ژباړه: بشر دروېش
مقاربت د ګډ ژوند او حتا ټول انسانیت یوه نه انکاریدونکې اړتیا ده.
ځینې خلک له واده نه مخکې هم سخت علاقه مند دي، چې په هر ممکن ډول چې وي له خپلې نامزادې سره جنسي اړیکې ولري.
دا کار په اسلامي لحاظ منع دی، ځکه اسلام د جنسي اړیکو لپاره خپل شرایط ټاکلي او د نامزادۍ د وخت اړیکه منع ده.
البته د نامزادۍ نه وروسته په دې شرط له خپلې نامزادې سره یو نارینه ته د جنسي لمس او نیږدې والي اجازه ورکړل شوې، چې نکاح یې سره تړلې وي.
په دې برخه کې له اسلامي احکامو وراخوا زموږ افغاني ټولنه هم حساسه ده. په ټولنیز لحاظ په عامه توګه افغاني ټولنه د نامزادې سره د یوه کوژدن اړیکې مناسبې نه ګڼي او ځانګړي وختونه یې ورته په نظرکې نیولي.
په ځینو کورنیو کې دا دود ده، چې له واده نه مخکې هم خپل زوم ته له نامزادې سره د نیږدې اړیکو حتا په یوه کوټه کې د اوسیدو اجازه ورکوي.
خو په عام ډول دا دود نشته او رواج دا دی، چې یوه جوړه باید د مقاربت پیل له واده وروسته وکړي.
په نامزادۍ کې مقاربت
د اسلامي، افغاني او نړیوالو کارپوهانو نظر دا دی، چې د نامزادۍ پروخت باید له جنسي اړیکو ډډه وشي.
دلایل یې مختلف دي. یو دلیل دا دی چې دا کار د اسلام په لحاظ منع شوی.
بل دلیل دا دی، چې د نامزادۍ پر وخت کیدای شي دغه نامزادي د ځینو ستونزو له کبله فسخه شي.
د دې ترڅنګ یو دلیل دا دی، چې کیدای شي جنسي اړیکې یوه نامزاده جوړه د واده ځنډولو ته وهڅوي؛ ځکه اړتیاوې به یې په نامزادۍ کې هم پوره کیږي.
ټولو نه لوی دلیل دا دی، چې كیدای شي د بې احتیاطۍ له کبله نامزاده حامله داره او لویه رسوایي جوړه شي.
د مقعد لخوا مقاربت
دا خبره به مناسبه نه وي، خو ضروري ده چې باید وویل شي.
په وروستیو کې اوریدل کیږي ، چې ځینې نارینه د نامزادۍ پروخت یو بل خورا غیراسلامي او غیرانساني کار ته مخ اړوي.
هغه کار له خپلې نامزادې سره د شا یا مقعد لخوا جنسي اړیکه نیول دي.
دا کار نه اسلامي دی، نه انساني ګڼل کیږي او نه د نامزادې صحت او راتلونکي ته ښه تمامیږي.
د شرایطو نامساعدوالی
په ټوله کې د نامزادۍ دوره د جنسي اړیکو دوره نه ده. نه د ځای په لحاظ یوه جوړه هغومره خلاص لاس لرلای شي چې د واده شوې جوړې په شان مطمینې جنسي اړیکې ولري، نه په ذهني لحاظ دغو اړیکو ته اماده وي؛ په خاص ډول نجونې.
سربېره پردې ګڼ نور دلایل هم شته، چې د نامزادۍ پروخت جنسي اړیکې ردوي او غلط کار یې ګڼي.
پایله
د نامزادۍ پروخت غوره دا ده، چې له ممکنه فرصتونو څخه یوه جوړه یو بل درک کړي، د راتلونکي ګډ ژوند لپاره پر پلانونو، اهدافو او امادګیو وغږیږي او په نهایت کې سره ښکل کړي، غاړه غړۍ شي خو تر دې اخوا داسې څه ونه کړي چې نه اسلام یې مناسب ګڼي، نه افغاني شرم او حیا ورسره مخالفه وي او نه د دوی له شخصیت سره په دغه مرحله کې خلاف وي.