لیکنه: مریم محمدي
لکه څنګه چې د یو هیواد خلک، ژبه، نژاد فرهنګ او داسې نورې اړیکي له بل هیواد سره توپیر لري، همداسې د نوی کال لمانځل هم په هر هیواد کې ځانګړي دودنه لري چې، نن درته د المان یا جرمني په اړه خبرې کوو.
د دویچه ویلې د راپور په اساس المان کې نوی کال داسې ولمانځل شو.
د نوي کال پرمهال صدراعظمې وینا وکړه
په آلمان کې له ۱۹۶۹ م کال راهیسې د دسمبر میاشتې په ۳۱ نیټه صدراعظم/ صدراعظمه ملت ته وینا کوي. او سږ کال هم انګیلا میرکل خپل ولس ته وینا وکړه.
د نوي کال مبارکي
آلمانیان د نوي کال په مناسبت یو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ورکوي او د یو ښه کال هیله او دعا ورته کوي.
همدارنګه په نوی کال د حکومتي ادارو ترڅنګ د عامو خلکو له خوا هم د اورلوبې یا آتشبازۍ مراسم ترسره کیږي.
نوي کال له پټاکو سره پیلیږي
د نوي کال له پيل سره سم په داسې حال کې چې خلک یو بل ته مبارکۍ ورکوی هر لور ته د ارولوبو غږونه اوریدل کیږي. آلمانیان په دې باور دي چې هر څومره چې د پټاکیو غږونه لوړ وي شیطانان تښتي.
په نوي کال کې ښه ښویدنه
د نوي کال تر شپې مخې آلمانیان یو بل ته د «ګوټن رُچ» (چې پښتو ترجمه یې ښه ښویدل ده) د کلیمې په ویلو سره په نوي کال کې د پرمختګ آرزو کوي.
دا کلیمه د یهودي ژبې له «روش» څخه اخیستل شوې ده. نوي یهودي کال ته «روش هاشناه» ویل کیږي.
ډالۍ ورکوي
آلمانیان د نوي کال په شپه یو بل ته کوچني سوغاتونه یا تحفې ورکوي چې هغې ته «ګلوک برینګر» یا خوشبختي راوړونکي وایې.
په دې کوچني سوغات کې نوشابه باب، ناوکۍ او کوچني کوچني خوګان شامل دي.
ځانګړي مشروبات څښي
د نوي کال په ماښام آلمانیان یو لوی ګلاس ځانګړي شراب څښي. دا غلیظ مواد له میوو، الکهولو او جوس څخه تیاریږي چې مختلف ترکيبونه لري. په عادي حالاتو کې دا بې الکهوله هم وي.
ځانګړي خواړه تیاره وي
یو شمېر آلمانیان د نوي کال په شپه داسې خواړه خوري چې تیارول یې په ساعتونو وخت ته اړتیا لري.
دا خواړه چې په انځور کې لیدل کیږي د غوښو تکړې په غوړو کې سره کیږي او د غوښې د پارچو د حرارت له امله پنیر هم ویلي کیږي. له دې سره کچالو یا پټاټۍ او مربع هم موجود وي.
سرب ویلي کوي
په آلمان کې د نوي کال یو دود دا دی چې د سربو یوه ټوټه په قاشوقه کې تر اچول کیدو وروسته د اور دپاسه ګرمیږي.
کله چې دغه سرب ویلي شي بیا یې په عاجل ډول په اوبو کې اچوي او ویلي شوي سرب بیا مختلف شکلونه اختیاري.
دغو شکلونو او جوړښتونو ته په کتلو سره آلمانان بیا د خپلې راتلونکي په اړه وړاند وینې کوي. دې عمل ته په آلمان ژبه کې «بلای ګیسن» ویل کیږي.
د ډینر فار ون نشروي
د «ډنر فار ون» په نوم بریتانوی لنډ فلم په ۱۹۶۳م کال کې د لومړي ځل لپاره د آلمان په تلویزون کې تر خپریدو وروسته تر نن ورځې پورې هرکال د دسمبر میاشتې پر ۳۱ نیټه خپریږي.
په دې فلم کې یوه زړه ښځه خپله نویمه کلیزه لمانځي. په دې فلم کې آشپز د میلمنو راتګ له هغې څخه پټوي او دغه ښځه په پرله پسې ډول د شرابو په څښلو سره خماري کیږي.
واین څښي
آلمانیان د نوي کال په شپه له اور لوبو او مبارکۍ سره یوځای د شیمپیئن یا سپارکلن وائن په نوم شراب څښي. آلمانیان په دې نظر دي چې له دې سره زړه او روح ښاد وي.
. دوی دا کار سربیره د ډاکترانو د پرلپسې هغو خبرداریو کوي چې له خلکو غواړي په نوې کال کې دې د شرابو له څښلو ډه ډه وکړي. په المان کې هر کال ګڼ شمیر خلک د ډيرو شرابو د څښلو له کبله په بیلابیلو ناروغیو اخته کیږي.