له خوب نه مخکې دا کارونه مو ګډ ژوند نېکمرغه کوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: بشر دروېش
د ځینو خلکو ګډ ژوند بې دلیله نېکمرغه او د نورو د پام وړ نه وي؛ هغوی ځینې عادتونه او اصول لري، چې عمل ورباندې کوي او په پایله کې یې خپل ژوند نېکمرغه کوي.
په دغو عادتونو او برخو کې یوه مهمه یې خوب دی.
خوب د ګډ ژوند ترټولو مهمه برخه ده، ځکه خوب دی، چې د یوه ژوند دوه شریکان پکې یو ځای کیږي او د ژوند د یو ځای والي ترټولو مهمه برخه تمثیلوي.
دلته د دوی مهم عادتونه او ځانګړنې درسره شریکوو، چې له پوره کولو سره یې ستاسې ګډ ژوند هم د نېکمرغۍ له خوندونو برخمنیدای شي:
د زړه له تله خبرې
له خوب مخکې باید د ژوند له ملګرې/ ملګري سره د زړه له تله خبرې وکړئ.
په خبرو کې باید دروغ نه وي، مهرباني زیاته وي، یو د بل خبرې به مینه واورئ، د ښو کارونو ستاینه وکړئ، د اندیښنو د حل لپاره ډاډ ورکړئ او هڅه وکړئ، چې کوم بې ځایه بحث درڅخه ونه شي.
ماشومان د خوب خونې ته مه پریږدئ
له خوب نه مخکې ماشومان له خپلې خوب خونې جلا او د خوب لپاره آرامه فضا درته مساعده کړئ.
یا ترهغې مه ویدیږئ، چې واړه ماشومان مو آرام ویده کړي نه وي او لوی ماشومان مو ویده شوي او خپلو کوټو ته نه وي تللي.
د موبایل غږ بند کړئ
که غواړئ د ګډ ژوند او خاصتاً د شپې لخوا له ګډ وخت تېرولو سم خوند واخلئ، د موبایل له مزاحمته ځان خلاص کړئ.
د ګډ ژوند د اصولو له مخې هیڅوک دومره مهم نه دی، چې د هغوی لپاره دې ستاسې له ستړې ورځې وروسته د آرام لپاره پيدا شوې شپه په ستونزو کړي.
د موبایل ترڅنګ د تلویزون د غږ له مزاحمت او نورو مزاحمتونو هم ځان خلاص کړئ.
په یوه وخت بسترې ته لاړشئ
د خوب بسترې ته یو بل نه مخکې مه ځئ. که داسې وکړئ او بل لوری له خپلو کارونو په تمامه مانا فراغت ونه لري، یا به ستاسې لپاره په نارامه ذهن بسترې ته راځي او یا که نه راځي ستاسې خوا به ځنې بدیږي.
نو غوره ده، چې په مشوره او له کارونو د فراغت تر ډاډ اخیستو وروسته په یوه وخت د خوب بسترې ته لاړشئ.
غېږ په غېږ کیدل او ښکلول
د ګډ ژوند د ارامه او خوندور خوب یو راز دا دی، چې د ژوند ملګري سره غېږ په غېږ شي او یوبل ښکل کړي.
دا کار د ورځې په پای کې كورته له تګ سره هم خپل عادت وګرځوئ.
ماساژ مه هېروئ
که ستړي یئ کنه، خو ښه ده چې یو بل ماساژ کړئ، یانې کېکاږئ یا چاپي کړئ.
په امریکا کې طبي څېړنو ثابته کړې، چې له خوب نه مخکې ماساژ د عصبي سیستم د ارامولو او پياوړتیا لپاره ګټوره ده.
نو تاسې دا کار مه هېروئ، یو بل ماساژ او پیاوړي کړئ.
توندې خبرې مه کوئ
که د بحث لپاره توندې خبرې لرئ او مجبور یاست، چې حتما یې وکړئ نو د کولو لپاره یې له خوب نه مخکې وخت مه ټاکئ.
خپلې ګیلې مانې بل وخت ته پریږدئ، یا کیدای شي په ځنډ سره یې بیخي د مطرح کولو ضرورت ختم شي، چې دا به ټولو نه بهتره وي.
کار هېرکړئ
ځينې د خوب پروخت هم د کار په فکر کې وي، یا یې سرته کتاب، کمپیوټر یا بل څه د کار لپاره ایښي وي، یا یې دا فکر وي، چې سباني کارونه به څنګه سرته رسوي؟
دا په ګډ ژوند کې له بدو عادتونو څخه دي، چې د ژوند د ملګرې/ ملګري حق ورسره خوړل کیږي.
دا کار به نه کوئ، کنه اړیکې مو متضرروي.