکو پر ځای مسلکیتوب ته اولیت ورکړي، ريښتني با استعداده لوبغاړي دې ور معرفي کړي، د غلا او فساد مخه دې ونیسي، خو لمړی دې د ځان نه پیل کړي.