بشر دروېش
افغان زعفران په کرنیز او اقتصادي اړخ کې د افغانستان د ملا تیر ګڼلی شوو.
دا کرنیز حاصل، چې ورځ تربلې د ودې په حال کې دی، تر هر چا زیات یې ګاونډی هېواد ایران ډېر نارامه کړی.
د کوکنارو غوره بدیل
زعفران له ۲۰۰۷راهیسې په افغانستان کې کرل کیږي.
د رسمي ارقامو له مخې اوس یې کلنی حاصل ۱۴ زره کیلوګرامو ته نیږدې شوی.
د زعفرانو لوړ قیمت او په افغانستان کې یې د حاصلاتو ښې پایلې ته په کتو سره دغه کرنیز توکی د کوکنارو ترټولو غوره بدیل ګڼل کیږي.
له ۵۰۰ کیلو ګرامو پیل شو
په لومړي ځل زعفران د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې وکرل شو.
هرات یې ځکه لومړنی ځای انتخاب شو، چې ایران سره په څنګ کې پروت دی.
ایران د کرنیزو خصوصاتو له كبله د زعفرانو یو ښه حاصل لرونکی هېواد دی.
په ۲۰۰۷ کې د هرات کرل شویو زعفرانو ۵۰۰ کیلوګرامه حاصل ورکړ.
دا کچه کال په کال زیاتیده، به ۲۰۱۴ کې خبره د کال دوه زره کیلوګرامه حاصل ته ورسیده.
په ۲۰۱۴ کې دغه کر ته ډېرپام واوښت. حکومت او خاصتاً کرنې وزارت د زعفرانو د كر د ترویج لپاره د مختلفو سیمو بزګران وروزل او ویې هڅول، چې د زعفرانو پیاز وکري.
د ۳۳ ولایتونو مهم کرنیز توکی
زعفران اوس د افغانستان د ۳۳ ولایتونو تر ټولو ارزښتناک، مشروع او په نړیواله کچه د غوره نوم څښتن کرنیز توکی دی.
د افغانستان د كرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، چې تېرکال په دغه هېواد کې د زعفرانو ۱۰ زره او ۶۰۰ کیلوګرامه حاصل ترلاسه شوی.
هغه هیله من دی، چې سږکال به دا حاصل ۱۴ ټنو ته ورسیږي.
لومړی نړیوال مقام
افغان زعفرانو د لږې سابقې باوجود په نړیواله کچه لومړی مقام ګټلی.
د افغانستان د كرنې وزارت وایي، چې دوی د دغه مقام بیاـ بیا ګټلو ته هیله من دي.
ترټولو جالبه دا، چې د افغان زعفرانو ۹۰ سلنه په تېرلمریز کال کې له هېواده بهر صادره شوې ده.
د روزنیزو هڅو زیاتوالی
د كرنې او مالدارۍ وزارت وایي به ۱۳۹۷ کې یې نیږدې یو نیم زر بزګرانو ته د زعفرانو د كر روزنه ورکړې ده.
د دې ترڅنګ یاد وزارت د هېواد په مختلفو برخو کې د زعفرانو د وچولو د ۱۸۰ ماشینونو د فعالولو خبر هم ورکوي.
سرچینه وایي، چې تېرکال یې د زعفرانو د بسته بندۍ ۶ دستګاوې هم په هېواد کې فعاله کړي او سږ کال ۵ نور دا مرکزونه هم فعالوي.
ایران او ننګونې
افغان حکومت ایران د افغان زعفرانو د چټک پرمختګ د بهیر پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ ګڼي.
ایران تورن دی، چې خپل بدل زعفران افغانستان ته صادروي او دلته د خپلو نفوذي کړیو په مرسته دغه زعفران د افغان زعفرانو په نوم نړیوال بازار ته لېږي.
دا د افغان زعفرانو د بدنامولو او ارزښت کمولو لپاره ترټولو ملا ماتونکې دسیسه ده.
د افغانستان د كرنې او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني څو میاشتې د ولسي جرګې په غونډه کې د دغې ادعا د اثبات
په توګه وویل، چې تېرکال افغان کروندګرو ۱۰ زه او ۶۰۰ کیلوګرامه زعفران تولید کړي، خو د افغان زعفرانو په نوم بهر ته ترسره شوي صادرات ۱۵ ټنه دي.
درانی وایي: زموږ له تولیداتو ور اخوا صادر شوي زعفران د ایران بدل زعفران دي، چې زموږ د زعفرانو د نوم بدولو په نیت نړیوال بازار ته صادر شوي.