ژباړه: محمد عزيز پردېس
په اوسني عصر کې دا ډېرو لپاره ستونزمن او سخت کار دی چې په ليکه يا صف کې ودرېږي، خو يو مجبوريت دی بايد ويې منو. د خوراکي توکو، ډوډۍ، د موبايل کارت او نورو څيزونو د اخېستو لپاره او يا هم بانک ته د ورتګ لپاره، پاسپورټ او ويزې لپاره… مجبور ياست چې ځينې وختونه په ليکه کې نوبت ته ودرېږئ او منتظر پاتې شئ. له بده مرغه ځيني ځيني بې حوصلې وي او د کتار د ګډوډۍ لامل ګرځي او نورو ته د تکليف زمينه براروي. په دې ليکنه کې به په ليکو يا کتارونو کې د درېدو په ځينو ادابو رڼا واچول شي.
۱) که څو کسان ياست، د ډلې سره په بشپړ ډول په کتار کې ودرېږئ.
د ټولې ډلې په استازيتوب يو کس بايد په کتار کې له درېدولو څخه ډډه وکړئ. دا به څومره ازاروونکې وي چې که يو نفر په صف کې ولاړ وي او کله چې يې نوبت رارسي، يو دم يوه ډله له هغه سره يوځای شي او ستاسو انتظار اوږد کړي. دا مسئله ډېری وخت په پارکونو کې د لوبو د اسبابو لپاره په نوبت کې چې کله خلک ولاړ وي، رامنځ ته کېږي.
۲) ماشومان مو کنټرول کړئ.
کله چې په کتار کې د نورو خلکو سره په خبرو بوختېږئ، اولادونه او ماشومان مو بايد هېر نکړئ.
ماشومان مه پرېږدئ چې د نورو کسانو د پښو او لاسونو پورې تاو راتاو شي، د ځان او د نورو لپاره ستونزې رامنځ ته کړي.
۳) صبر اختيار کړئ.
په کتار يا صف کې ټول ولاړ کسان يو وضعيت کې وي. ځيني کسان هڅه کوي چې ځانونه مخکې کړي او بې ځايه چالاکي وکړي، چې دا په حقيقت کې ډېر سپک او غير مودبانه کار دی. که کله په لوی کتار کې ولاړ ياست او نوبت مو رسي، نو هڅه وکړئ چې په بېړه خپل کار بشپړ کړئ او راتلونکو کسانو ته وار ورکړئ.
۴) د نورو شخصي حريم ته احترام وکړئ.
لازمه نه ده چې حتما په کتار کې د ولاړو کسانو پورې کلک ونښلئ او قيد ودرېږئ. دا کړنه تاسو او نورو ته ډېره ازاروونکې ده او همدارنګه هڅه وکړئ چې په کتار کې له سګرټ وهلو هم ډډه وکړئ.