د ۲۰۱۸ کال غوره ۱۰ کتابونه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: محمد عزيز پردېس
د امريکا متحده ايالتونو نيويارک ټايمز ورځپاڼې څو ورځې وړاندې د ۲۰۱۸ کال ۱۰ غوره کتابونو لېست خپور کړ چې په دې کتابونو کې داستاني او غير داستاني کتابونه شامل دي.
د نيويارک ټايمز مشران هر کال د لسو غوره کتابونو لېست خپروي چې په دې کې پنځه داستاني او پنځه غير داستاني شامل وي.
هغه کتابونه چې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په ۱۰غوره کتابونو کې شامل کړي دي په لاندې ډول دي:
Asymmetry: د ليزا هاليډي په قلم ليکل شوی رومان دی چې يو له هغو کتابونو څخه دی چې ليکوالان يې مجرب او مسلکي دي. هاليډي په دوو برخو کې د ( ناپوهۍ ) او ( لېونتوب ) تر عنوانونو لاندې يوه مينه ييزه کيسه او پکې د يو عراقي – امريکايي اقتصاد پوه ماجرا چې د لندن په هيثرو هوايي ډګر کې نيول کېږي، بيان کړې ده.

The Great Believers: ياد کتاب د ربکا ميخايل په قلم لیکل شوی دی. په دې کتاب کې د د شيکاګو او پاريس څو جريانات چې په ۱۹۸۰ او ۲۰۱۵ کلونو کې د ترهګريزو حملو په ترڅ کې رامنځ ته شوي، د ( سل کلن کور ) تر عنوان لاندې د يو په زړه رومان په بڼه بيان شوي دي.

The Perfect Nanny: هغه کتاب چې د ليلا سليماني په ښکلي قلم کښل شوی دی. ياد کتاب د فرانسې د ( ګنکور ) ادبي معتبره جايزه ترلاسه کړې ده. کتاب د هغه مينه ناک پرستار يا ساتونکي داستان بيانوي چې لاسونه يې د دوو ماشومانو په وينو سره دي.

There There: ټامي اورنج د دې کتاب ليکونکی دی. لومړنی کتاب چې په خپل داستان کې يې همهاله وخت، بې وزلۍ او ښاري ژوند ته ځای ورکړی دی. د دې کتاب ډېری لنډ لنډ څپرکي د امريکا د بوميانو د ډله ييزې ژبې څخه روايت کوي چې په اوکلنډ کې اوسي.

Washington Black: کتاب د کاناډايي رنګين پوسته رومان ليکونکي ايسي اوډګان درېيم کتاب دی چې د ګيلر معتبرې جايزې ګټونکی شوی او د من بوکر معتبرې جايزې لپاره هم نوماند دی. اوډګان په خپل کتاب کې د غلامۍ يا برده داری څخه د جورج واشنګټن بلک د تېښتې ماجرا بيانوي. نوموړی په دې کتاب کې د غلام لرونکي د سپين پوستي د ورور هغه په زړه پورې داستان بيانوي چې څنګه د تورپوستي سره يې اړيکې ټينګېږي.

American Prison: د دې کتاب ليکوال شي بائر دی. د دې کتاب ليکوال په ۲۰۱۴ کال کې د لوزيانا يوې کليوالې سيمې ته لاړ، ترڅو په مبدل لباس کې د وين په نامه يو خصوصي زندان کې کار وکړي. که څه هم هغه له څلورو مياشتو څخه وروسته له هغه ځايه لاړ، خو په دې څلورو مياشتو کې يې د امريکايي زندانونو د وضعيت په اړه ډېر څه لاسته رواړل او دې ته اړ شو چې دا کتاب وليکي.

Educated: ټارا وسټ اور د دې کتاب ليکوال دی. د شجاعت او پرځان باورۍ په اړه د ليکوال د خاطرو په زړه پورې او خوندور کتاب. ټارا د کورنۍ د کوچني اولاد په توګه حتی د پيدايښت نېټه يې نه وه معلومه او د پوهنتون د درس څخه مخکې هېڅکله هم ښوونځي ته ندی تللی. هغه چې د زده کړو تږی و، په کور کې يې ليک او لوست زده کړ او دمګړی په کيمبريج پوهنتون کې د تاريخ په برخه کې زده کړه کوي.

Frederick Douglass: ډيوېډ ډابليو بلايټ د ياد کتاب ليکونکی دی. تلپاتې اثر په يوې تلپاتې څېره کې. په نوموړي کتاب کې د ډاګلاس شخصي او عمومي ژوند په ښه او څرګند ډول تصوير شوی دی.

How to Change Your Mind: ياد اثر د مايکل پولن دی. د کتاب ليکوال ډېری د خوراکي توکو د اخلاقو پر ليکلو مشهور دی. د ياد کتاب موضوعات د روغتيايي توکو او موادو په اړه راڅرخي، چې پکې د درملو ګټې او تاوانونه څېړل شوي دي.

Small Fry: ليزا برنان جابز د دې کتاب ليکونکی دی. ليزا په دوو متفاوتو حالتونو کې لوی شوی؛ مور يې يوه فقيره هنرمنده او پلار يې سټيو جابز يو کلک زړی شتمن.

هغه په دې کتاب کې د خپل پلار او مور ( دوه متفاوتې نړۍ ) داستانونه په غوره توګه بيان کړي دي. هغه په دې کتاب کې د خپل پلار متفاوت تصوير نړيوالو ته څرګند کړی دی، هغه تصوير چې ټول خلک يې په مهربانۍ او سخاوت پېژني.