بین کرافټ له بندیز وروسته بیا کرکټ ته راستون شو

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

 د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی بین کرافټ د درغلۍ له کبله د ۹ میاشتني بندیز وروسته بیا کرکټ ته راستون شو.

د «کرکټ نړیوالې شورا» د رسمي ویب پاڼې د راپور په اساس د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې دغه توپ وهونکی لوبغاړی د اسټرالیا د کورني کرکټ بیګ باش ۲۰ اوریزه سیالیو ۸ پړاو کې تجارتي لوبو کې د ګډون په موخه د پرت سکارچرز لوبډلې سره یو ځای شو.

  د ۸ م پړاو بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ د ډیمسبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه په اسټرالیا کې پیل شوې دي، چې پکې ویکټ کیپر کیمرن بین کرافټ د بندیز وروسته پرون بیرته کرکټ ته را وګرځید.

  د اسټرالیا او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د  ۲۰۱۸ م کال پیل کې د ټیسټ سیالیو په وروستي سیریز کې ۳ اسټرالوي لوبغاړي په سیالۍ کې د «بال ټیمپرینګ» درغلۍ له کبله د بندیز سره مخامخ شول، چې پکې اسټرالوي لوبډلمشر سټیو سمیت، مرستیال لوبډلمشر ډیویډ وارنر او توپ اچوونکی کیمرون بین کرافټ شامل وو.

 دغه لوبغاړي په سیالۍ کې د «بال ټیمپرینګ» یا د توپ زړونې په درغلۍ کې د ښکیلیدو له کبله د کرکټ نړیوالې شورا لخوا یواځې د دوه سیالیو له بندیز، خو اسټرالوي کرکټ بورډ سټیو سمیت او ډیویډ وارنر ته د یو کال او بین کرافټ ته د ۹ میاشتې کرکټ څخه د بندیز سزا واوروله.

  د بین کرافټ ۹ میاشتنۍ بند موده پای ته ورسیده، خو لا هم د سټیو سمیت او ډیویډ وارنر درې نورې میاشتې پاتې دي، چې لا به هم د کرکټ ډګر څخه لیرې پاتې وي.

 د دواړو لوبغاړو د بندیز د مودې له پای ته رسیدو دوه میاشتې وروسته د ۲۰۱۹ م کال کې د انګلستان په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام سیالۍ هم پیلیږي، خو اسټرالوي کرکټ بورډ لا هم د خپل پخواني کپتان سټیو سمیت او مرستیال کپتان ډیویډ وارنر د بیا راستنیدو په اړه څه نه دي ویلي.