
ژباړه : بشر دروېش
واده ساده خبره نه ده. ډېرځوانان/ ځوانانې به وینئ چې د واده عمر، شرایط او امکانات به لري خو د واده اراده به نه لري.
ډېر بیا داسې هم دي، چې واده ته ذهناً د نه چمتووالي خبره کوي.
دلته به هغه لویې نښې درسره شریکې شي، چې واده ستاسې د ذهني چمتووالي اړتیا څرګندوي. البته دا هم ښيي، چې له چا سره باید واده وکړئ. دا نښې که مو لرلې، بیا د واده لپاره ځنډ مه کوئ:
کله چې پوه شوئ، ولې غواړئ واده وکړئ
واده کول او دا چې ولې باید واده وکړئ سره تړلې مسئلې دي.
کله چې پوهیږئ ولې باید واده وکړئ، په دې مانا ده چې تاسې د واده کولو په اهدافو د زړه له تله پوه شوي یاست. یانې یوازې هدف مو له واده څخه جنسي اړیکې او له یوه چا سره ګډ ژوند کول نه دي.
که په دې سم پوه شوي نه یاست، بیا نو واده ته اړتیا نه لرئ.
ځکه واده یوه لوی بهیر ته ورتګ دی؛ هغه بهیر چې ستاسې د ژوند مسیر ټاکي او ټول اهداف مو ورسره تړلي دي.
کله چې ګډ ژوند ته پروګرام ولرئ نه یوازې واده ته!
واده یوازې د خوښۍ تر مراسمو محدود بهیر نه دی. هغه د واده لومړنی پړاو دی، چې ګډ ژوند ورسره پيلیږي.
که تاسې ریښتیا په دې پوه شوئ چې باید ګډ ژوند وکړئ او د دغه ژوند لپاره مو لازم پلان هم درلود، بیا نو واده وکړئ.
که مو داسې کوم پلان او لیدلوری نه درلود، یوازې د څو شپې موسیقۍ او له یوه چا سره د ګډ ژوند د پیلولو په هدف واده مه کوئ.
تجربې ته مو وګورئ
طبي څېړنو ښودلې، چې د واده لپاره مناسب وخت ۲۵ کلني ده.
یوازې د عمر خبره نه ده؛ که مو کافي تجربه د ګډ ژوند د پيلولو لپاره موندلې وه او پر دې تجربې متیقین وئ، نو واده یا ګډ ژوند ته مخه کړئ.
کله چې مو اړیکه ژوره وه
د ګډ ژوند یا واده یو مهم اصل دا دی، چې دا ژوند له چا سره پيلوئ.
کله چې پوه شوئ له یوه چا/ یوې چا سره مو اړیکه ډېره ژوره ده او کولای شئ په تمامه مانا یو بل ښه درک کړئ او ګډ ژوند سره وکړئ، نو د واده پریکړه ورسره وکړئ.
که د اړیکې په ژوروالي ډاډه نه وئ، نو واده کول به غوره نه وي.
باور مهم دی، ډېر شناخت نه!
کله ځینې خلک له ډېره وخته پېژنئ خو سم باور نه شئ ورباندې کولای.
کله ځینې خلک زر پېژنئ خو ډېر باور ورباندې کولای شئ.
له هغه چا/ هغې چا سره چې غواړئ ګډ ژوند پيل کړئ، د شناخت سابقې ته یې مه ګورئ، د باور کچې ته یې وګورئ او د هغې له مخې ورسره د ګډ ژوند پریکړه وکړئ.
د اختلافاتو د حل وړتیا
د ځوانۍ په پيل کې انسان ډېرحساس او احساساتي وي. هره خبره کې غواړي د ده ومنل شي.
ستاسې مقابل لوری چې ګډ ژوند ورسره پيلول غواړئ، هغه به هم خامخا همداسې وضعیت کې وي.
د دې لپاره، چې دواړه یو بل باندې خپله خبره منل غواړي، ضرور نه ده چې د ګډ ژوند له پریکړې په شا شئ.
البته نورو هغو مشترکاتو ته په کتو سره، چې تاسې یې د ګډ ژوند لپاره لازم ګڼئ او فکر کوئ له هغو سره به خوشاله ژوند ولرئ.
که مو چاسره د ګډ ژوند لپاره ګڼ دلایل لرل، بیا یې د وړو اختلافاتو لپاره مه پریږدئ.
پردې فکر وکړئ، چې تاسې په ګډه د دغو اختلافاتو د حل وړتیا لرئ کنه؟
که مو دا وړتیا لرله، بسم الله کړئ او د ګډ ژوند پر لور لاړشئ.
سربېره پردې دا ټکي هم اړین دي:
ـ کله چې مو له مقابل لوري سره د اوږدمهاله پلان په اړه توافق ترلاسه کړ. یانې مشترک اهداف مو لرل، چې څنګه ژوند وکړئ، کوم ـ کوم کارونه وکړئ، له کورنیو سره ګډ که جلا پاتې شئ او داسې نور…
ـ د کورنۍ خوښه یوه مهمه مسئله ده. داسې چا سره چې ستاسې د کورنۍ له ارزښتونو سره جوړ نه وي، طبیعي ده چې واده نه ده ضرور.