د بريالي کارکوونکي ۵ غوره ځانګړنې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: محمد عزيز پردېس
ولې داسې فکر کېږي چې ځيني ځيني کارکوونکي په ادارو کې د پرمختګ مزی ډېر ژر ځغلوي، خو ځيني بيا د کلونو په تېرېدو سره بيا هم په خپل ځای کې همغسې پاتې کېږي؟ ښايي فکر وکړئ چې د دې کسانو د برياليتوب او پرمختګ دليل به همدا وي چې دوی د ښه مغز، وړتيا او استعداد خاوندان دي، خو ځيني نور دلايل هم شته چې دوی په دې برخه کې بريالي کوي او د مخکې تګ زمينه ورته برابروي.
هڅه وکړئ چې دا ۵ ځانګړنې خپل عادت وګرځوئ، ترڅو وشئ کولی بريالی کارکوونکی شئ.
۱) زه د خپل برخليک مسئول يم
که د ژوندانه په ټولو پړاوونو کې د په زړه پورې پېښې په انتظار ياست، نو احتمالاً چې انتظار به مو اوږد وي. بريالي متخصصين هغه کسان دي چې خپل بهر راوځي او دغه پېښه رامنځ ته کوي. نو هڅه وکړئ چې په متفاوته بڼه ځان ته وګورئ. کارونو کې مو هڅه او رښتينولي مه هېروئ او دا په ياد ولرئ چې د ځپل ځان مسول يوازې خپله ياست.
۲) هرڅه ممکن دي
فکر کوئ چې هېڅکله به ونشئ کولی چې د ادارې د رياست مقام ته ورسېږئ؟ نو مطمينه شئ چې نشئ کولی. دا مو په ياد وي: که فکر کوئ چې نشئ کولی، نو په ډېر احتمال سره چې به يې ونشئ کړی. دا مو ځان ته تلقين کړئ چې هر هغه څه چې وغواړئ، ورته رسېدی شئ؛ خو په دې شرط چې غښتلی عزم ولرئ او ستونزې وګالئ.
۳) هر يو کس ستاسو لپاره د اړيکې يو مهم پل دی
سره له دې چې لازمه ده خپل چاپېريال کې يو جدي شخص واوسئ، خو کولی شئ د خپلو شاوخوا کسانو سره په مهربانۍ چلند او رفتار وکړئ. فکر کوئ چې د رئيس يا مدير سره مو ښې اړيکې درلودل ارزښت نلري؟ مطمينه اوسئ چې دا کړنه ډېره مرسته درسره کولی شي. د شاوخوا کسانو سره مودبانه چلند وکړئ، ځکه تاسو په دې نپوهېږئ چې دغه کسان به کله او چېرته تاسو ته ګټه ورسوي.
۴) يوازې دا بسنه نه کوي چې په څه پوهېږئ، بلکې څه او څومره کسان پېژنئ؛ دا هم مهمه ده
بريالي کارکوونکي د دفتر دننه او بهرنيو اړيکو په ارزښت ښه پوهېږي. بايد وشئ کولی چې د ځان لپاره فعاله او تخصصي اړيکې جوړې کړئ.
همکاران مو د يو وخت خوراک لپاره له دفتر څخه بهر مېلمانه کړئ. وروسته له کار څخه د خپلو څو تنو همکارانو سره يوځای رسټورانټ ته لاړ شئ. د تخصصي بهير غړيتوب واخلئ او د خپلې روښانه راتلونکې لپاره ارتباط سازي وکړئ.
۵) نور څه کار ترسره کولی شم؟
برخليک مو تر يوځایه خپل لاس کې دی، د دې لپاره چې وشئ کولی په خپل کاري برخه کې پرمختګ وکړئ، بايد په کار مو توجه او تمرکز وکړئ. د يوې اضافي پروژې د اخېستلو لپاره داوطلبه شئ. يو نوی مهارت زده کړئ چې په ترڅ کې يې د لوړ رتبه مامورينو پام ځان ته راواړوئ. د همکارانو سره د همکارۍ په موخه کله ناکله په کاري محل کې پاتې شئ. بريالي کارکوونکي هغه کسان نه دي چې يوازې خپل کار ترسره کړي، کارځای پرېږدي او لاړ شي.