ژباړه: محمد عزيز پردېس
پر ځان باور او پر نفس اعتماد تقريبا سره ورته ګڼل کېږي. پر نفس اعتماد څه ته وايي؟ پر نفس اعتماد معمولا د نفس عزت او اطمينان سره مرتبط دي. يانې باور ولرئ چې د عرضې يا وړاندې کولو لپاره ډېر څه لرئ او با ارزښته کس ياست. پر نفس اعتماد ډېره برخه له خپلو لاسته راوړنو او برياليتوبونو څخه ترلاسه کوئ او يوه اندازه هم له هغو نظرياتو څخه چې خلک يې ستاسو په اړه لري.
پر نفس اعتماد يانې پرځان مو اطمينان ولرئ چې کولی شئ له هر موقعيت او وضعيت څخه ځان ويستلی او بريالی کولی شئ.
ډېری وختونه د هغو څيزونو لپاره چې غواړو يې، هڅه نه کوو. دليل يې دا دی چې باور نلرو چې د هغو د ترسره کولو وړتيا لرو يا هم د هغو د ترسره کولو لپاره انګېزه نلرو او يا هم ممکنه ده چې له ماتې څخه وېره ولرو.
دا ستاسو ذاتي او انساني حق دی چې پوه شئ ارزښت لرونکي ياست. لاندې لارښوونې کولی شي چې په دې زمينه کې درسره مرسته وکړي.
۱) داوطلبه شئ.
تل د هغو کارونو په برخه کې داوطلبه شئ چې پکې وړتيا او مهارت لرئ. دا چې بل چاته مو ګټه او خير ورسي، دا په خپله تاسو ته يو ډول اطمينان او ارزښت درکوي. د دې کار په عملي کولو سره تاسو هم تجربه ترلاسه کوئ او هم د نورو پام ځان ته را اړوئ.
۲) لېست برابر کړئ.
د هغو کارونو څخه مو یو لېست برابر کړئ چې په ټول ژوند کې مو ترسره کړي او پکې بريالي شوي ياست. وروسته له دې مو چې کوم کار ترسره کوه او پکې بريالي کېدی، همدې لېست کې يې اضافه کړئ.
۳) شاوخوا مو له هغو کسانو څخه ډکه کړئ چې ملاتړ مو کوي.
که شاوخوا ته مو عيب پلټونکي او منفي فکره کسان وي، نو د هغوی خبرې کولی شي چې ستاسو پر درک منفي اغېز وکړي. تر هغو چې ونشئ کولی لاندې مسائل ومنئ، نو غوره ده چې دا ډول افراد له خپل ژوند څخه بهر کړئ او يا هم ورسره اړيکې پرې کړئ.
– دا چې پوه شئ، د هغوی خبرې يوازې د هغوی شخصي نظر دی.
– دا چې پوه شئ، د هغوی نظريات د واقعيت سره برابر نه دي.
– دا چې پوه شئ، هر څه د ځان په اړه ګڼئ.
د هغو کسانو په لټه کې شئ چې ستاسو د خوښې وړ وي، همفکره مو وي، له تاسو څخه ملاتړ وکړي او د پرمختګ لپاره مو وهڅوي. کله مو چې شاوخوا له دا ډول کسانو څخه ډکه شوه، نو پر ځان به مو اعتماد او اطمينان لاپسې ډېر شي.
۴) د دې لپاره چې پر ځان مو باور وشي، لومړی بايد خپل ځان ومنئ.
څنګه کولی شئ په يو څه اعتماد وکړئ چې په بشپړ ډول يې نه قبلوئ او نه يې منئ؟ که خپل ځان مو نه وي منلی، يانې د ځان ځينې برخې مو رد کړي وي او حتی له ځان څخه نفرت لرئ، نو په داسې شرايطو کې د زړه باور نشي رامنځ ته کېدی.
ځيني کسان په دې باور دي چې ډېر په اسانۍ سره کولی شي پرېکړه وکړئ چې ځان مو ومني، که تاسو هم کولی شئ چې دا کار وکړئ؛ نو ډېره غوره خبره ده. خو د ټولو لپاره دومره ساده او اسانه هم نه ده. اړينه او اساسي خبره دا ده، هغه څه چې ياست؛ ويې منئ او قناعت پرې وکړئ.
۵) تمرکز ته مو بدلون ورکړئ.
د خپل ژوند په هغو برخو تل تمرکز مه کوئ چې پکې نيمګړي ياست. پر ځای يې هڅه وکړئ چې د هغو څيزونو په اړه تمرکز وکړئ چې د ژوند غوره برخې مو دي او پرې شکر وکړئ.
هرکله که احساس کوئ چې په منفي څيزونو فکر کوئ، هغه خپل يو مثبت او هغه څيز ته چې تاسو يې په اړه شکر ګزاره ياست واړوئ او مُسکا وکړئ!