هغه کارونه چې د خوښ اوسېدو لپاره يې بايد پرېږدئ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: عمران لمر
په دې ليکنه کې د خوښ اوسېدو لپاره يو لړليک راټول کړل شوی دی چې د عيني تجربو پايله ده؛ ځينې کارونه کولای شي چې ستاسې ستونزې لا پېچلې کړي.
د خوښ اوسېدو لپاره بايد تاسې ځينې کارونه پرېږدئ.
دا ليکنه ولولئ؛ چې د خوښ اوسېدو لپاره بايد کوم کارونه ونه کړئ:
۱- له ستونزو تېښته
تاسې هيڅکله نه شئ کولای چې له خپلو ستونزو تېښته وکړئ، په دې کار سره يواځې د هغوی د حل لپاره اوږده فاصله رامنځته کوئ؛ نو په دې اساس له خپلو ستونزو سره مخ شئ او پرېکړه وکړئ چې حلوئ يې.
ستاسې په ژوند کې ننګونې د يو دليل له مخې پيدا کېږي؛ تاسې د دې سره د مخ کېدو له وجې دا زده کوئ چې څه ډول يې کنترول کړئ.
۲- ځان او د شاوخوا خلکو ته درواغ ويل
درواغ ويل داسې پيليږي چې يوه کوچنۍ ستونزه لږه لږه په غټې ستونزې او له رښتيا په لېرې څه بدل شي.
دا کار ستاسې د جدي او رښتيني اوسېدو مخه نيسي.
هيڅوک نه غواړي چې په درواغجن شهرت پيدا کړي؛ نو له دې وجې کله چې مونږ نورو ته درواغ وايو، دا په دې مانا ده چې خپل ځان ته درواغ وايو.
مونږ د ځان د ژغورلو لپاره درواغ وايو او ممکن د دې مطلب د لوستو په وخت هم ځانته درواغ ووايو؛ ځکه مونږ نه غواړو د دې کارونو په کولو اعتراف وکړو. په ياد ولرئ چې تاسې د رښتيني اوسېدو او د راتلونکي د تغير وړتيا لرئ.
رښتيني اوسېدل او رښتيا ويل له دروغ ويلو ښکلې دي؛ په همدې دليل د خوښ اوسېدلو سبب کېږي.
۳- د تېروتنې له کولو ډار
تېروتنې ممکن په خپل وخت کې د خوښولو وړ نه وي؛ مګر مونږ کولای شو له تېروتنو زده کړه وکړو.
په دې اساس د خپلو کارونو نه بايد وېره او وهم ونه لرو.
تاسې د نورو له کړنو زيات له خپلو کړنو زده کړه کولای شئ؛ نو ښه ده چې د هيڅ ډول نويو او متفاوتو کارونو له کولو ونه وېرېږئ؛ تر څو د ځان لپاره ډېر فرصتونه رامنځته کړئ.
۴- تل خپل ځان له نورو سره پرتله کول
تاسې بايد خپل ځان او يا خپل شرايط له نورو سره هيڅکله هم پرتله نه کړئ.
هغه کس توپير نه کوي؛ که کوم مشهوره څېره وي، ستاسې همکار وي، د کورنۍ غړی مو وي او يا هم ستاسې ملګری وي. انسانان ځينې وختونه دې کار ته تمايل لري او طبيعي ده.
مهمه نه ده چې د نورو شرايط څومره ښه دي او يا زمونږ شرايط څومره ستونزې لري؛ د دې پر ځای بايد په خپلو شرايطو تمرکز وکړو.
۵- د حال هېرول او د راتلونکي اندېښنې
که د لنډ وخت لپاره يو څه سپما کوئ او هر څه د بيا ناستې لپاره جمع کوئ تر څو د راتلونکي لپاره يو څه ولرئ؛ نو دومره بده نه ده؛ مګر غوره دا ده چې خپل حال ژوند ته هم پاملرنه وکړو.
دا کار ستاسې د ژوند کولو مخه نيسي؛ تاسې د تل لپاره ځوان نه پاتې کېږئ؛ نو د راتلونکي په تمه کېږئ مه، همدا اوس وخت نه ګټه واخلئ.
د راتلونکي لپاره سپما کول ښه دي؛ مګر د حال نه هم خوند واخلئ.
۶- د منفي فکره خلکو سره ملګرتيا
د بد فکره او منفي فکره خلکو سره ملګرتيا لويه تېروتنه ده؛ ځکه هغوی خپل بد افکار له تاسې سره شريکوي.
هغه څه چې تاسې ځوروي؛ ويې منئ او بيا هڅه وکړئ چې په پوره قوت سره مخکې لاړ شئ.
مونږ بايد د دې هڅه وکړو چې ښه افکار شريک کړو؛ هر څه به ښه شي که تاسې هغه ته له مثبت ليده وګورئ او په يو منفي فکر او تراژيدۍ يې بدل نه کړئ.
۷- تېر ته د ستنېدو او د هغه د بدلولو هڅې
ستاسې ماضي تاسې نه تعريفوي؛ بلکې تاسې ماضي تعريفوئ.
هڅه مه کوئ چې د خپلې ماضي په هکله فکر وکړئ؛ بلکه ټول تمرکز، پاملرنه او انرژي مو په حال ولګوئ؛ تر څو يو ښه راتلونکی ولرئ.
خپل تېر شاته پرېږدئ او ورسره مخه ښه وکړئ.
۸- د نن کار سبا ته پرېښودل
تاسې يواځينی هغه څوک يئ چې په خپل ژوند کې تغير رامنځته کولای شئ او لټي کولای شي ستاسې د دې کار مخه ونيسي.
اجازه مه ورکوئ چې دا کار ستاسې ژوند خراب کړي.
هر کار چې لرئ، همدا اوس يې وکړئ او سبا ته يې مه ځنډوئ.
۹- د هغه کار لپاره د ځان رټل چې ستاسې په لاس کې نه دی
ځينې وختونه امکان لري چې مونږ د نورو او يا د شرايطو قرباني شو؛ مګر خپل پاتې ژوند بايد د ځان په رټلو تېر نه کړو.
د دې پر ځای چې خپل ځان شاته وساتئ؛ د رامنځته شوې پېښې دليل پيدا کړئ، هغه څه چې درسره شوي دي په خلاصه غېږه يې ومنئ او پرېکړه وکړئ چې د ځان لپاره به ښه راتلونکی جوړوئ.
۱۰- د تېرو پېښو په هکله قضاوت کول.
مونږ ټول په ژوند کې تېروتنې کوو؛ ملګري او کورنۍ مو هم تېروتنې کوي؛ مګر په ياد ولرئ چې که يو ملګري مو درسره اړيکه ونيوله او د هغه پېښې په هکله چې درې کاله مخکې شوې، تاسې يې رټلئ؛ نو ترې تېر شئ.
مه پرېږدئ چې ماضي ستاسې په حق کې د ړوند قضاوت اساس وګرځي.
مونږ ټول انسانان يو او تېروتنې کوو؛ که کوم ملګري د خپلو تېرو تېروتنو په هکله له تاسې بخښنه وغوښته؛ نو ويې بخښئ.
ماضي بايد ستاسې په حال تاثير ونه کړي.
۱۱- خيال پلو
مه پرېږدئ چې ستساې خيالونه ستاسې اهدافو ته د رسېدو د هڅې مخه ونيسي. کله چې هدف ډېر لوی وي؛ نو خيال پلوونه به مو ډېر وخت ونيسي. خيل پلو ممکن ښه ساعت تېری کار وي؛ مګر ډېر وخت ضايع کوونکی دی.
پلان جوړ کړئ او د لومړيتوبونو له معلومولو وروسته حرکت وکړئ.
۱۲- د ايډيالو خلکو لټون
هيڅ انسان پوره نه دی او دا يواځې ستاسې د ذهن وسوسه ده. ښه ده چې دا رښتيا څومره ژر ومنل شي.
نورو ته د کتو پر ځای په خپل دروني شيانو تمرکز وکړئ؛ تر څو پوه شئ چې کوم څه ته ډېره اړتيا لرئ.
ستاسې مناسب کس شايد وروسته له تاسې سره يوځای شي او تاسې پوره کړي؛ اړتيا نه شته چې ټول وخت مو د هغه د لټولو لپاره ضايع کړئ.
د ايډيالو خلکو لټون مو ممکن عحيبه ځايونو ته يوسي او بې لارې مو کړي.
۱۳- د دې لپاره هڅه چې تاسې د ځان په څېر نه شئ
هيڅکله دا هڅه مه کوئ چې د خوشحاله ژوند کولو لپاره د بل چا په څېر شئ؛ دا چې د ځان د ځان په څېر واوسېږئ؛ له دې ښه ده چې د نورو يوه درواغجنه کاپي واوسئ.
د خوشحاله ژوند لپاره رښتينولي تر ټولو ښه سياست دی.
هيڅوک جالي نسخې نه خوښوي؛ تر دې چې تاسې يې هم نه خوښوئ؛ ځکه له هر څه د درواغو بوی راځي.
۱۴- له ځان سره تُند چلند کول
له ځان سره په غوصه او تاوتريخوالي چلند مه کوئ؛ دا د ژوند کولو ښه لاره نه ده.
د ځان لپاره تر ټولو ښې شېبې جوړې کړئ. د ځان په منتقد او دښمن مه بدلېږئ؛ له ځانه سره مينه وکړئ.
۱۵- د کتاب نه مطالعه کول
د کتاب لوستل نه يواځې ساعت تېروونکی کار دی؛ بلکې کولای شي د لويانو خلکو ويناوې تاسې ته درزده کړي چې د خوشحاله ژوند لپاره ستاسې د لارې څراغ شي.
که دا خبرې زده نه کړئ؛ نو يواځې پاتې کېږئ.
په دې اساس هڅه وکړئ چې يو څه زده کړئ او نورو ته يې هم وښيئ.