ژباړه: مریم محمدي
دا یوه منل شوې خبره ده چې وقایه له درمنلې غوره ده، نو په دې اساس د ناروغیو د مخینوي لپاره پکار ده، چې دغه څلور اصله په نظر کې ونیسئ:
پاکوالي ته پاملرنه وکړئ
ډاکتران سپارښتنه کوي چې تر ټولو وړاندې باید د سالمې روغتيا اصول په نظر کې ونيول شي. چې له دې اصولو څخه پاک خوراک، پاکه اوسېدنه، پاک ژوند او پاک اغوستل له ناروغیو د ځان ژغورنې لارې دي، که چیرې دا اصول په نظر کې ونه نيول شي، نو له ګڼو ناروغیو سره به مخ شئ.
لاسونه پاک وساتئ
لاسونه د بدن هغه غړي دي چې په مستقیم ډول له مکروبونو سره په اړیکه کې دي، نو په یاد ولرئ چې د ټولو بدن تر څنګه په لومړي سر کې بايد انسان تر خوراک مخکې او وروسته خپل لاسونه په بشپړه توګه پاک وساتي.
که یې لاسونه ناپاک وي، په پاکو اوبو او صابون سره باید ووېنځل شي، وینځل شوي لاسونه بايد په پاک ټوکر وچ کړي.
خوارکي توکي سم ووینځئ
میرمنو ته په کار ده چې په کورونو کې تر پخلي د مخه د خوراکي شيانو، په ځانګړې توګه د سبزيجات او غوښې پاکې ووینځي، چې په دې کار سره انسان له ناروغيو ژغورل کيږي.
که په کورونو کې تر پخلي دمخه خوراکي توکي پوره پاک نه کړل شي، لرې نه ده چې په داسې ناروغیو به اخته شي، چې بيا به یې درملنه ناشونې وي.
د هرې ناروغۍ په وخت درملنه وکړئ
که د هرې ناروغۍ په خپل وخت درملنه ونه شي، نه يوازې دا چې په ناروغۍ اخته انسان ته به روغتيايي ستونزې زياتې شي، بلکې نور هغه انسانان چې روغ دي، هغوی به هم په دې ناروغۍ اخته شي.
همدارنګه که د بدن کومه برخه زخمي شي، بايد ژر تر ژره ډاکټر ته ورسول شي څو یې له روغتيايي اصولو سره سمه درملنه وشي.
که د انسان بدن زخمي شي او پټۍ پرې ونه لګول شي، پر زخم ډول ډول جراثيم نښلي. بالآخره، د انسان د غړي له زخمه جراثيم ټول بدن ته ځان رسوي او په ټول بدن کې خپريږي.