ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي
موږ اکثره په ژوند کي یوه تېروتنه کوو، هغه دا چي همېشه فکر کوو چي هرڅه باید همېشني او تلپاتي وي. دلته نن په اړیکو کي د همېشه اوسېدو پر تېروتني بحث کوو. لکه پورته چي مو وویل موږ چي کله نوي اړیکي را پیلوو، غواړو چي هرڅه” همېشني/تلپاتي“ وي.
“همېشه دي زموږ تر څنګ وي”, “همېشه دي موږ درک کړي“ او” همېشه دي موږ خوشحاله اوسو.“
کله چي موږ له انسانانو سره اړیکي راپیلوو او د واده یا د ګډ ژوند په شان نوي اړیکي ته ور داخلېږو، په دې معنا چي یوې نه پایېدونکي او له خنډونو په ډکه اړیکه کښي خپل لومړني ګامونه ږدوو. موږ ټول”انسانان ” یوو او زموږ دنننی جهان له خورا موقتو او نه پیش بینی کېدونکو څیزونو ډک دئ. نو ټول د یو او بل په څېر احساسات او طبعاً ځیني داسي موقت رفتارونه تجربه کوو چي زموږ په دننني جهان پوري تعلق لري. دا په دې معنا چي له انسانانو سره په اړیکه کښي” همېشه توب/تلپاتي والی ” شتون نلري!
” همېشه توب ” له انسانه بغیر په کوم بل موجود پوري متعلق دي. هر هغه څه چي پر انسان ختمېږي” موقت ” دي. د اړیکو ښکلا او ښایست هم په همدې کي دئ؛ زموږ وخت محدود دئ او انسانانو په خپلو اړیکو کښي تغییر کوي او د” همېشه توب/تلپاتي والي ” خوب ستونزمن کوي. هیڅ شی تلپاتي او همېشنی نه دئ خو په بریالیو او اوږدمهالو اړیکو کي” د انسانانو حضور د هغوی له نشتون څخه زیات ” دئ.
انسانان ټول عمر زموږ په څنګ کي نه سي پاته کېدلای ځکه هغوی خلوت او یوازي والي ته اړتیا لري، ځیني وختونه حتا انزاو او ګوشه نیشینۍ ته اړتیا لري. ډېر کله غُسه وي او غواړي چي یوازي واوسي او ځیني وختونه بیا خسته وي او غواړي چي ډېر کم په اړیکه کښي واوسېږي.
په پای کي، انسانان نه سي کولای چي همېشه په اړیکه کي کامل وي، خو په بریالیو اړیکو کښي انسانان پر ښه وخت په اړیکه کښي” شتون/حضور ” لري او په دې هڅه کي وي چي د اړیکي له پاره کوشش وکړي او هغه وساتي. کېدلای سي چي همېشه ونه اوسي خو په سختو حالاتو کي زموږ مرسته وکړي او یوازي مو پرېنږدي. هومره هم نه لېري کېږي چي موږ د شاته پاته کېدو احساس وکړو او دومره قدر خلوت او محرومیت راکوي څو زده کړو چي په اړیکه کښي خپلواک اوسېده او یوازي والی تجربه کړو.
د انسانانو او اړیکو د” همېشه توب/تلپاتي والي” تېروتنه خورا سخته او دردوونکې هغه ده. که همدا یو کلیدي ټکی د اړیکو په باره کي په ځانګړي ډول په ګډ ژوند کي زده کړو کولای سو چي د ګډ ژوند د رضایت په برخه کي یو ستر ګام پورته کړو.
د انسانانو ترمنځ اړیکه د اور په څېر پاته کېږي؛ مه هومره لېري اوسئ چي له یخه مړه سئ او مه هومره ور نژدې کېږئ چي تاسي وسوځوي!