ژباړه: بشر دروېش
ګرنټ کاردون د خرڅلاو په برخه کې یو له ترټولو مشهورو کارپوهانو څخه دی. هغه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له خوا پخپله برخه کې په نړیواله کچه د زیاتو پلورل شویو کتابونو څښتن اعلان شوی.
دغه نړیوال اقتصاد پوه د میلیونر کیدو په اړه ځینې مهمې سپارښتنې لري، چې دلته یې درسره شریکوو:
پیسو پسې لاړشئ
پیسې لاسته راوړل یانې د خپلو عوایدو زیاتول یو مهم لومړنی ګام دی.زیات کار وکړئ، زیات عاید لرونکي کارونه ولټوئ او ښه پکې ځان وځلوئ.
یوې ادارې او کار پورې مه محدودیږئ، هڅه وکړئ یوه نقشه د کاروبار او میلیونر کیدو درته جوړه کړئ او د لومړنیو کارونو په توګه یې زیاتې پیسې پیدا کړئ، چې بیا یې په کار واچولی شئ.
تظاهر مه کوئ، ریښتیا ځان شتمن کړئ
ځینې شتمن نه وي، خو د شتمن والي اکټونه کوي. مثلاً: په قرض او سل و زر نورو ستونزو لوکس موټر، کور او نور شیان اخلي.
دا د اقتصاد له نظره حماقت دی، تاسې داسې مه کوئ.
د بې ځایه تظاهر پرځای کوشش وکړئ، چې په واقعي مانا شتمن شئ.
پانګونې ته پس انداز وکړئ، نه اضطراري حالت ته
د پس انداز یا د پیسو د زېرمه کولو لپاره هغه زړه مفکوره ایسته کړئ، چې یوازې به خلکو د عاجلو ستونزو د حل لپاره پیسې زېرمه کولې.
د دغسې حالت د مهارولو لپاره طبیعي ده، چې زیاتې پیسې نه په کاریږي. په همدې دلیل خلک زیاتې پیسې نه زېرمه کوي.
تاسې د پانګونې په نیت پس انداز وکړئ او ښه ډېر یې وکړئ.
بې ځایه پور مه اخلئ
د ځینو خلکو عادت وي، چې حق و ناحق له خلکو پور اخلي. یوه ورځ یې معاش وځنډیږي تر معاش اخیستو یې ځان په قرضونو کې ډوب کړی وي.
هرڅه ته له دې زاویې ګوري، چې باید ښه مصرف کړي حتا که په قرضو هم وي.
تاسې داسې مه کوئ، قرض اخیستو ته یوازې هغه وخت زړه ښه کړئ، چې پر کاروبار یې ولګوئ او ګټه درته ولري.
له پیسو سره د حاسد مېن غوندې رویه وکړئ
زیاتې پیسې مصرفول، خرابات او نور د هرچا خوښیږي، خو عاقل خلک پکې احتیاط کوي.
تاسې باید پیسو سره د یوه حاسد مېن غوندې رویه وکړئ. حاسد مېن هیڅ نه غواړي چې بې ضرورته یوه شېبه هم له خپلې معشوقې لیرې وي.
تاسې که غواړئ میلیونر شئ، باید پیسو سره همداسې رویه وکړئ. مه پریږدئ چې په اسانه او بې له کوم مهم ضرورت څخه مو له لاسه ووځي.
فقر میراث نه دی، مانا نه لري
ځینې په دې ځانونه توجیه کوي، چې فقر ورته په میراث پاتې دی.
دا غلط نظر دی. د بیل ګیټس هغه خبره مهمه ده، چې تاسې په فقیر زیږیدو کې پړه نه یاست، خو له دنیا نه په فقیرانه ډول تګ کې پړه یاست.
تاسې باید باور ولرئ، چې فقیر هیڅ کومه مانا نه لري.یانې کولای شئ په اسانه ځان ځنې خلاص کړئ.
خو خواري، پرله پسې کار او د خپل اقتصاد سم مدیریت یې شرطونه دي.
یو میلیونر روزونکی پیدا کړئ
له اقتصاد پوهانو سره نیږدې اړیکې وساتئ. که په دې کچه نه یاست، چې یو میلیونر روزونکی سلاکار درته ونیسئ په ممکنه سطحه کې یې باید یواقتصادي مشاور که د معاش په بدل کې وي، یا مو کوم رضاکار وړ ملګری وي، باید درسره ولرئ.